چهارشنبه, جون 26, 2024
Home+د قرغیز لیکوال چنګيز آيتمايتوف تلین

د قرغیز لیکوال چنګيز آيتمايتوف تلین

له نن څخه ۱۶ کاله پخوا د ۲۰۰۸ م کال جون په ۱۰ مه د روسيې ټولو خپرونو، آژانسونو اوتلويزونې خپرونو خپلې خپرونې په دې خبر پيل کړې:

«پېژندل شوی ليکوال چنګيز آيتمايتوف ژوند تاسو ته در وباخښه. هغه نهه اويا کاله عمر وکړ.»

چنګيز تورکوليويچ آيتمايتوف د شوروی اتحاد کې په پنځلسو جمهوريتونو کې د خپل ځانګړي استعداد او هنری خلاقيت له برکته وکولای شول د ستر نوم او د بې ساری هنري فرهنګي وياړونو خاوند شي.

دغه نوميالي قرغیز ليکوال د سپينې بېډۍ،د جميلې او لومړي ښوونکی د داستانونو په ليکلو سره نه يوازی په قرغزستان،په شوروی بلکې نړيوال نوم وګاټه.

چنګيز آيتمايتوف د ۱۹۲۸ کال د دسمبر دمياشتې په ۱۲ د قرغیزستان په يوه کليواله سيمه کې پيدا شو.

که څه هم پلار يې ستر کمونست او د قرغیزستان د کمونست ګوند د مشرتابه غړی و،خو د ستالين له خوا په ۱۹۳۷ کال کې د کمونستانو په منځ کې د خپل او پردی د سياليو په شخړه کې يې خپل دريځ له لاسه ورکړ.

هغه لا د لسو کالو وچې پلار يې زندان ته لاړ او کال وروسته اعدام شو او ده د ژوند سختيو ته مخه کړه.

مور ی يې به خټه تاتاره او نعيمه خزييفنا نوميده او دخپل وخت د تياتر لوبغاړې وه.
د هغه ټول ليکل شوی ژوند ليکونه په دې ټينګار کوی چې هغه لا په تاند زلميتوب کې،په څورلس کلنۍ کې په کار پيل وکړ او خپله ډوډۍ يې خپله ګټله.

دغه ټولنيز شخصيت،ليکوال،دولتي چارواکی د شوروي او وروسته د نوي خپلواک قرغزستان يو نوميالی چارواکی پاتې شوی او خپل ټول ژوند يې خپلو خلکو او هنري تخليقي ژوند ته ور وباښه.

د سيمه ييز ښوونځی تر پای ته رسولو نه وروسته یې به کرهنيزه انستيتوت کې زدکړې پيل او په ۱۹۵۳ کال کې يې پای ته ورسولې.

هغه دژوند په پوهنتونو کې زدکړې وکړې او وروسته په ۱۹۵۶ کال کې يې د شوروی د ليکوالو دټولنی په” ماکسيم ګورکي” نومي انستيتوت کې د ليکوالۍ ځانګړې زده کړې هم پای ته ورسولې. هغه په ۱۹۶۳ کال د ښه ليکوال په نامه د لينين جايزه ، او (1968, 1977, 1983), کالونو کې يې درې ځله نورې دولتي جايزې وګټلې.په ۱۹۷۸ کې يې د سوسياليستی اتل وياړ وګاټه او د شوروي د مرکزي کمونست ګونډ غړی و.

ښاغلی آيتمايتوف د قرغیزستان د علومو اکادمی اکادميسين،دقرغزستان د کمونست ګوند د مرکزي کميټې غړی،له ۱۹۵۳-۱۹۵۶ پورې د قرغیزستان د ادبياتو دمجلې مسوول مدير، په همدې موده کې هممهاله په قرغزستان کې د پراودا د ورځپاڼې ځانګړی خبريال و.

دهغه لومړنی داستان چې جميله نوميده،هغه ته شهرت او بې سارې پيژندګلوی ور وبښله.
دهغه دآثارو يوه ځانګړې ځانګړتيا په دې کې وه،چې هغه د کوډګر رياليزم تر ټولو نه غوره بېلګه وه.

د افسانو روح او نننی ژوند د رښتينی زړی يو ځای کول او ښکلو توروکې د هغو اميل کول د هغه تر ټولو نه ستر راز و.

د هغه مورنۍ ژبه قرغيزی او دوهمه ژبه يې روسي وه.په دواړه ژبو يې لوستل او ليکل کول او دده په وينا دواړه هغه يې د تفکر ژبې وې.

چنګيز د ختيځ ټول د درناوی روح د لوديز هغه سره ونغښت او دهغو له خواږه معجو ن نه يې خپل، هغه نه هېريدونکی آثار وليکل چې دشوروی په ميليونو نو و ګړی يې د لوستلو لېواله وو او دي.

همينګوی هغه دخپلې خوښې د ليکوال په نامه ياداوه.

هغه د ليکوالۍ تر څنګ د شوروی د ملی شورا غړی او د شوروی او قرغزستان د هېوادونو ديپلومات و.

سره له هغه چې هغه له روسی او قرغزی نه پرته په بله ژبه نه پوهېده او نه غږيده ، په فرانسې،لوکزامبورګ،هالند او بلجيم کې دخپل هېواد دسفير په توګه دندې تر سره کړې وې.

ويل کېږی چې د ژوند تر پایه يې د موتر چلول او په کمپيوتر کار کول زده نه کړل.

دهغه آثار:
۱-جميله ۱۹۵۸
۲-لومړی ښوونکی،۱۹۶۲.
۳-مخه ښه ګلسارا،۱۹۶۶.
۴-سپينه بېډۍ،۱۹۷۰.
۵-زخمی زاڼي،۱۹۷۵.
۶-هغه ورځ چې تر پېړۍ نه اوږه ده،۱۹۸۰.
۷-د جلاد تخته،۱۹۸۶.
۸-کله چې غرونه نړېږی،۲۰۰۶.
۹-د اوښ سترګې.
۱۰-مورنی ډاګونه.
او نور نور.

د روسیې نامتو ليکوال ميخايل والیر د هغه په اړه وايي:

((هغه لا په ځوانۍ کې که په کلاسيک بدل شو او دهغه د آثارو لوستل د شوروی روښان اندو لپاره تر ټولو د خوښې او هرو مرو لوستنې آثار وو دغه ليکوال زياته کړه :له چنګيز ايتمایتوف سره مخه ښه،موږ يو ځل بيا له خپل پخوانی فرهنګ، دهغه ستر فرهنګ له میراث سره مخه ښه کوو چې د شوروی له سترو ښيګڼو نه موږ ته پاتی وو.))

۲۰۰۸ کال په قرغزستان کې د ایتمایتوف د کال په نامه لمانځل کېږي،خو داسې بريښي چې دهغه ناپببره د قرغزستان دخلکو دغه فرهنګي کال،دهغو لپاره د چنګیز په نړیوال کال بدل کړ.

هغه د هند،ترکيې،امريکا،جرمنی،جاپان،روسيې خورا غوره هنري فرهنګي جايزې خپلې کړې وې.

دا نوميالی قرغزی ليکوال په دوو ژبو قرغزی او روسی ژبو ليکل کول.دهغه ليکنې څه کم په ټولو بهرنيو او له هغه ډلې نه په پښتوژبې هم ژباړل شوی دی.

که څه هم ده لا په پوهنتون کې زدکړې کولې چې د قرغزستان په مجلو او خپرونو کې يې ليکنې را پيدا شوې،خو هغه ته نه يوازی سيمه ييز بلکې نړیوال شهرت د هغه لومړنی ناول چې جميله نوميده ورپيرزو کړ.

دده دغه اثر په ۱۹۵۸ کال خپور شوی و،په همدې نامه خورا ښکلی فلم هم ترې جوړ شوی دی.

ما دغه اثر د اتياووم کلنو په اوږدوکې په پښتو ژبه لوستی و.

د کره کتونکو د وينا له مخې چنګيز ايتمايتوف په خپلو ليکنو کې د ژورو انسانی روحی –ټولنيزو ستونزو شڼنې ته پام ور اړولی و.

دهغه اتلان د ورځنی ژوند خورا ساده خلک،ساده سپېڅلی،په کار او زيار کې ډوب،په زړه پاک او ټولو ته په در ناوي کتنې، وګړي دي.

دغه اتلان په احساساتو،،تلوار،ګبڼۍ خو په ډاډ ولاړ دي.دهغه اتلان زياتره لومړی سړی له خولې نکل کوي او کره کتونکي دا هغه دنثر بله غوره ځانګړتيا ګڼي.دده دلکنې جملې خورا لنډې خو تل له ژور خيال نه ډکې دي.

هغه په خپلو لمړيو دوه داستانونو جميلې او لومړی ښوونکی،کې وکولای شول د ژوند رښتينی خوند و نغاړی او په نورو هغو کې يې په بې ساره هنري بڼې،په کوډګرو تورو او کلماتو انځور کړي.

په دې ليکنو کې ،سره له هغه چې اتلان له خپلو روحی او په ګوګل کې پرتو زورونکو ستو نزو سره لاس او ګريوان دي خو بيا هم دښکلا اوخوښې شبنم واوری،هغه شبنم چې په لوستلو یې د لوستونکې د خيال په لمر وهلی بڼ، د تاندوالی وږمه راخوروی.

په دې ليکنو کې د اتلانو د زړه خبرې او ځانسره راز او نياز د ليکوال په ويناوو بدلېږی.
به رښتيا هم دهغه د نننی ژوند زړی او د هغه جرړې،ټول او ټول د هغه په ولس کې نغښتې دی.

دهغه په ليکنو کې د فکلور ستره اغيزه او ونډه خپل اغيز ښندلی او د هغه د ولس مينه ناکې سندرې او ولسې افسانې په کې په خاموشه ژبه سندرې غږوي.

هغه په خپلې يوې مرکې کې ويلي و:

مينه دده لپاره تر ټولو نه غوره او پياوړه ژوند بښونکی قوت دی او دهغه په ليکنو کې انسان سره دليکوال بې پايه مينه له ورايه څرګنده ده.

د قرغزی او روسی ادبياتو دغه نه هېريدونکی کلاسيک چې ميليونونو وګړو په ټوله نړې کې د هغه له ليکنو خوند اخيست،په خورا سادګۍ کولای شول هر زړه ته لاره آواره کړي.
تاتار ليکوال راويل بخارايوف وايي:

دهغه پلارنې نه،دهغه دنياګۍ،هغه نه او دنياګې چې دی په کې اوسيده،دا د غرنی قرغزستان افسانوی غرونه او اسطوروی فکلور او دهغه کيهان او طبيعت و…ځکه اسطورې په خپله په ورځنی ژوند کې د اسطورې نغښتل او انځورول دی او په دې برخه کې هغه بې جوړې استاد و.

د چنګيز به اړه د هغه ازبکی سيال وايي:

“چنګيز چې پلار يې يولوړ پولی چارواکی و،ملت سره دخيانت په نامه اعدام شو او دی دې وخت کې نهه کلن و.زموږ ليکوال خپل احساسات د سپينې پاڼې په توګه وساتل او وروسته يې بيا پر دغې سپينې پاڼې ځان انځور کړ.”

دهغه آثارو د شوروي ټولو اولسونه،دقام،عقايدو،عمر او جنس ،هنري ذوق او ټولنيې دريځ `د توپير نه پرنه دټولو دخوښې او هنري تندې د ماتولو آثار وو.دهغو تر ټولو غوره ځانګړتيا دهغو ژور او فريادي ليريزم و،چې ټول يې لاندې كول،د ټولو زړونو ته يې لاره موندله او له هنري بيلابېلو لارو نه پرته يې ټول دده لارې ته ورسيخول.

هغه به ويل هر ليکوال، دې برخليک سره مخامخ دی چې خپل يو اثر به نيمګړی پرېږدی.
يو بل ستر ليکوال يادونه کړې ده:

هر ښه هنرمند هېڅکله خپل تر ټولو ښه اثر ليکلی نه شی.

د روسې يوبل ستر ليکوال وايي:

“دابه قسمت غوټه کړې وی چې د هغه وروستی رومان “غرونه نړيږی” نوږی په رښتيا هم غر و نړيده.دا هغه ليکوال و چې ټولو پېژانده، يوازې اوس چې هغه له موږ نه لاړ ،هغه وخت چې دهغه د کلی غرونه د هغه د هنر له لارې زموږ لپاره ګران او خپل و،هغه هېواد ونړيده،له منځه لاړ،هغه غرونو هم له موږه نه تللی او مرور شوي دي،هماغسې چې موږ دغه ليکوال نه لرو، کېدای شی بيا به دغه شان ليکوال و نه لرو.موږ به نور ليکوال پيدا کړو او پيدا کړی مو دي،خو چنگيز به بيا پيدا نه شی.”

خو خبره په دې کې ده چې د تاريخ هغه پاڼه چې د قرغز،روس او اروپايي ادبياتو سپړنه وکړی د تل لپاره وتړل شوه.

دهغه د”سپينې بېړۍ” رومان داسې پيل کېږي:

هغې دوې افسانې لرلې:يوه د هغه خپله افسانه چې هېڅوک ترې خبر نه و او بله هغه چې بابا به یې ورته ویله او وروسته يوه هم پاتې نه شوه.

هوکې هغه لا خپله افسانه موږ ته ويلې نه وه.هغه خپله چې يوازې دی پرې پوهېده.

خو د سپينې بېړۍ د رومان په لوستلو،هغې نا ويل شوې افسانې ډېرې نښې مونداي شو.
هيله لرم چې يوڅوک هغه له روسي متن نه وژباړي.

1 COMMENT

  1. د زاڼو وختي راتګ ښه فال دی
    ناول
    چنګېز ایتماتوف

    دا ناول د رادوګا موسسه له خوا په پښتو ژبه ژباړل شوی او خپور شوی دی
    نوموړی ناول په خوږه پښتو او خواږه نثر ژباړل شوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب