Home+له «شیکاګو‌ ټریبیون» سره د «ثریا طرزي» د ژوند لومړۍ مرکه

له «شیکاګو‌ ټریبیون» سره د «ثریا طرزي» د ژوند لومړۍ مرکه

ژباړه او راټولونه: نجیب پاڅون

*** لومړۍ خبرې

د ۱۹۲۸ کال د مارچ په وروستیو کې، کله چې د افغانستان پاچا امان‌الله خان او ملکه ثریا طرزي د خپل اوږده اروپايي سفر په ترڅ کې په بروکسل کې وو، د افغان شاهي کورنۍ حضور د اروپايي او امریکايي مطبوعاتو د پام وړ موضوع ګرځېدلی و، د افغانستان هغه واکمنه کورنۍ چې د هېواد د اصلاح، عصري کېدو او له نړۍ سره د نویو اړیکو د جوړولو هڅه یې کوله، د لوېدیځو خبریالانو لپاره هم د سیاسي او هم د ټولنیزو موضوعاتو له پلوه یې ځانګړې جاذبه لرله.

په همدې سفر کې ملکه ثریا طرزي یوازې د پاچا د مېرمنې په توګه د مطبوعاتو مخې ته نه وه؛ بلکې د افغانستان د ښځو د زد‌کړې، ټولنیز پرمختګ او اصلاحاتو په اړه یې هم خپل نظرونه وړاندې کول، د هغې حضور، ویناوې، جامې او ټولنیز دریځ د هغه وخت د اروپايي او امریکايي رسنیو د بحثونو یوه مهمه برخه وه.

په ځانګړي ډول د فرانسوي مطبوعاتو، «لې ایلوستراسیون» او ځینو نورو اروپايي او برېتانوي خپرونو کې د هغې د حضور او څرګندونو راپورونه موندل کېږي.

د دې سفر او د ثریا طرزي د سیاسي او ټولنیزو نظریاتو په اړه یوازې اروپايي مطبوعاتو نه، بلکې د هند، سوریې، مصر، ترکیې او د اسلامي نړۍ نورو مطبوعاتو هم لیکنې، مرکې او د هغې څرګندونې خپرې کړې دي، د موجودو څېړنیزو شواهدو له مخې، د هند کلکتې «حبل‌المتین» اوونیزې دري ژبې ورځپاڼې هم د ملکې ثریا د حجاب، ښځو او ټولنیزو موضوعاتو په اړه څرګندونې خپرې کړې دي. «حبل‌المتین» په هغه وخت کې د فارسي ژبې له مشهورو او اغېزناکو مطبوعاتي خپرونو څخه وه؛ چې په کلکته کې یې د «سید جلال‌الدین مؤیدالاسلام کاشاني» له خوا په ۱۸۹۳ کال کې بنسټ کېښودل شو او تر ۱۹۳۰ کال پورې، له ځینو وقفو سره خپرېدله.

همدارنګه له لاهور څخه خپرېدونکې «پرتاب» ورځپاڼې سره د ۱۹۲۸ کال په تړاو د ملکې ثریا د یوې مرکې یادونه هم په څېړنیزو سرچینو کې شوې ده؛ په دې مرکه کې د ښځو د وضعیت، د اسلام په چوکاټ کې د ښځو د برابرۍ او د ښځو د ټولنیز رول په اړه د هغې څرګندونو ته اشاره شوې ده

د ثریا طرزي د مطبوعاتي حضور په اړه یو بل مهم روایت د افغان وتلي مورخ «عزیزالدین وکیلي پوپلزي» په اثر «سفرهای غازی امان‌الله شاه در دوازده کشور آسیا و اروپا ۱۳۰۶–۱۳۰۷» کې ثبت شوی دی، د ارواښاد وکیلي پوپلزي، دا اثر چې وروسته په ۱۳۶۴ هـ.ش. (۱۹۸۵م) کې د دولتي مطبعې له خوا خپور شوی، لیکي چې ملکې ثریا په فرانسه کې له یوې فرانسوي مطبوعاتي خپرونې سره، چې نوم یې «هوهلو» یادوي، شاوخوا شل دقیقې مرکه کړې وه.

خو له دې ټولو سره سره د ۱۹۲۸ کال د مارچ په ۲۹مه په «ایونینګ سټار» ورځپاڼه  کې خپور شوي راپور، چې د « افغانانو ملکه» تر سرلیک لاندې راغلی، په ښکاره ډول ادعا کوي، چې ثریا طرزي د بلجیم پلازمینه بروکسل کې د یوې اغېزناکې او مشهورې ورځپاڼې «شیکاګو ټریبیون» خبریال سره «د خپل ژوند لومړۍ مرکه» کړې وه.

تر دې دمه د دغو ټولو ادعا شویو مرکو اصلي ډیجیټل مخونه او بشپړ لومړني اسناد په یوه واحد او روښانه ارشیفي تسلسل کې ما ونه موندل، له همدې امله دلته دا نه شو ویلای چې د شیکاګو ټریبیون دا مرکه حتماً د «ثریا طرزي» مطلقاً لومړۍ مطبوعاتي مرکه وه.

یعنې «لومړۍ مرکه» د هماغه راپور د خبریال او خپرونې ادعا ده؛ موږ باید دا د قطعي تاریخي حقیقت په توګه ونه لیکو، ځکه امکان شته چې ثریا طرزي تر دې وړاندې یا وروسته له نورو اروپايي رسنیو سره هم مرکې کړې وي.

د دې نږدې یوې پېړۍ پخوانۍ مرکې بیا خپرول نن ځکه مهم دي چې افغان نجونې له زد‌کړو او ښځې له کار او عامه ژوند څخه منع دي؛ د ثریا طرزي خبرې د افغان ښځو د تعلیم او ټولنیز حضور د هغه تاریخي لید یادونه کوي چې نن بیا ځانګړی اهمیت لري.

*** د شیکاګو ټریبیون د مرکې ځانګړتیا

د دې مرکې تاریخي اهمیت تر ډېره په دې کې دی چې ثریا طرزي په مستقیم ډول د یوه امریکايي خبریال له لارې د افغان ښځو د تعلیم ، ژوند، پرمختګ او ازادۍ په اړه خپل نظر وړاندې کوي.

په دې مرکه کې ملکه ثریا په مستقیم ډول د افغان ښځو د حقونو او د زد‌کړې، د نجونو د ښوونځیو، د ښځو د ازادۍ، حجاب، د افغانستان او امریکا د اړیکو او د خپل شخصي ژوند په اړه یې خبرې وکړې.

او همدا راز یې د پاچا امان‌الله خان د کورني ژوند، د شاهي کورنۍ د اولادونو او تخت د میراث؛ او د هغې د اروپايي سفر د ژوندانه او جامو په اړه هم معلومات وړاندې کړل.

د مرکې همدا اصلي راپور د «شیکاګو ټریبیون» د خبریال له خوا برابر شوی و او وروسته په هماغه وخت کې نورو ورځپاڼو هم خپور کړ.

*** مهمه یادونه:

په دې مقاله کې د مرکې ځینې برخې د «شیکاګو ټریبیون» د خبریال له قلمه راخلو، هغه ډول چې د یادې ورځپاڼې خبریال په خپله لیکلي؛  ځکه چې اصلي راپور د نننیو مرکو په څېر منظمې پوښتنې او ځوابونه نه لري، خبریال د ملکې له خبرو سره د شاه امان‌الله خان، د شاهي سفر، شخصي ژوند او د هغه وخت د سیاسي او ټولنیز وضعیت په اړه خپل معلومات او مشاهدات هم یوځای کړي دي.

 

*** سرلیک « د افغانانو ملکه» د ښځو د ازادۍ لپاره کار ؛ د هغې د ژوند لومړۍ مرکه

د افغانستان ملکې ثریا په بروکسل کې د «شیکاګو ټریبیون» ورځپاڼې خبریال ته د خپل ژوند لومړۍ مرکه ورکړه.

د ختیځ ښکلې سپین‌پوستې ملکې چې په لاسونو کې یې سپینې دستکشې وې، خپل لاس یې وغځاوه، په ډېرې نرمې موسکا یې شونډې وخوځولې او په «دري» ژبه یې خپل ژباړونکي ته چې د هغې خپل ورور و، وویل:

«دې امریکايي ته ووایه چې زه د افغانستان په اوږده تاریخ کې لومړنۍ ښځه یم چې د خپل هېواد د ښځو د ازادۍ او د ښځو د زده‌کړې لپاره مې کار کړی او لا هم په دې برخه کې کار کوم.»

مېرمن طرزي زیاته کړه:

«او زه، که څه هم په نړۍ کې له لرې ځای څخه، د ښځو د پرمختګ په ستر کار کې ونډه اخلم، ماته ویل شوي چې امریکايي ښځې په دې ډګر کې ځانونه ډېر ځانګړي ثابتوي؛ له همدې امله زه له هغوی سره د رېښتینې دوستۍ او ستر درناوي احساس لرم.»

*** پاچا خپل ټپ پټوي؛ چاړه ترې ښویېدلې وه

په داسې حال کې چې د افغانانو ملکې له یوه امریکايي خبریال سره خپله لومړۍ مرکه کوله، امیر امان‌الله خان د هوټل په تالار کې ګوښی ولاړ و، ټوله شاهي ډله د موټرو په تمه وه، څو د تمځي پر لور ولاړه شي او له هغه ځایه سویس ته په اورګاډي کې سفر وکړي.

خبریال وايي، ده نه شوای معلومولای چې پاچا ولې ګوښه ولاړ دی؛ ایا د نارینه‌وو هغه طبیعي ځان‌ساتنه وه او که بل لامل ؟

د ځایي ورځپاڼو او نورو خبریالانو د راپورونو له مخې، پاچا اړ شوی و چې د بلجیم هېواد «لیژ » ستر او مهم  تاریخي ښار ته خپل سفر د «ناروغۍ» له امله لغوه کړي.

د بلجیم د پاچا او ملکې له لیدنې وروسته، ویل کېدل چې افغان پاچا د ستوني د ستونزې او د یوې وړی دانې «کاربنکل» د درملنې لپاره سویس ته ځي.

خو د خبریال په وینا، د پاچا له مخ څخه د هماغې ورځې له لیدلو داسې څرګندېده چې اصلي علت بل څه هم و « هغه د ږیرې د خرېیلو پر مهال ټپي شوی و».

*** ملکه: له امریکا سره د اړیکو نشتوالي له امله هلته سفر نه شو کولای

ملکې ثریا په ډېر ډاډ سره د مرکې دا نوې تجربه ومنله.

هغې وویل ډېره خواشینې ده چې متحده ایالات په افغانستان کې رسمي استازیتوب نه لري.

نوموړې وویل:

«افغانان له امریکایانو سره سره مینه او درناوی لري.»

ثریا طرزي په لږه موسکا زیاته کړه:

«زه ډېره خواشینې یم چې متحده ایالات په افغانستان کې رسمي استازیتوب نه لري؛ ځکه همدا حقیقت به د دې لامل شي چې پاچا او زه امریکا ته سفر ونه شو کولای، تر هغه چې متحده ایالات له موږ سره رسمي اړیکې ټینګې نه کړي، موږ نه شو کولای هلته په رسمي سفر ولاړ شو، که څه هم ډېره هیله لرو چې امریکا ته لاړ شو.»

*** ملکه؛ کابل کې د نجونو لومړني ښوونځي د جوړېدو یادونه کوي

 

ملکې دا روښانه کړه چې نوموړې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د نجونو لومړنی ښوونځی څنګه جوړ کړ؟ سره له دې چې د ټولنې د محافظه‌کارو او دودپالو افراطیانو له سخت مقاومت سره هم مخ شوه.

هغې وویل:

« کوم بغاوت چې رامنځته شوی و، زما خاوند هغه ډېر ژر وځاپه.»

ملکې په ویاړ سره زیاته کړه:

« په کابل کې اوس یوه یادګاري ډبره «څلی» ولاړ دی، چې د ښځو د ازادۍ لپاره د هغې مبارزې یاد تازه کوي.»

د ملکې په وینا، هغه مهال په دغه ښوونځي کې ۸۰۰ نجونو زد‌کړه کوله.

مېرمن طرزي وویل:

« هغوی لکه د اروپايي نجونو په څېر زدکړه کوي، زما مور د ښوونځي مشري کوي او زه چې هر کله توان ولرم، مرسته ورسره کوم.»

*** زه باید په افغانستان کې پړونی په سر کړم

ملکې ثریا وویل:

«زه باید په افغانستان کې پړونی واغوندم؛ خو زما پړونی د نورو ښځو په څېر دومره غټ او دروند نه دی.»

هغې وویل:

«تر اوسه هېڅ افغان زما بشپړ مخ نه دی لیدلی.»

ملکې څرګنده کړه کله چې د بریتانوي هند چارواکو هغه مخ لوڅې ولیده، هغوی ډېر حیران شوي وو.

نوموړې پړونی د اسلامي دودونو له امله د منلو وړ یو مهم ټولنیز دود وباله، همدارنګه یې وویل چې ځینې جامې یې په پاریس کې جوړېدې او کله ناکله به یې افغاني ښکلي ټوکران پاریس ته استول، څو خیاطان یې ورته په جامو بدل کړي.

د مرکې پر مهال ملکې یوه ډېره ښکلې تور رنګې د پوستکي چپنه اغوستې وه، چې له وړیو جوړه شوې وه.

 ورځپاڼه وايي چې دا په بروکسل کې د ملکې پنځمه ښکلې چپنه وه چې خلکو لیدله.

خبریال لیکي، ملکه د سینګار لپاره لږ پوډر استعمالوي او پر مخ ډېر رنګ نه لګوي؛ خو د شونډو لپاره لږه رنګینه ماده کاروي.

خو بل خوا بیا د ملکې خور، « شهزادګۍ طرزي» بیا نسبتاً ډېر سینګار کوي؛ د سترګو پر شاوخوا د ختیځ دودیز کجل استعمالوي او د مخ او شونډو لپاره هم ډېر رنګ کاروي.

*** د ملکې تر ټولو ستر ویاړ؛ د پاچا د مینې ساتل

د ورځپاڼې د راپور له مخې، ملکه ثریا، چې د ختیځې نړۍ له مخکښو مېرمنو څخه بلل شوې، خپل تر ټولو ستر ویاړ یې دا باله چې د واده په لسو کلونو کې یې د پاچا مینه او باور له ځان سره ساتلی وو.

ورځپاڼه امان‌الله خان سخت واکمن او  اغېزناک شخصیت بولي؛ خو ورسره لیکي چې نوموړی د هغو لږو افغانانو له ډلې و چې څو ښځې یې نه لرلې.

د ملکې په اند، د دې کار ویاړ او امتیاز تر ډېره د هغې و.

د راپور له مخې د ملکې خور خبریال ته ویلي وو چې د امان الله خان پلار له لسو ډېرې مېرمنې او ۷۰ اولادونه یې لرل.

*** د ولیعهد مسئله « ځای ناستی»

د ملکې ثریا طرزي یوه خواشیني دا وه چې د پاچا مشر زوی د هغه له لومړۍ مېرمنې څخه زېږېدلی و.

خو ورځپاڼه لیکي چې د ملکې له زامنو څخه یو یې، ښايي په پای کې د افغانستان پاچا شي.

یاده ورځپاڼه زیاتوي په افغانستان کې د پاچا له مړینې وروسته نوی واکمن تل په اتومات ډول مشر زوی نه ټاکل کېده؛ بلکې د شاهي کورنۍ له زامنو څخه یو د واک لپاره غوره کېده.

*** پایله

د ملکې ثریا طرزي دا مرکه د ۱۹۲۸ کال د افغانستان د اصلاحاتي او عصریتوب دورې له مهمو مطبوعاتي اسنادو څخه ګڼل کېږي، په دې مرکه کې هغې ځان یوازې د پاچا د مېرمنې په توګه نه، بلکې د ښځو د تعلیم، ټولنیز بدلون، د افغانستان د عصري کېدو او د پرمختګ د پروژې د یوې فعاله ملاتړې په توګه معرفي کوي.

د کابل د نجونو مستورات ښوونځي، د ښځو د ازادۍ، حجاب او د افغانستان د بهرنیو اړیکو په اړه د هغې څرګندونې دا مرکه د افغانستان د معاصر تاریخ او د ښځو د اصلاحاتي غورځنګ د مطالعې لپاره یوه ارزښتناکه لومړنۍ سرچینه ګرځوي.

** سرچینې

۱ـ اصلي مطبوعاتي سرچینه؛ شیکاګو ټریبیون امریکايي ورځپاڼه، کال ۱۹۲۸.

۲ـ د همدې مرکې معاصر بیاخپروونکي؛ ایوننګ سټار ورځپاڼه، ګڼه ۱۹۸۲۸ نېټه ۲۹ مارچ ۱۹۲۸ کال، پاڼه ۴ مخ، ډیجیتلي ارشیف، د نیوزیلنډ ملي کتابتون

۳ـ  پاورټي بې هېرالډ ورځپاڼه، نېټه ۳۱ مارچ ۱۹۲۸ کال، ټوک ۵۴ او ګڼه ۱۶۶۱۶ مه،  ډیجیتلي ارشیف، د نیوزیلنډ ملي کتابتون، همدا راز د پېپرز پاسټ تاریخي اسنادو او ورځپاڼو ارشیف.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زینت امان د خپل دوهم واده ترخې تجربې بیان کړې

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۹ مه) د هند مشهورې فلمي ستورې زینت امان له خپل دوهم مېړه مظهر خان سره د ګډ ژوند...