مشهور ناولنګار فرانز کافکا وائي: «کتاب باید هغه تبر وي چې زموږ دننه کنګل شوې بحر مات کړي.» د کافکا دا جمله یوازې له کتابونو سره د مینې اظهار نه دی؛ بلکې د مطالعې د ارزښت په اړه یو بیان دی.
کتابونه د انسان د حافظې حافظه دي، هغه حافظه چې د نسلونو تجربې، فکرونه او خوبونه پکې خوندي شوي وي. هر څوک چې کتاب لولي، په حقیقت کې د همدې حافظې سره اړیکه جوړوي.
د کتابونو مطالعه د لیکوال او لیکوالۍ تر میان اړیکه پیاوړې کوي، ځکه چې لیکل د هغه فکري سفر دوام وي چې د مطالعې له لارې پیل شوی وي.
د ادبي تخلیق په اړه ډېر بحثونه شوي دي. ځینې کسان تخلیق یوازې د الهام نتیجه ګڼي او ځینې ئي د فکري تمرین ثمر بولي. که د ادبي تاریخ تجربه په غور سره وکتل شي، نو ښکاري چې دا دواړه اړخونه له یوه بله جدا نه دي. الهام اکثره د اوږدې فکري تیارۍ نتیجه وي. ذهن هغه وخت د نوې خبرې توان پیدا کوي کله چې د تجربو، افکارو او کیسو له پراخې نړۍ سره مخ شوی وي. او د دې نړۍ دروازې تر ډېره د کتابونو له لارې پرانیستل کېږي.
کله چې یو انسان کتاب لولي، هغه یوازې د یوې کیسې، پراګراف یا متن مطالعه نه کوي. هغه د یوه بل ذهن سره خبرې کوي. لیکوال خپل فکر د ژبې له لارې وړاندې کوي او لوستونکی د همدې ژبې له لارې هغه فکر درک کوي. دا اړیکه د انساني تجربې یوه ځانګړې بڼه ده. د همدې اړیکې په وجه د فکرونو تبادله رامنځ ته کېږي. یو لیکوال چې ډېر لوستل کوي، په حقیقت کې د ګڼو ذهنونو سره خبرې کوي. دا خبرې ورو ورو د هغه د فکر برخه ګرځي.
د ادب په تاریخ کې ډېر داسې مثالونه شته چې لوی لیکوالان د خپل وخت ښه لوستونکي هم وو. د بېلګې په توګه روسی لیکوال “لیو ټالسټای” یوازې یو ناول لیکونکی نه و. هغه د فلسفې، دین، اخلاقو او تاریخ په اړه پراخه مطالعه لرله. د هغه په ناولونو کې چې کله د انسان د ژوند، د جنګ، یا د وجدان د مسایلو په اړه بحث کېږي، نو ښکاري چې د هغه دا فکرونه د اوږدې مطالعې له لارې پخ شوي دي. د هغه کیسې یوازې پیښې نه بیانه وي؛ بلکې د انسان د وجود په اړه ژور فکر هم زیږه وي. همدارنګه د کولمبیائي لیکوال “ګابریل ګاسیا مارکیز” د ادبي نړۍ بنیاد هم د مطالعې له تجربو سره تړلی دی. هغه به ویل چې د ده د تخیل ډېرې سرچینې د هغو کتابونو له نړۍ څخه راغلې چې په ځوانۍ کې یې لوستي وو. کله چې یو لیکوال د بېلابېلو کلتورونو او سبکونو سره اشنا شي، نو د هغه تخیل نوې لارې پیدا کوي. همدا تجربه وروسته د تخلیقي نوښت سبب ګرځي.
مطالعه یوازې د فکر پراخوالی نه رامنځ ته کوي؛ بلکې د ژبې حس هم پیاوړی کوي. ژبه د ادب اصلي ماده ده. لیکوال خپل فکر یوازې د همدې وسیلې له لارې وړاندې کوي. هغه څوک چې د ادبي متونو له نړۍ سره بلد وي، د ژبې له ظریفو امکاناتو سره هم اشنا کېږي. د جملو ریتم، د کلمو ترمنځ اړیکه، او د بیان نرمه موسیقي هغه څه دي چې اکثره د مطالعې له لارې زده کېږي. یو لیکوال چې ښه کتابونه لولي، ورو ورو د ژبې له دې ظریفو حرکتونو سره اشنا کېږي.
خو د مطالعې ارزښت یوازې د ژبې په مهارت کې نه دی. کتابونه د انسان د فکر افق هم پراخوي. یو انسان ممکن یوازې د خپل چاپېریال محدودې تجربې ولري، خو د کتابونو له لارې هغه د نړۍ له بېلابېلو زندګیو سره اشنا کېږي. د یوې ټولنې تاریخ، د بلې ټولنې دردونه، او د بلې خوبونه د کتابونو په متونو کې خوندي وي. کله چې یو لیکوال د کتابونو دا نړۍ لولي، د هغه تخیل د یوې پراخې فضا سره مخ کېږي.
په دې اړه ايټالین ناولنګار “امبرتو ایکو” وائي: «هغه څوک چې لوستل نه کوي، یوازې د یوې تجربې خاوند وي؛ خو هغه څوک چې لوستل کوي، د ډېرو زندګیو تجربه ترلاسه کوي.» د هغه دا خبره د مطالعې فلسفي اهمیت ښيي. ادب انسان ته دا امکان ورکوي چې د نورو انسانانو له سترګو نړۍ وویني.
خو دلته یو بل مهم اصل هم شته. مطالعه باید انتقادي وي. یعنې لوستونکی باید له متن سره فکر وکړي. کله چې یو لیکوال کتاب لولي، هغه باید یوازې د کیسې له متنه خوند نه واخلي؛ بلکې د متن جوړښت ته هم پام وکړي. هغه باید وویني چې لیکوال څنګه د یوه ساده حالته ادبي تصویر جوړ کړی دی. دا ډول مطالعه ورو ورو د تخلیقي شعور برخه ګرځي.
په حقیقت کې هر متن د بل متن سره تړلی وي. ادب د متونو یوه اوږده سلسله ده. هر نوی لیکوال د پخوانیو تجربو پر بنیاد خپله لاره پیدا کوي. له همدې امله مطالعه د ادبي تخلیق لپاره یو ډول فکري چوکاټ جوړوي. که دا چوکاټ قوي وي، نو نوی متن هم ژور او پیاوړی کېږي.
ځینې کسان وېره لري چې ډېر لوستل به د هغوی اصليت له منځه یوسي. خو د ادبي تاریخ تجربه ښيي چې اصليت اکثره د اغېزو له منځه پیدا کېږي. یو لیکوال چې د بېلابېلو متونو سره اشنا شي، ورو ورو د هغو له منځه غیر شعوري طور خپل ځانګړی سبک راباسي. دا سبک د تقلید نه، بلکې د تجربې له لارې رامنځ ته کېږي.
ادب یوازې د خیال نړۍ نه ده. دا د انسان د تجربې عکاس هم دی. لیکوال هغه څه لیکي چې هغه یې ویني، احساسوي او په اړه ئي فکر کوي. خو د دې لید او فکر پراخوالی تر ډېره د مطالعې له لارې زیاتېږي. کتابونه ذهن ته دا امکان ورکوي چې له خپلو محدودو تجربو څخه بهر فکر وکړي.
دا خبره په هر بنیاد څرګنده ده، چې؛ لوستل او لیکل د یوه کار دوه اړخونه دي. لوستل د فکر کولو ماحول جوړوي او لیکل د همدې فکر د بیان وسیله ده. هغه لیکوال چې له کتابونو سره دوامداره اړیکه وساتي، د هغه د ذهن دروازې هم خلاصې وي. د دې دروازو تر شا نوې پوښتنې، نوې کیسې او نوې تجربې پرتې وي. همدا پوښتنې او تجربې دي چې د تخلیقي کار روح جوړوي. ځکه ادب یوازې د جملو ترتیب نه دی؛ دا د انسان د شعور یو حرکت دی. دا حرکت هغه وخت ژورېږي چې ذهن د مطالعې له پراخې نړۍ سره ژوند وکړي. له همدې امله ویل کېدای شي چې هر ریښتینی لیکوال تر هر څه مخکې یو جدي لوستونکی وي، او هره ښه/غوره لیکنه د اوږدې مطالعې له خاموش سفره راټوکېدلې وي.