یکشنبه, مې 19, 2024
Homeجنرال وزیريغازي مور| جنرال دولت وزیري

غازي مور| جنرال دولت وزیري

کله چې یو هېواد له سترو ناورينونو لکه سېلابونو، زلزلو، وباګانو، وچکاليو، په ځانګړې توګه له کورنیو جګړو او یا د بهرنيو یرغلونو سره مخ شي، د داسې ناورينونو پر ضد مبارزه یوازې د وسله والو ځواکونو دنده نه وي.

په دې منځ کې افغان پېغلو او ښځو هم په حماسه جوړولو کې ونډه اخیستې او د خپل هېواد غازیانو ته یې پوره روحیه ورکړې ده.

له ناورین څخه د خلاصون په موخه اړینه ده چې مبارزه، ملي بڼه غوره کړي، په دې مفهوم چې د هېواد ټول اوسېدونکي د خپل ملي مسئولیت له مخې او د خپل توان په اندازه په دې سپېڅلې مبارزه او له ناورین څخه د هېواد د خلاصون په چاره کې برخه واخلي.

پر هېواد د بهرني یرغل په درشل کې د یرغلګر دښمن پر ضد باید د هېواد ټول مادي او معنوي قوت سره یو شي او په ټول توان د هېواد ټول وګړي نارینه او ښځې، ځوانان او زاړه ، ملا او امي د یرغلګر دښمن پر ضد په ټولو ساحو کې، هم په وسله وال شکل، هم د پروپاګند او مطبوعاتو له لارې، هم د راوانې جګړې په شکل او هم د اقتصادي جګړې په تر سره کولو سره خپله ملي او هېوادنۍ وجيبه ترسره کړي.

یوه هم د غازي ادې په نامه یوه باتوره مېرمن ده، چې ویل کېږي په ۱۱۹۷ لمریز کال په لوګر ولایت کې زېږېدلې وه. ځینو د کټواز او ځینو بیا د لوګر سلیمانخېله بللې ده.

لطیف یاد د غازي ادې په باب لیکي:

«د غازي ادې اصلي نوم الماسه او د کټواز سلېمانخېله وه، مشرانو به له نازه الماسۍ بلله، خا وند یې حبیب نومېده چې د کلي خلکو حبیب اکا باله، د الماسۍ او حبیب اکا ایکي یو زوی و چې ښایسته نومېده ، ځکه نو الماسه ادې په کلي کې کشرانو د ښایسته خان مور بلله.»

کله چې زموږ هېواد د بهرنیو یرغلګرو له ناولي او له دښمنۍ ډک یرغل سره مخامخ شوی دی، د هېواد ټولو اوسېدونکو د خپلې ملي وجيبې په تر سره کولو سره هېواد له دښمنانو ژغورلی او په دې لاره کې يې سترې قربانۍ ورکړي دي او له ځانه يې سترې حماسې او خاطرې موږ ته په میراث را پريښي دي.

د افغان او انګلیس د دویمې جګړې پر مهال[1] کله چې غازي محمد جانخان وردګ د کابل د قاضي کلا په سیمه کې غازیانو ته له انګریزانو سره د جګړې او مبارزې په هکله خبرې کولې. په دې وخت کې يې يوې سپین سرې میرمنې ته چې په یوه خوا کې ناسته وه او د ده خبرې يې اورېدلې مخ ور واړوه او ور ته يې وویل:

«غازي مور!

 ته یوه سپېڅلې او اتله مبارزه او افغانه يې. زموږ په لیکو کې ستا شتون او مبارزې موږ ته د زړه قوت او پر دښمن د بریا زېری راکوي. ستا مبارزو او کارنامو موږ او ټول افغان ملت ته ستر ویاړونه ور په برخه کړې دي، ځکه چې تا د لوګر له خوشي سیمې څخه بیا تر دې ځایه پورې له پیرنګي سره کلکې جګړې وکړې او په خپلو غورځنګونو دې د دښمن په زړونو کې د اور لمبې بلې کړې دي. اوس ستا له نامه سره دښمن بشپړ اشنا دی، کله چې ستا نوم د دښمن تر غوږو رسېږي، له دې سره د هغوی په زړونو او روحونو کې د ویزې انګازې را پورته کېږي او بیا د غازیانو په مقابل کې مقاومت له لاسه ورکوي او ماتېږي.»

تاریخپوهان لیکي چې د غازي ادې خاوند حبیب اکا نومېده او د زوی نوم یې ښایسته خان و.

د هغې خاوند او زوی دواړه د پېواړ په جګړه کې شهیدان شوي چې وروسته په خپله غازي ادې د هغوی پرځای خپله مبارزه پرمخ بېولې ده.

د غازي محمد جانخان وردګ تر خبرو وروسته د خبرو وار غازي نواب خان ته ورسېد او هغه د غازي مور په هکله وویل:

«غازي مور اصلاً په خټه سلیمانخېله او له کټواز څخه ده. د غازي ادې خاوند حبیب اکا هم ډېر زړور او توریالی سړی و. حبیب اکا د مکناټن پیرنګي له لښکرو سره ډېرې ډغرې وهلې دي او خلکو به ورته (لوی اکا) وایه. غازي مور اوس د لوګر په خوشي سیمه کې استوګنه لري. تیر کال کله چې د راپټ (رابرټسن) پیرنګي لښکرو د پیواړ پر کوتل یرغل وکړ، د غازي مور میړه او ځوان زوی دواړه له نورو غازیانو سره یو ځای د یرغلګرو پرضد د جګړې په موخه هلته ورغلل، د اوږدې جګړې او انګریزانو ته له ډېرو مالي او انساني تلفاتو وروسته دوی دواړو هم د شهادت سپیڅلی جام پورته او په شهادت ورسېدل، روح دې د هغوی ښاد او شهادت دې د الله په دربار کې قبول شي. اوس کوم ټوپک چې د غازي مور پر اوږه دی، د غازي مور ځوان زوی له انګرېزانو څخه په غنیمت نیولی و.»

علامه عبدالشکور رشاد «د کارنامو مېرمني» په نوم رساله کې لیکي: «د سنګ نوشتې په جنګ کې چې د پکتیا او کټواز له لښکرو سره د ننګرهار د خوا پوځونه هم ملګري سول، یوه ورځ د دوی په منځ کې الماسۍ ولاړه سوه دواړه لاسونه یې د دعاء په خاطرپورته کړل او د پاک خدای(ج) حضورته یې داسي مناجات وکړ:

 اې خدایه!

زه ستاد رضا او ستا د دین د ننګې له پاره دې جنګ ته راغلې یمه ،خدایه ته ماته وس راکړې چي ستا د دین دښمنان ووهم او د دغو مړونو غازیانو پت وساتم.»

ویل شوي، چې کله انګریزانو په ۱۲۹۴هجري قمري کال  پر پېواړ یرغل وکړ، غازي ادې په دې جګړه کې له ځانه سخته زړورتیا وښوده.

هغې  د پوړني پلو تر  خپلې ملا تاو کړی و، چاړه په لاس د جګړې په شدت کې یې غازیانو ته خواړه او اوبه رسولې.

غازي مور د انګریزانو پرضد ډیرې جګړې وکړې، خو له انګریزانو سره د شیرپور په جګړه کې د دې شعارونو په ویلو سره «پیرنګي مه پرېږدئ، دا هېواد له پیرنګي څخه وژغورئ، زه خوشحاله يم چې د هېواد په خاطر مې د شهادت مرتبه په برخه شوه» له دې سره یې د شهادت جام پورته او شهیده شوه.

له ځانه يې راتلونکو نسلونو ته د زړورتیا، شهامت او افغاني غیرت حماسه په میراث پرېښوده. د هغې اروا دې ښاده او شهادت دې د ستر څښتن په دربار کې قبول او منظور شي.


لمنلیک

[1] افغان انګلیس دویمه جګړه د (۱۸۷۸ او ۱۸۸۰) میلادي کلونو ترمنځ وه، چې د افغانانو په ګټه تمامه شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب