Homeجنرال وزیريد ختیځ د ويښتابه قاید او د پان اسلامیزم بنسټګر

د ختیځ د ويښتابه قاید او د پان اسلامیزم بنسټګر

درېیمه برخه/ یونس تنویر

سید (رح) په اثارو کې:

لیکوال: یونس تنویر

بیدارګر عصر: د سید جمال الدین الحسینی الافغاني په نوم یو ډېر مهم کتاب دی، چې د استاد محمد فضل الرحمن فاضل له خوا لیکل شوی او د سید (رح) په اړه پراخه مطالعه لري. اثار یې د متني مېتودولوژۍ پر اساس سره پرتله کړي دي. دا اثر په ۲۰۰۸ م کال (وروستی، پنځم چاپ) کې خپور شوی. دا کتاب د سید جمال الدین افغان (رح) په اړه یو له مستندو، هر اړخیزو او علمي اثارو څخه شمېرل کېږي، چې په افغانستان کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري هم چاپ شوی او همدا ډول په قاهره کې د افغانستان سفارت له لوري خپور شوی دی.

دا په سید جمال الدین افغاني هغه لیکل شوی کتاب دی، چې د دې کتاب په استقبال کې (خورشید شرق) په څېر اثار ولیکل شول. په دې کتابونو کې د سید (رح) په اړه یو مستند تاریخ او واقعات راوړل شوي دي، چې په هېڅ علمي تیورۍ رد کېدای نه شي. یانې دا کتابونه د سید (رح) په اړه یو حقیقي مستند تاریخ او شواهد لري.

په دې کتاب کې د سید (رح) د افغان بودن او ایران بودن مسله حل شوې، د شعیه او سني مسله یې حل کړې ده، د هغه د ملحدیت او ذندیقیت مسله یې رد کړې او د هغه د دولتي موقفونو او د ده د حیثیت مسله پکې حل شوې او د تتمت البیان، ناسم روایت شوي اقوال ښکاره شوي او په دې برخه کې ټولې نظریې او استنباط را وړل شوي دي. یانې که څوک هم د سید(رح) په اړه د سوانح مشکل لري، نو د هغه لپاره مستند شواهد راوړل شوي دي.

یانې د دې کتاب د زیات مستندوالي په توګه د (خورشید شرق) په څېر اثار ولیکل شول. دا کتاب د دواړو لورو، چې د سید (رح) په اړه یې نظریه د شعیه او سني، افغان او ایراني ګرځولې وه، د هغوی دلایل په کره شواهدو رد کړي او د (بیدارګر عصر) د کتاب هغه اسنادونه، چې ښاغلي فاضل له اصلي سرچینو، لکه: عثماني، مصري، هندي او اروپايي آرشیفونو څخه را اخیستي او بیا یې له ایراني اثارو سره پرتله کړي او لا نور حقایق یې هم په دې برخه کې ور کړي دي. د ناسمو روایتونه او جعلي اقوال یې په مستندو شواهدو ښکاره کړي دي. د تتمت البیان د اثار په اړه یې دقیق توضیحات او د هغه د لیکنو تصدیق شوی دی.

په دې کتابونو کې ډېر اسناد راغلي دي. یانې په سلګونو حوالې یې له بېلابېلو ژبو، کتابونو، ورځپاڼو، خطونو، رسمي اسنادو او سید (رح) د هم‌عصرو کسانو، لکه: شیخ محمد عبده، عبدالرحمن کواکبي، ادیب اسحاق، جرجي زیدان، محمد باشا المخزومي او نور څخه راوړل شوي. دې کار د کتاب مستندوالی دومره لوړ کړی، چې ماریا دارو په (خورشید شرق) کتاب کې د اصلي مرجع په توګه اخیستي او خپل اثر یې د یاد کتاب په استقبال کې لیکلی دی.

د شرق نابغه: دا کتاب د دکتور سید افغاني له لوري لیکل شوی دی. نوموړي افغان څېړونکي په کابل کې د دارالعلوم څخه فارغ و او وروسته یې د مصر الازهر پوهنتون څخه دوکتورا تر لاسه کړې وه .

نوموړي د سید(رح) په اړه د ایران بودن له ټولو مسایلو پرده پورته کړې. په دې کتاب کې راغلي دي، چې کله سید(رح) د انګریزانو د(ایجی) شرکت د احتکاراتو په ضد خبرې پیل کړې او د نصرالدین شاه ور سره اختلاف پیدا شو او پایله کې سید(رح) د پاچا په ضد خلک تحریکول. د هغه وخت د ایران د مجتهدینو مشر (میرزا محمدحسن شیرازي) یې دېته حاضر کړ، چې د یاد شرکت په اړه عمومي فتوا صادره کړي، چې په پایله کې ایراني پاچا د تنباکو دا شرکت د نیم میلون پونډو په تاوان لغوه کړ او د ایران شاه له سید(رح) سره له همدې ځایه دښمني پیل کړه، خو سید(رح) دا وخت په ایران کې نه و، نو د خپل حکومت په ژبه یې ویل، چې سید(رح) په اصل کې ایرانی دی، تر څو په دې وسیلې یې ایران ته راولي او په سزا یې ورسوي.

د شرق په نابغه کتاب کې د استاد عبدالقادر مغربي له کتاب څخه اخذ شوی دی او ویلي یې دي، چې « محمد حسن خان، چې په اعتماد الدوله ملقب و او پاچا ته ډېر نږدې و، نو ده په خپل کتاب (الماثر والاثار) په لومړي ځل ولیکل، چې سید(رح) د ایران د اسداباد له کلي څخه دی.

نوموړي لیکوال د سید (رح) په خپل قلم لیکل شوي ډېر اقوال را اخیستي دي او د سید د زمانې د کسانو اقوال او د هغو ناستو یادونه شوې، چې سید (رح)  پکې حضور درلوده. په دې کتاب کې د نوموړي د تبعیدونو، مبارزو، علمي دلایلو او د «العروة الوثقى» په ځینو مضامینو یې تحلیل کړي دي.

 نوموړي په داسې چاپېریال کې دوکتورا تر لاسه کړې وه، چې لا هم د سید جمال‌الدین افغاني فکر او نظریاتو پلیوني یې درلودل. تاریخ دا هم ثابته کړې، چې مصریانو د سید جمال‌الدین له نظریاتو ډېره ګټه پورته کړې ده او لا اوس هم د سید(رح) تلین په یاد هېواد کې لمانځل کېږي، ځکه چې د هغه مشهوره جریده «العروة الوثقى» د مصر د خلکو لپاره ډېر مهم مسایل بیانول، چې بیا وروسته په قاهره کې د وزیرانو غونډې د پرېکړې په اساس په مصر کې منع شوه  او له ۵ پونډو نیولې تر ۲۵ پونډو پورې یې جریمه درلودله. مصریانو د سید(رح) تر وفات وروسته ډېر لوی لوی سمینارونه دایر کړي دي، چې په هغوی کې د نړۍ د ټولو علماوو مقالې لوستل شوې او هغوی ټولکې هم خپرې شوې دي.

ما د دې سیمنارونو یوه مجموعه په اریانا افغانستان انلاین ویب پاڼه کې پیدا کړه، چې په هغه کې د نړۍ د لر او برو علماوو مقالې راغلې او بیا د ولي احمد نوري له لوري په(۲۹/۸/۲۰۲۱) په (۲۶) برخو کې تحلیل شوې دي. د سید(رح) د سوانحو په اړه یوه واحده نظریه لري، کوم، چې په پورته دریو کتابونو کې په ډېره مستدلله بڼه خوندې شوې ده؛ خو یوازې ځینې ایرانیان د دې ادعا رد نظریه لري، هغه هم داسې، چې د اعتماد الدوله او د استاد خسرو شاهي له لوري لیکل شوي او ژباړل شوي اسناد مخکې کوي، چې هغه په ښکاره دلایلو او مستندو حوالو رد شوي دي.

یوه بله مهمه مسله دا ده، چې ایرانیان دایم کوښښ کوي، چې د شرق لوی علما ایرانیان وګڼي، خو که تاریخ مطالعه شي، نو ډېرۍ ایراني معرفي شوي علما هم د ایرانیانو له نسله نه دي، لکه صایب تبریزي، چې ترکي نسب و، حافظ شیرازي عربي نسب و، عبدالقادر بیدل افغان نسب و، خواجه عبدالله انصاري، رابعه بلخي، مولانا جلال الدین محمد بلخي، ابن سینا بلخي او ډېر نورو هم ایرانیانو پرې دعوې کړې، چې دوی ایرانیان دي، مګر خوشبختي دا ده، چې علماو خبرې کړې، اشعار یې پاتې او اثار لري، که چېرې د اشخاصو له ترازو راښکته شو، نو ایرانیان حتا زموږ په هرات هم دعوه لري، چې دا د ایران برخه ده.

په هر لحاظ ایرانیانو ډېر کار کړی دی او په دې برخه کې ډېر لوی او مخلص علما، څېړونکي او لیکوال لري، چې حقایق یې د انکریزانو او یا هم د غرب تر استعمار لاندې پټ تېر کړي نه دي.

یو تعجب د ا دی، چې نه مو علما خوندي دي او نه مو شجره خوندي پاتې شوې ده. د شجرې په لحاظ پښتون د اسراییلو د ورکې شوې قبلې برخه ګڼل کېږي او زموږ په زیاترو عوامو که دا نظریه خوره ده. یانې که زموږ علما دي او که زموږ نسب دی په دې د حیف مسله دا ده، چې موږ سید (رح) تر دې اندازې نیسو، چې هغه ایرانی دی او په دې مو ور سره اړیکې شلوي او د ده له نظریاتو، افکارو او اراو محروم پاتې شو، تر څو د خپلو اصلافو پلیوني غوره نه کړو. یانې دا یو غټ ناورین دی، چې موږ په علمي لحاظ ور سره مخ یوو.

په دې وروستیو کې پښتون لیکوال او شاعر عبدالباري جهاني صیب یو کتاب په فارسي ژبه لیکلی دی، چې نوم یې:(سید جمال الدین افغانی از افسانه تا حقیقت) دی؛ خو ده، چې کوم استنباط کړی دی، یا خو انګریزانو را وړي او یا د خسرو په څېر ایرانیانو را وړي دي.

جهاني  د المخزومي کتاب په اړه یو ځای وایي، چې دا کتاب د سید (رح) په اړه ډېر مفصل دی، خو بیا د دې پراګراف په پای کې وایي، چې سید(رح) د هرات په معاصره کې له امیر دوست محمد خان سره نه و، نو جهاني وايي، چې (از گفته های سید بوده است)، مګر په دې عقیده دی، چې سید درواغ ویلي دي. دی زیاتوي، چې سید د دې مولف په خبره له امیر دوست محمد خان سره د هرات په محاصره کې یو ځای و؛ خو جهاني د دې خبرې په اړه وایي، چې ( این ادعا اګر از خاطرات شخص سید ګرفته شده باشد سخت قابل تامل است).

او بل یې د سید په اړه د سید (رح) نظریې اختصار کړې او بیا یې د نقد په توګه کارولې دي. د دې څېړنې یو لوی مشکل دا دی، چې د سید (رح) د وخت د سیاسي جغرافیې تناظر یې هېڅ په پام کې نه دی نیولی. د سید (رح) د سوانح ستونزه له دې سرچینه اخلي، چې د سید صفدر یوه مېرمن د ایران د اسعداباد د همدان وه او تاریخونو  لیکلي دي، چې سید صفدر هم په ایران کې وفات شوی دی، نو په دې وجه سید(رح) اسدابادی پېژندل شوی. حقیقت دا دی، چې سید(رح) پلار سید صفدر په همدان کې له خپلې دویمې ایرانۍ مېرمنې سره د ایران په  اسداباد کې اوسېده. سره د دې، چې هغه وخت سید (رح) په کابل کې و او د سید (رح) مور سکینه نومېده، چې د امیرخېلو له کورنۍ څخه وه.

خو زه دې ته حیران یم، چې جهاني صیب دا کتاب په ایرانۍ فارسي ولې لیکلی دی؟ او سره د دې، چې د ده یو نقد په سید (رح) دا دی، چې ده په پښتو ولې لیکل نه دي کړي او بل نقد یې دا دی، چې ده ولې په تتمت البیان فی تاریخ الافغان کې د افغانستان اوسېدونکي تاجک ګڼلي دي، یانې سره د دې، چې ده د سید (رح) قولونه اختصار کړي او را اخیستې یې دي.

جهاني د ځینو ایرانیانو په څېر وایي، چې سید(رح) ایرانی او شعیه دی او استنباط یې دا وي، چې محمود طرزی یې په یوه مجلس کې ناست و او له سید(رح) یوه خواخوږي ترې پوښتنه وکړه، چې تاسې افغان یاست او که ایرانی؟ دی زیاتوي که دلته سید(رح) د خپل مسکن په اړه ورته ویلي وای، نو ستونزه به حل وه، یانې جهاني له سید(رح) سره دا ستونزه لري، چې ولې یې نه ورته ویل، چې زه د پلاني ځای یم او دا ستونزه به حل شوې وه، نو د همدې ستونزې په اړه ښاغلي جهاني مکمل یو کتاب لیکلی، چې ټول اقوال یې د سید مخدوم رهین او مېرمن نیکي کيدي دي، مګر مرحوم طرزي په سراج الاخبار کې د ده سوانح هم راوړي ده، چې ښاغلی جهاني یې مد نظر نه نیسي. سید(رح) خو په دې قول کې هم نه دي ویلي، چې زه ایرانی یم، نو بیا ولې دا قول مد نظر ونیول شي او سید (رح) دې ایرانی معرفي شي؟

حتا دوی د سید (رح) د دې سوانح څخه هم منکر دي، چې سید(رح) ته انګریزانو د سوډان سلطنت وړاندیز کړی و، په مصر کې د سید د سلم تلین په لمانځ غونډه کې یوازې د یوې مقالې عنوان همدا و، چې( مرد که تخت سودان را رد کرد)

د دې واقعې ډېر مستند تحلیل په بیدار ګر عصر، خورشید شرق، ختیځ نابغه او د افغاني سید جمال الدین خاطرات کې هم را وړل شوي دي، چې له مستند کېدو یې هېڅوک انکار نه شي کولای.

بیدارګر عصر خو د «العروة الوثقى» ټول مباحث څېړلي او د سید (رح) هغه لیکل شوي اثار یې لوستي، چې په عربي لیکل شوي دي او بیا یې ځای ځای شرحې پرې لیکلې دي.

ښاغلي جهاني د محمد امین خوګیاڼي پر تتمت البیان فی تاریخ الافغان کتاب باندې ځینې نقدونه کړي دي، خو د عبدالباري جهاني یوه ستونزه دا ده، چې د سید نظریې یې اختصار کړې او تر ډېره یې نقد د ښاغلي خوګیاڼي په لیکل شوې مقدمه باندې دی، چې هغه هم د المخزومي له کتابه الهام اخیستې دی.

جهاني صیب د محمد امین خوګیاڼي له لوري د سید (رح) تتمت البیان فی تاریخ الافغان په کتاب یوه مقدمه هم لیکلې او په دې مقدمه کې هم سید(رح) په اړه ویل شوي دي، چې د محمد اعظم خان په وخت سید(رح) صدراعظم و او ده ته ډېر نږدې کس و او جهاني صیب دا هم د مخزومي د کتاب تاثر ګڼي او وایي، چې سید (رح) له محمد اعظم سره یې اړیکې دوستانه نه وې او د ده په وخت کې سید صدراعظم نه و، خو جهاني صیب د دغو ټولو رد لپاره د سید مخدوم رهین او نیکي کیدي اثار وړاندې کوي. حتا جهاني صیب دا هم نه مني، چې د برېټانیا له لوري دې سید (رح) ته د سوډان د سلطنت وړاندیز شوی وي او دی دا هم وایي، چې سید (رح) سره په لندن کې د بهرنیو چارو وزیر لیدنه نه ده کړې؛ خو د جهاني دلایل څه دي او ولې د دغو ټولو دعو رد کوي؟

جهاني صیب وایي، چې سید د افغانانو او سیکانو په اړه کره پوهه نه درلوده، خو د «العروة الوثقى» چې د سید په اړه کوم اقوال په بیدارګر عصر کې تحلیل شوي او راغلي دي، هغه ډېر پوره او له معلوماتو ډکې نظریې دي. هېڅ به دا ثابته نه شي، چې سید (رح) د افغانانو په اړه پوهه ونه لري.

دغه ټول د سید (رح) په اړه پوره بیانیې دي، چې د سید (رح) هم‌عصره او د هغه مخلص محمد باشا المخزومي تالیف کړي او بیا مرحوم محمد شاه ارشاد پښتو ته را ژباړلې دي؛ خو دې کتاب کې د سید(رح) سوانح د هغه د مخلص شاګرد او د «العروة الوثقى» لیکونکي او همکار شیخ محمد عبده لیکلي دي، چې ښاغلي جهاني دا هم نادرست درک کړي او ویلي یې دي، چې د ده پوره سوانح مخزومي لیکلې دي او همدا ډول مخزومي د سید (رح) د مجالسو او د هغه د ویناو تالیف لیکلی او شرحه کړی دی، چې هېڅ خاطرو کتاب ته نه دی ورته؛ بلکې د سید (رح) په اړه یو بل ډېر مستند کتاب دی، چې سید(رح) یې په خپله ژبه را اخیستی دی. دا په عربي لیکل شوی کتاب دی، چې پښتو ته را ژباړل شوی دی؛ خو د سید په اړه په پښتو کې ډېر کم اثار دي او حتا د پوهاند حبیبي صیب کتاب هم په پښتو شوی نه دی. په دې کتاب کې د مرحوم حبیبي صیب هغه تحقیق دی، چې په ۱۳۲۳ کال کې د سید(رح) جسد افغانستان ته د ظاهر شاه په وخت کې را انتقال شو او حبیبي صیب د وخت حکومت له لوري د هغه پلاوي مشر و، چې د سید د ځای او ځایګي د معلومولو لپاره کونړ ته استول شوی و. په دې کتاب کې ښاغلي حبیبي صیب د سید(رح) د سوانحو په اړه ډېر کره تحقیقات کړي، چې خوشبختانه په دې کتاب کې یې ځای ځای را وړي دي.

د سید(رح) په اړه یو بل کوچنی کتاب شهيد ډاکټر سید بهاء الدین مجروح (د سید جمال الدین او د ختیځ او لویدیځ مخامختیا) په نوم په دري ژبه لیکلی دی، چې پښتو ته ښاغلي صدیق الله بدر را ژباړلی دی. په دې کتاب کې سید(رح) افغان معرفي شوی او د سید(رح) د وطنپالنې هویت او د هغه پر مبارزو سربېره د سید (رح) د فکر د بهیر په دوام هم غږېدلی دی او د شیخ محمد عبده لنډه معرفي هم لري. په دې کتاب کې د ختیځ او لویدیځ د مخامختیا هغه غلط فهمي هم لرې شوې، چې ځینو دغه دوره د لومړۍ دورې په نوم مطرح کړې وه. ښاغلي مجروح صیب ویلي دي، چې «سید(رح) د ختیځ او لویدیځ د مخامختیا د دویمې دورې مهمه څېره ده»   په دې کتاب کې د سید(رح) په هغه تفکر تمرکز کوي، چې سید(رح) له ۱۸۷۱ څخه وروسته خپلو شاګردانو ته ویلي و: هغه ستر خطر، چې اسلامي نړۍ ګواښي د اروپایي قدرتونو لاسوهنه ده. ښاغلي مجروح د دې خطر پر وړاندې د سید هغه نظریات هم را اخیستي دي، چې باید مقابلی یې شوې وای، چې هغه دا دی: ملي وحدت ته اړتیا، په یوه ستر چوکاټ کې د ملتونو د وحدت اړتیا او ښاغلي مجروح صیب د سید(رح) دویمه مفکوره پان اسلامیزم ګڼي، چې د اسلامي نړۍ د اتحاد مانا ورکوي.  د دې کتاب د تعلیقاتو په برخه کې د هغو علماوو لنډې پېژندنې را وړل شوې، کوم چې د سید(رح)هم عصره وه او یا هم سید په خپلو افکارو کې د هغوی یادونه کړې. په دې کتاب کې دا هم ویل شوي دي، چې سید(رح) په لندن کې د (ضیاالخافقین) په نوم اخبار پیل کړ او بیا د هغه ځایه فرانسې ته راغی او په فرانسه کې یې د عروه الوثقی په نامه یو اخبار پیل کړ، چې د فرانسې حکومت پرې بند کړ او سید(رح) ترکیې ته راغی او په ترکیه کې د(۱۳۱۴)هـ کال د سرطان له ناروغۍ وفات شو.

همدا ډول په عربي، ایرانۍ فارسي کې د سید(رح) په اړه ډېر کتابونه لیکل شوي دي، چې د هغو له ډله د(ا.د عماره) په نوم په عربي ژبه یو لیکل شوی کتاب دی، چې زیاتره اقوال یې د سید(رح) له مشهورو شاګردانو څخه دي او د هغوی د اثارو پر اساس لیکل شوی دی. د دې اثر پر پوښتۍ لیکل شوي دي: جمال الدین الافغاني بین حقایق التاریخ و اکاذیب لویس عوض.

په دې کتاب کې د سید(رح) په ایران بودن، شعیه بودن، ملحد بودن او ذندیق بودن د رد ډېر مهم اسناد وړاندې شوي دي په اړه یې ډېر مهمې خبرې او شواهد وړاندې شوي دي، چې زه فکر نه کوم د دغو ټولو اثارو ترمنځ  د وحدت دغه نظریه دې رد شي او هغه هم په داسې دلایلو، چې یوازې د سید په اړه پروژیي نظریات وي، چې حتا پښتانه یې هم بني اسرایل ګڼلي دي. یوه خبره دا ده، چې زه په عربي ډېر نه پوهېږم، مګر ځینې مهم او ضروري مسایل مې په قاموسي او انټرنېټي بڼه لوستي دي.

په دغه پورته د واحدې نظریې کتابونو کې یو لوی وحدت دا هم دی، چې سید(رح) د ژوند، شخصیت، نظریو په اړه ډېرې دقیقې خبرې شوې او ترمنځ یې هېڅ ټکر نه شته، چې ښاغلی جهاني پکې ډېر نه دي لوستي، ځکه چې په اخځونو کې یې نه شته. زه د جهاني صیب توهین نه کوم، خو د جهاني صیب ټول استنباطات د تراویحو په مثال دي، چې ویلي یې و. تراویح عمري بداعت دي، استغفرالله.

 سید (رح) د نړۍوالو علمي سمینارونو په هنداره کې:

 په ۱۹۷۶ کال په مصر کې د سیدجمال الدین افغان د سلم تلین په نوم یو نړۍوال سیمینار دایر شو، چې د وخت جمهور رییس داود خان پیغام هم پکې اورول شوی او د مصر د دولت صدراعظم محمد انور سادات پیغام هم پکې اورول شوی دی.

د مرحوم داود خان پیغام د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر پوهاند عبدالرحیم نوین له لورې لوستل شوی و او دې سیمینار ته د فارسي دري ژبې لوی شاعر او په هغه وخت کې په بغداد کې د افغان دولت سفیر استاد سخن خلیل الله خلیلي هم راغلی او د سید په اړه یې خبرې کړې، چې د ولي احمد نوري او ماریا دارو له لوري را اخیستل شوې دي. په خورشید شرق کې د استاد سخن دوه شعرونه هم را وړل شوي دي، چې یو شعر یې همدې نړۍوال سمینار ته لیکلی دی. په دې سیمینار کې د مصر په هېوادکې افغان سفیر ښاغلي  عبدالواحد کریم وینا هم کړې وه.

اوس د دغو پورته ټولو نظریو د رد لپاره عبدالباري جهاني باید له دې مستنداتو لوړ مستند دلایل را اخیستې وای، خو بس ټول د خسرو ایراني، انګریزې مېرمنې نیکي کیدي، د کرزي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وزیر سید مخدوم رهین ارا او افکار یې د خپلې څېړنې د استنباط لپاره را اخیستي دي.

یوه بله مسله دا ده، چې د دغه سیمنار ټولې مقالې ښاغلي نوري تحلیل کړې، تجزیه کړې او پرتله کړې دي او د سید(رح) د سوانحو په برخه کې یې د نظریو وحدت موجود دی او په دې برخه کې د سید د ناسمو سوانحو په اړه ډېرې مستندې حوالې کېدای شي.

اغلې ماریا داریو په خورشید شرق کې د استاد خلیل الله خلیلي شعر هم راوړی دی او همدا ډول محترم محمد ارشاد د سید (رح) په ژباړل شوي کتاب پر شاتنۍ پوښتۍ د پښتو لوی شاعر او لیکوال ګل پاچا الفت شعر او د ښاغلي مرحوم پوهاند حبیبي نظر هم را وړي دی. که چېرې د دې سیمنار د مقالو یوازې نوملړ لیدل شوی وی، نو د سید په اړه به مو بیا هم د ایران بودن او شعیه بودن په اړه تردید کړی وی.

ادامه لري

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د اشا بوسلي هنري او شخصي ژوند ته کتنه

اشا بوسلي (Asha Bhosle) د هندي موسیقۍ له هغو افسانوي څېرو څخه ده چې څو لسیزې یې د بالیووډ او هندي موسیقۍ نړۍ ته...