شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهایران: د افغانستان د باندنیو چاروسرپرست وزیر د یکشنبې په ورځ تهران...

ایران: د افغانستان د باندنیو چاروسرپرست وزیر د یکشنبې په ورځ تهران ته راځي

تاند(شنبه، د جوزا۳۰) د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست او نوماند وزیر محمدحنیف اتمر به سبا ایران ته لاړ شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی عباس موسوي وویل، ټاکل شوې ده چې د افغانستان د باندنیو چارو سرپرست وزیر محمدحنیف اتمر سبا (یکشنبه) د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ تهران ته راشي.

د موسوي په وینا ښاغلی اتمر او ورسره ملګری پلاوی به یې د ایران له بهرنیو چارو وزیر محمدجواد ظریف او نورو چارواکو سره وویني.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د باندنیو چارو وزارت ویندوی وویل چې افغان پلاوی به له ایراني چارواکو سره پر بېلابېلو مسلو او د ایران او افغانستان د هراړخیزې همکارۍ د کاري ډلې په چوکاټ کې د اسنادو، او د اقتصادي، سرحدي چارو، بهرنیو اتباعو، رسنیو، امنیت، روغتیا، اوبو او انرژۍ په برخو کې د همکارۍ په اړه خبرې وکړي.

د ایرانا په راپور کې د ایران د باندنیو چارو وزارت د ویندوی له قوله په ایران کې د افغان پناه غوښتونکو د وژلو (سوځولو او ډوبولو) یادونه نه ده شوې خو دا په داسې حال کې ده چې افغانستان تر دې مخکې اعلان کړی و چې د باندنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د ایران د پوله ساتو له خوا په هریرود کې د شاوخوا ۵۰ افغان کډوالو د ډوبولو او په یزد ولایت کې د افغان پناه غوښتونکو د سپرلۍ موټر ته د اور ورته کولو په اړه له ایراني چارواکو سره د خبرو لپاره ایران ته ځي.

اتمر د افغان پناه غوښتونکو د وژل کېدو په اړه د خبرو لپاره ایران ته ځي

د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ (جوزا۲۷) د ایران نیمه دولتي (مهر) خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي و، د افغانستان ولسمشر اشرف غني د بهرنیو چارو سرپرست ته سپارښتنه کړې چې ایران ته لاړ شي او په دغه هیواد کې د پناه غوښتونکو د سپرلۍ پر موټر د ایراني ځواکونو د ډزو په نتیجه کې د یو شمېر پناه غوښتونکو د وژل کېدو په اړه پلټنه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب