شنبه, جولای 12, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپاکستان د هند په پوله کې لا هم د افغان سوداګرو ...

پاکستان د هند په پوله کې لا هم د افغان سوداګرو ۱۱ لاریو ته د اوښتو اجازه نه ده ورکړې

تاند (سې شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۰ مه) سره له دې چې د هند او پاکستان ترمنځ له شخړې وروسته د تیرې میاشتې په ترڅ کې تر ۱۵۰ زیاتو باري موټرو ته د اتاري-واګې له سرحد څخه د هند لور ته د اوښتو اجازه ورکړل شوه، اوس هم ۱۱ ګاډي د پاکستان په خوا کې د واګې سیمې ته نژدې بند پاتې دي.

په امرتسر کې د وچو مېوو مشهور سوداګر موکش سدهواني وویل: «دا لارۍ د اپرېل په ۲۳ نېټه وروسته له هغه هلته پاتې شوې چې د پاهلګام له ترهګر برید وروسته، د اتاري-واګه سرحد تړل شوی و. ډېری لارۍ یا خو بیرته وګرځېدې یا هند ته واوښتې، خو دا ۱۱ ګاډي لا هم بند پاتې دي.»

سدهواني وویل: «دا ګاډي چې وچې مېوې پکې بار دي، په واګه کې د رسمي بند پاتې شوو ګاډو په لیست کې شامل نه دي. داسې ښکاري چې کومه تخنیکي تېروتنه شوې ده او دغه ګاډي له رسمي شمېرې پاتې شوي دي. اوس د پاکستان حکومت له افغان چارواکو څخه اړوند اسناد غواړي.»

هغه زیاته کړه: «دا لارۍ نیمه زیان‌میندونکي توکي لري. د ځنډ له امله مالي تاوانونه ورځ تر بلې ډېرېږي. د موټرو خاوندان دا وسایط بل ځای ته نه شي استولی، او چلوونکي په پوله کې بند پاتې دي.»

هند د اپرېل د ۲۲ نېټې له ترهګریز برید وروسته د می په ۷ نېټه د پاکستان پر ضد د «سِندور عملیات» وکړل.

1 COMMENT

  1. ولي چین خو تور پنجاب او طالب سره کینول سي نور به د یو بل تجارت خڼډ نه کیږي. نو چیرې ده موټکی سي پنجابي ته ووایی سي په خپله ژمنه ودریږه ؟ تور دجال تور د جال او طالب یې همداسي تر سحر لاندي وده ده. 😔

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

فکر دې ورغوه کتاب چاپ شو؛| حضرت عثمان نوري

زموږ ذهنونه کله کله ستړي، کله نا کله ګډوډ او ډېری بدمرغه وخت خو لا ناسمې لارې هم وي؛ په دې کې بیا ډېر...