تاند (چهارشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۰ مه) د بخښنې نړیوال سازمان (بنس) ویلي، د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د جموں او کشمیر ګډ عوامي عمل کمېټې (JKJAAC) د «ترهګر سازمان» په توګه نومول د بشري حقونو د وضعیت د خرابېدو او د اعتراضونو د ځپلو یو خطرناک اقدام دی.
د سازمان په وینا، سیمهییزو چارواکو د جون په ۵مه دا ولسي غورځنګ د ترهګرۍ ضد قانون له مخې منع اعلان کړ، ورسره یې انټرنېټ او مخابراتي شبکې بندې کړې او لسګونه فعالان یې ونیول.
راپورونه وایي چې د جون له ۵مې راهیسې له سلو زیات کسان نیول شوي او د غورځنګ مرکزي دفتر هم تړل شوی دی.
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، د پولیسو او اعتراض کوونکو ترمنځ په نښتو کې لږ تر لږه اته لاریونوال او څلور پولیس وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. همداراز د غورځنګ یو فعال شاهزیب حبیب د پولیسو په ډزو وژل شوی، چې د هغه د مرګ په اړه د خپلواکې څېړنې غوښتنه شوې ده.
دغه سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې تاوتریخوالی کم کړي، د اعتراض او ټولنې جوړونې حق ته درناوی وکړي او پر یاد غورځنګ لګېدلی بندیز لرې کړي.
دا اعتراضونه وروسته له هغه زیات شول چې د کشمیر د سیمهییز پارلمان د ځینو ځانګړو څوکیو پر سر د حکومت او یاد غورځنګ ترمنځ خبرې ناکامه شوې.