Homeخبرونهاتمر د افغان پناه غوښتونکو د وژل کېدو په اړه د خبرو...

اتمر د افغان پناه غوښتونکو د وژل کېدو په اړه د خبرو لپاره ایران ته ځي

تاند (سې شنبه، د جوزا ۲۷) د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمدحنیف اتمر د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ ایران ته ځي چې د دغه هیواد له مشرانو سره په ایران کې د وژل شویو افغان پناه غوښتونکو په اړه خبرې وکړي.

د ایران نیمه دولتي (مهر) خبري اژانس وايي، د افغانستان ولسمشر اشرف غني د بهرنیو چارو سرپرست ته سپارښتنه کړې چې ایران ته لاړ شي او په دغه هیواد کې د پناه غوښتونکو د سپرلۍ پر موټر د ایراني ځواکونو د ډزو په نتیجه کې د یو شمېر پناه غوښتونکو د وژل کېدو په اړه پلټنه وکړي.

مهر خبري اژانس ویلي چې ښاغلی اتمر به راتلونکې اوونۍ تهران ته سفر وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په تهران کې افغان سفیر، د پیښې د ټپیانو د پوښتنې په مهال

د جون په درېمه نېټه د ایران په یزد ولایت کې ایراني پولیسو د افغان پناه غوښتونکو د سپرلۍ بر موټر ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې موټر اور واخیست، په دې پېښه کې ۳ افغان پناه غوښتونکي ووژل شول او ۴ نور سخت ژوبل شول.

ایراني پولیسو په روغتون کې سوځېدلیو افغان پناه غوښتونکو ته زولنې اچولې وې. د دوی دا کار په تهران کې د افغانستان د سفیر عبدالغفور لېوال له غبرګون سره مخامخ شو او د نوموړي له انتقاده وروسته له ټپیانو زولنې لېرې کړل شوې.

د امنیت شورا پریکړه، ایران ته د وروستیو پیښو د سپیناوي لپاره پلاوی استوو

د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو د څانګې عمومي رييس مهدي محمودي د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ وویل، پولیسو موټر ته د درېدو امر وکړ خو کله چې چلوونکي د دریش امر ونه مانه، دوی پرې ډزې وکړې.

تر دې پېښې وړاندې د ایران سرحدي پولیسو شاوخوا ۵۰ افغان پناه غوښتونکي له نیولو او وهلو – ټکولو وروسته هریرورد سین ته وغورځول چې له کبله یې اکثره مړه او تري تم شول.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ادعا کوي چې دا پېښه د افغانستان په خاوره کې شوې او له دوی سره تړاو نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...