تاند (سې شنبه، د جوزا ۲۷) د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د طالبانو د ۲ زره نورو بندیانو د خلاصون لړۍ هم روانه ده او دا موضوع باید د سولې د خبرو د پیل خنډ نه شي.
د افغانستان حکومت تراوسه پورې د طالبانو ۳ زره بندیان خوشي کړي خو ویلي یې دي چې نور هم په تدریج خوشي کوي.
خو طالبان وايي، هرکله چې دولت د دوی ټول ۵ زره بندیان، چې امریکا او طالبانو د قطر په موافقه کې پرې سلا کړې وه، خوشي کړل، په یوه اوونۍ کې به خبرې پیل کړي.
حکومت او طالبانو موافقه کړې چې د سولې د خبرو لومړۍ غونډه په دوحه کې کوي
د ملي امنیت شورا ویندوی جاودید فیصل نن وویل، د ۳ زره طالب بندیانو له خلاصون سره د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د ژر پیلېدو لپاره زمینه برابره شوې ده.
پرون ښاغلي فیصل ویلي و چې طالبانو د اوربند او اورکم له مودې ناوړه ګته واخیسته او لا زیات تشدد یې وکړ.
د فیصل په وینا طالبانو له کوچني اختره وروسته تاوتریخوالی لا زیات کړی دی.
د ده په وینا طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې ۲۲۲ تروریستي بریدونه کړي چې په لړ کې یې ۴۲۲ تنه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
ده دا تور هم پورې کړ چې طالبانو په یاده موده کې ۵۱ کوچني او متوسط پلونه ویجاړ کړي او همداراز یې ۱۶ سړکونه زیانمن کړي دي.
په همدې حال کې ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې افغانستان یو ځل بیا د وسلهوالو نښتو په پایله کې د مرګ ژوبلې له کبله، د ماشومانو لپاره تر ټولو هېوادونو خونړی بللی دی.
ملګرو ملتونو په خپل کلني راپور کې ویلي، یوازې تېر کال په افغانستان کې ۳۱۴۹ ماشومان په بېلابېلو نښتو، بمي چاودنو او جګړې کې وژل شوي دي.
په راپور کې ټینګار شوی چې په افغانستان کې د جګړې ښکېلو لوریو د ماشومانو حقونو ته پام نه دی کړی او د جنګ لپاره یې هم ترې ګټه پورته کړې ده.
که دولت یا طالب واقیعاً د سولي و خبرو ته دانګي، نو دا دومره نازونه او کرشمې د څه لپاره؟
دولت وايي نې درکوم، بيا يې ورکړي.
طالب وايي که يې را نکوې، زه درسره وینم…
خو هلته عام ولس ورځ تر بلي په وینو کي لغړي..
دولت ته پکار ده، چي دا ۲۰۰۰ طالب بنديان هم خوشي کړي، چي مقابل لوري پلمې نوري ختمي سي، هر څومره چي ژر خپلمنځي خبري شروع کیږي، هغومره به یو څو جنازې کمي کیږي.
د افغانستان د اسلامي دولت مخالفین باید د خپلو افغانانو ورونو ، د ملي شتمنۍ ، عام المنفعه تاسیساتو او دولس ملکیتونو ته درناوی وکړي .
ژوند یوه الهي تحفه ده او یوځل لپاره انسان ته ورکول کيږي . د بېګناه خلکو وژل یو جنایت دی ، هغوی چې جنایت کوي د الله او رسول په وړاندې مجرم او د ولس پروړاندې ملامت دي . دوی بیا حق نه لري چې د ولس د مشرتوب او رهبري دعوا وکړي.
دطالبانو موافقتنامه له امریکا سره لاسلیک شوېده ، دا پدې مانا چې دوی به یوځل له افغانستان نه امریکا ته ځي او بیا به له هغوسره مشوره کوي او له هغوی به دا غوښتنه کوي چې که تاسو د افغانستان اسلامي جمهوریت مسؤلینو ته ووایی که زمونږ بندیان راخوشې کړي ، نو ښه کار به وشي .
د دوی دا عمل په 21 پېړۍ کې د نړۍ د جهالت او ذلالت وروستۍ مورچل ده .
دپلونو ورانول خو بیا د چنګیز او انګریز په کتابونو کې هم نشته .
له جاهلانو نه به د افغانستان ولس د کوم خیر تمه ولري ؟
د بندیانو خلاصول له اوربند ، خبرو ، مذاکراتو او سولې په جریان او یا د ټولو په پای کې صورت نیسي . د بندیانو ژوند ته په زندانونو کې کوم خطر نشته خو د هغوی د خلاصون لپاره د امنیتي ځواکونو ، بېګناه خلکو او یا د خپلو طالبانو وژل جنایت دی .