Homeخبرونهد هلمند ۶۰٪ ماشومان له زده کړو بې برخې دي

د هلمند ۶۰٪ ماشومان له زده کړو بې برخې دي

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۹ مه) د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، د هلمند ولایت  ځايي چارواکي وايي، د ښوونځیو ودانیو او مسلکي ښوونکو د کمښت له امله، د دغه ولایت د ښوونځي د عمر شاوخوا ۶۰ سلنه ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي.

چارواکو زیاته کړې چې د هلمند په ځینو ولسوالیو کې ان یو ښوونځی هم نه شته.

له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې د هلمند د پوهنې رئیس، مولوي عبدالله زاکر ویلي چې دا مهال په هلمند کې ۳۵۷ ښوونځي فعال دي او تر ۱۸۳ زره ډېر زده‌کوونکي پکې زده‌کړې کوي.

د نوموړي په وینا، په ځینو ولسوالیو کې ښوونځي د ودانیو، درسي تجهیزاتو او ښوونکو له کمښت سره مخامخ دي، او په یو شمېر سیمو کې هېڅ ښوونځی نشته.

هغه وویل: «پخواني حکومت د پوهنې برخې ته کمه پاملرنه کړې وه، خو د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته ځینې ښوونځي بېرته ورغول شول او د ځینو نورو د بیارغونې چارې روانې دي، خو لا هم په ولایت کې ۶۰ سلنه ماشومان ښوونځیو ته لاسرسی نه لري.»

د هغه په خبره، په بهرامچه، بغني او بغران ولسوالیو کې تر ټولو ډېر ماشومان له زده‌کړو محروم دي.

دا هغه ولسوالۍ دي چې د جمهوریت په مهال یې کنټرول د طالبانو په لاس کې وو.

همداراز، نهرسراج، ګرمسیر، خانشین، دېشو، بهرامچه، بغني او بغران هغه ولسوالۍ دي چې ښوونځیو ته جدي اړتیا لري، او ځايي چارواکو یې غوښتنې د پوهنې له وزارت سره شریکې کړې دي.

چارواکي وايي، د یادو ولسوالیو اوسېدونکي نه یوازې ښوونځیو او ښوونکو ته اړتیا لري، بلکې د درسي کتابونو کمښت هم لویه ستونزه ده.

مولوي زاکر ویلي، په ۲۰۱۹ کال کې زده‌کوونکو ته څه باندې ۷۱۵ زره کتابونه وېشل شوي وو، خو لا هم تر ۸۴۵ زره ډېرو نورو کتابونو ته اړتیا شته.

هغه زیاته کړه: «په فعالو ښوونځیو کې شاوخوا ۶۰ سلنه زده‌کوونکي کتابونه لري، خو پاتې زده‌کوونکو ته به د راتلونکي تعلیمي کال په پیل کې نوي کتابونه ورکړل شي.»

د مسلکي ښوونکو د کمښت په اړه نوموړي وویل چې هلمند له تېرو دوو لسیزو راهیسې له دې ستونزې سره مخامخ دی.

د هغه په وینا، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته دا ستونزه تر یوه حده حل شوې، خو لا هم نیمايي ښوونځي مسلکي ښوونکو ته اړتیا لري.

تر دې وړاندې د روزګان چارواکو هم ویلي وو چې په دغه ولایت کې د ښوونځي د عمر ۸۴ سلنه ماشومان له زده‌کړو محروم دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصر د ښکلا ملکه د سرطان له کبله فلج شوې

تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۸ مه) انجي عبدالله اعلان کړی چې د دماغي تومور د پیچلتیاوو له امله پرې ړ فلج حمله شوې...