یو مرغه چې ( کنکس ) نومېږي د خدای(ج) په امر په هرو زرو کلونو کې یو ځل نړۍ ته راځي، د ده د اوږدې مښوکې په دواړو خواو کې درې زره سورې شته.
مرغه نړۍ ته له راتګ سره سم د بوټو او خاشاکو په راټولولو پیل کوي، کله چې ښې ډېرې خځلې او خاشاک را ټول کړي، بیا خپله اوږده مښوکه په خځلو او خاشاکو کې دننه کړي.
په دې وخت کې د هوا په کشولو او ویستلو پیل کوي، له دې سره د ده د مښوکې له درې زرو سوريو څخه د موسیقي ډول- ډول اوازونه راوځي.
کنکس د موسیقي د ښکلو او په زړه پورې اوازونو څخه دومره مستېږي چې د ده د مستۍ او د مښوکې د اوازونو د ډیر شدت او فشار له امله خځلې او خاشاک اور اخلي.
د خاشاکو لهسوځیدلو سره یو ځای کنکس هم سوځي او له منځه ځي او بیا زر کاله وروسته بل کنکس را پیدا کیږي.
ځينې کسان د موسیقۍ پیدایښت د کنکس له اوازونو څخه ګڼي او وايي چې په اصل کې کنکس د موسیقۍ مخترع دی.
په دې هکله سمندر خان سمندر وايي:
کنکس بوټي ټولوي او ځان پرې سوځي
مالي وايي ګنې ځاله جوړوينه