که څه هم د اوبو بحران یو نړیوال، جدي او مخ پر زیاتېدو ګواښ دی؛ خو ویل کېږي تر ۲۰۲۳ زېږدیز کال پورې به کابل د هغو عصري ښارونو په سر کې وي، چې اوبه پکې په بشپړه توګه وچېږي.
کابل لومړنی ښار نه دی، چې ښايي له داسې بحران سره مخ شي، بلکې تر دې مخکې په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې د سویلي افریقا کیپ ښارګوټی د نړۍ لومړنی ښار و، چې اوبه پکې وچې شوې. ورپسې په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې د هند په چینای ښار کې د اوبو لویې زېرمې وچې شوی او ښاریان یې په ساعتونو د پنځه لېترو اوبو اخیستو لپاره په قطار کې ودرول.
په کیپ او چینای کې د اوبو بحران څنګه مهار شو؟
په پورته یادو ښارونو کې پر اوبو سخت محدودیتونه ولګېدل، عامه پوهاوی زیات شو، د باران اوبو زېرمهتونونه فعال شول، د بېګټې صنعتي فعالیتونو اوبه کمې یا بېخي وګرځول شوې او د اوبو د بیا تصفیې سیستمونه فعال شول.
که فکر وشي، د کابل اوسېدونکو ته تر پورته ټولو چارو دا اسانه ده، چې د اوبو په لګښت کې کمی راولي.
د کابل اوسېدونکي څنګه د اوبو بحران مخه ونیسي؟
اوبه هېڅوخت د بدیل په توګه مه کاروئ!
یوه ورځ چا ډېره ښه جمله لیکلې وه وای:
«آب جارو نیست.»
په کابل کې د جایدادونو ځینې مالکان په ورځ کې څو ځلې د پاکو اوبو تر ځمکې لاندې زېرمه تشوي. دوی د خپلو درې څلورو موټرونو د مینځلو ترڅنګ ټوله کوڅه په پاکو اوبو مینځي. سره له دې چې په څو مترو کې پراته ګاونډیان یې د څښاک اوبه نه لري.
د جامو مینځلو په وخت کې کمې اوبه وکاروئ!
د کابل ښار هوا ته په کتو ښایي هر ښاري په اوونۍ کې درې یا تر هغې زیاتې جوړې خیرنې کړي. که ټول نفوس وشمېرو او بیا یې په درې کې ضرب کړو ډېر شمېر کېږي. که د هرې جوړې مینځلو لپاره پنځه لېتره اوبه مصرف شي په میلیونونو لېتره اوبه مصرفېږي. همداراز ډېرې کورنۍ په څو میاشتو کې یو ځل د کور ټول توکي مینځي. دا چارې د دې ترڅنګ چې نورې پاکې اوبه چټلوي د اوبو مصرف هم زیاتوي. باید هر وګړی دې چارې ته پام وکړي او تر خپله وسه اوبه وسپموي.
د کور د پایپونو او اوبو سیستم جوړول
که ستاسو په کورونو کې د اوبو پایپونه مات یا سوري وي، ترمیم یی کړئ، دا سره له دې چې ستاسو کورونه له نم او نورو تاواونو ساتي اوبه مو هم سپموي.
اړوندو ادارو ته شکایت
که ستاسو ګاونډیان بېدرېغه اوبه مصرفوي، دا ستاسو د راتلونکو څو کلونو په حق ښکاره تېری دی. اړوندو ارګانونو ته شکایت وکړئ، چې د یادې چارې مخه ونیول شي.
څومره چې هر ښاري د ورځې اوبه وسپموي، هغومره له اوبیز بحران څخه لېرې کېږو.
باید ووایم، چې د داسې بحرانونو په مهارولو کې تر ټولو ستر مسئولیت د حکومتونو وي، چې دا بیا بېل بحث دی. د حکومت له خوا د اوبو غیرقانوني څاګانې بندېدل، د ملي بندونو، سیندونو او پایپلاین پروژو علمي کول، عامه پوهاوی، د باراني اوبو مهارول، داوبو بیا تصفیه او داسې نورې چارې د اوبو راروان او اټکل شوی بحران په ښه توګه مهارولی شي.
خدای دې نور زموږ دا بېکمالي ختمه کړي، چې د مرحوم صاحب شاه صابر په خبره؛
له صدو نه د سیندونو خوا کې اوسو
خو زموږ فصلونه اوس هم په باران دي.