تاند (سې شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۹ مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایران د امریکا یوه پرمختللې اپاچي پوځي هیلي کوپتر نسکوره کړې او واشنګټن به دې پېښې ته ځواب ووايي.
ټرمپ د سېشنبې په ورځ په خپلې ټولنیزې شبکې «تروټ سوشل» کې ولیکل: «زما د هېواد ستر پوځ راته خبر راکړ چې ایران تېره شپه زموږ یوه ډېره پرمختللې اپاچي څرخکه د هرمز تنګي پر سر د ګزمې پر مهال ویشتلې ده.»
هغه زیاته کړه چې په څرخکه کې دوه پیلوټان موجود وو، خو دواړه روغ ژغورل شوي او ټپيان نه دي. ټرمپ ټینګار وکړ چې امریکا «مجبوره ده» د دې برید ځواب ورکړي.
له دې وړاندې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویلي و چې د «اې اېچ–۶۴ اپاچي» څرخکه د دوشنبې په ورځ د عمان ساحلونو ته نژدې د ګزمې په ترڅ کې لوېدلې ده.
د سینټکام د خبرپاڼې له مخې، په څرخکه کې دواړه سپاره شاوخوا دوه ساعته وروسته ژغورل شوي او روغتیايي وضعیت یې باثباته بلل شوی دی.
عراقچي: د ایران شاوخوا بهرني ځواکونه له خطر سره مخامخ دي
د امریکا د ولسمشر له څرګندونو څو ساعته وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل چې د هرمز تنګي په شاوخوا کې مېشت بهرني ځواکونه له خطر سره مخامخ دي او باید له سیمې ووځي.
عراقچي په اېکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې په یوه پیغام کې ادعا وکړه چې هرمز تنګی په بشپړه توګه نړیوالې اوبه نه دي، بلکې د ایران او عمان ترمنځ ګډه سمندري سیمه ده.
هغه، پرته له دې چې د امریکايي څرخکې د نسکورېدو موضوع ته مستقیمه اشاره وکړي، وویل: «هغه بهرني ځواکونه چې زموږ قلمرو ته نژدې حضور لري، تل په خطر کې وي؛ که د خپلو انساني تېروتنو له امله وي، که د ناڅاپي پېښو له کبله او یا هم د ډزو د تبادلې په منځ کې د راګېرېدو له امله.»
عراقچي زیاته کړه چې ایران لا هم ډیپلوماسي غوره لاره ګڼي، خو «په نورو ژبو د خبرو کولو توان هم لري.»