تاند (سې شنبې، د غبرګولي/ جوزا ۲۰ مه) د افغانستان د طالبانو د حکومت یو جګپوړی پلاوی د ازبکستان د پانګونې په ۴م نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره ازبکستان ته تللی دی. د صنعت او سوداګرۍ د وزیر، نورالدین عزیزي، په مشرۍ په پلاوي کې د ېالبانو د اسلامي امارت د شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمدجان بلال ملګری دی.
دا سفر د ازبکستان په رسمي بلنه کېږي او هدف یې د دواړو هېوادونو تر منځ د پخوانیو ناستو د پرېکړو او ژمنو عملي تعقیب دی.
د کنفرانس په ترڅ کې، د افغانستان پلاوی تمه لري چې د ازبک چارواکو او د نورو هېوادونو له استازو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړي. د ېالبانو حکومت هڅه کوي چې له نړیوالو شریکانو سره همکاري نوره هم پیاوړې کړي او د هېواد په اقتصاد کې پانګونه راجلب کړي.
تمه کېږي چې د دې کنفرانس پایلې به د افغانستان او ازبکستان تر منځ اړیکې لا نورې ټینګې کړي او په بېلابېلو برخو کې به د راتلونکو همکاریو لپاره زمینه برابره کړي.