Homeخبرونهافغانستان کې د کورونا ناروغان له ۲۸ زرو واوښتل

افغانستان کې د کورونا ناروغان له ۲۸ زرو واوښتل

تاند، شنبه، د جوزا ۳۱مه: د عامې روغتیا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په کچه ۵۴۶ تنه په کوروناویروس اخته شوي چې ورسره کورونا ناروغانو شمېر ۲۸زره او ۴۲۴ ته لوړ شوی دی.

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱ تنه له دغې ناروغۍ مړه شوي او ۳۳۰ نور بېرته روغ شوي دي.

د ورغتیا وزارت د رسمي شمېرو په اساس په افغانستان کې د کوروناویروس د خپرېدو له پیل راهیسې تر اوسه ۵۶۹ تنه دغې ناروغۍ مړه کړي او نږدې ۸۳۰۰ تنه بېرته ترې روغ شوي دي.

د روغتیا وزارت معلومات ښيي چې د افغانستان په لابراتوارونو کې تراوسه د کوروناویروس ۶۳زره او ۹۵۱ معاینې شوي چې له دې شمېرې ۲۸زره او ۴۲۴ یې مثبتې تشخیص شوي دي، خو اوس د تشخیصه کیټونو د کموالي او په معایناتو کې د ځنډ له امله زیات شمیر افغانان چې په دې ناروغۍ اخته شوي د معاینې لپاره لابراتوارونو ته نه ځي او په خپلو کورونو کې تر درملنې لاندې دي.

دې مسلې ته په پام ښايي په افغانستان کې د کوروناویروس له امله د مړه شویو او په دې ویروس د اخته شویو کسانو شمېره له هغې پورته وي چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت یې په رسمي ډول له رسنیو سره شریکوي.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون معلومات ښيي چې د شنبې تر ورځې په نړۍ کې نږدې اته میلیونه او ۶۶۷زره په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې څه باندې ۴۶۰زره تنه مړه شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...