شنبه, جولای 12, 2025
Homeخبرونهپه کابل کې د داعش یو مهم مرکز له منځه وړل شوی

په کابل کې د داعش یو مهم مرکز له منځه وړل شوی

تاند (سې شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۰ مه) د طالبانو حکومت ته یوې نژدې رسنۍ «المرصاد» د امنیتي سرچینو په حواله خبر ورکړ چې پرون امنیتي ځواکونو په کابل ښار کې د داعش خراسان ډلې پر یوه پټنځای پراخ عملیات وکړل.

تېره شپه سیمه‌ییزو سرچینو وویل، دا عملیات د کابل ښار په ۱۵مه ناحیه کې د «قصبې» په سیمه کې، چې د کابل هوايي ډګر ته نژدې ده، شوي او د سپکو وسلو د ډزو او پرله پسې چاودنو غږونه له سیمې اورېدل شوي دي.

د دې عملیاتو په ویډیوګانو کې چې رسنیو خپاره کړي، لږ تر لږه د داعش خراسان ډلې د یوه غړي جسد لیدل کېږي چې د ودانۍ په کنډوالو کې پروت دی. بله ویډیو بیا د یوه خوب خونې په المارۍ کې ډېرې پیسې لیدل کېږي چې د داعش غړو هلته پټې کړې وې.

سرچینې باور لري چې دا کشف ښايي په دې ځای کې د داعش خراسان ډلې د یوه مهم مشر یا کلیدي څېرې د اوسیدو ښکارندوی وي. سره له دې، د وژل شویو یا نیول شویو کسانو بشپړه پېژندنه لا هم روانه ده.

د طالبانو حکومت امنیتي چارواکو تر دې دمه په رسمي توګه د دې عملیاتو جزئیات نه دي خپاره کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر «امیرخان متقي» د تېر کال په غبرګولي میاشت کې پرته له دې چې کوم ځانګړی هېواد په ګوته کړي، ویلي و چې درې ګاونډي هېوادونه په سیمه کې د داعش ډلې لپاره زمینه برابروي.

هغه ویلي وو: یو هېواد د داعش لپاره بشري ځواک برابروي، بل هېواد یې روزنیز پروګرامونه پر مخ وړي او درېیم هېواد بیا د دې ډلې ترهګریز بریدونه همغږي کوي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، داعش خراسان په افغانستان کې یوه جدي امنیتي ګواښ ګڼل کېږي. خو داسي ښکاري چې د ېالبانو حکومت تر ډېره توانېدلی چې د دې ډلې د بریدونو مخه ونیسي او ځینې مهمې کړس یې شنډې کړي. همدا دلیل دی چې دا ډله د طالبانو د واک ته رسیدو د لومړي او دوهم کال په شان بریدونه نه شي کولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

فکر دې ورغوه کتاب چاپ شو؛| حضرت عثمان نوري

زموږ ذهنونه کله کله ستړي، کله نا کله ګډوډ او ډېری بدمرغه وخت خو لا ناسمې لارې هم وي؛ په دې کې بیا ډېر...