تاند (سې شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۰ مه) د امریکا ولسمشر په افغانستان کې د خپل هیواد د شل کلنې جګړې پر څرنګوالي او د امریکايي ځواکونو پر وتلو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې دا جګړه داسې اداره شوه لکه چې د بریا لپاره یې د چا هیڅ نیت نه و او د بایډن ضعیف مدیریت د دې ماتې سبب شو.
«ډونالډ ټرمپ» د دوشنبې په ورځ (غبرګولي ۱۹ مه) په سپینه ماڼۍ کې «په امریکا کې پانګونه» تر سرلیک لاندې یوې غونډې ته په خبرو کې یو ځل بیا په افغانستان کې د امریکا پر پوځي تګلارو نیوکه وکړه او هغه یې «ډېرې خواشینوونکې» وبللې.
ده وویل، امریکایي ځواکونو په افغانستان کې داسې جګړه وکړه لکه چې نه غواړي بریالي شي.
د امریکا ولسمشر د افغانستان د جګړې د ماتې پړه په ځانګړي ډول د جو بایډن پر حکومت واچوله او ویې ویل: «نه نړۍ او نه بل څوک موږ ته ماتې راکولی شي که سمه رهبري ولرو. خو کله چې احمقان پر واک وي، پایله یې همداسې وي.»
هغه د افغانستان د جګړې په تړاو وویل چې «دا جګړه کیدای شوه اسانه وي خو زموږ د جګړې طرز ډېر ضعیف او مضحک و.»
ټرمپ د افغانستان په جګړه کې شامل امریکايي جنرالان بېکفایته او ضعیف وبلل.
ده ادعا وکړه چې اوس یې د امریکا وضعیت د ښه کېدو خوا ته روان کړی او زیات شمېر ضعیف جنرالان یې لرې کړي دي.
د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې، د ۲۰۲۱ د فبرورۍ په پای کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو تړون له طالبانو سره لاسلیک شو. په دې تړون کې ظاهراً امریکا یوازې دا غوښتنه کړې چې طالبان به د افغانستان خاوره د امریکا او لویدیځ پر ضد نه کاروي او له افغانستان څخه تر وتلو پورې به طالبان پر امریکايي پوځیانو برید نه کوي.
تر ترومپ به بل احمق څوک وي؟ که څه په امریکا کې له ککرۍ یوه هم کار نه ده اخیستی یوازي د پیسو په زور. هغه ترومپ نه وه سي په چټکي یې له افغانستانه پښې یستلې ؟ څوک وه سي برادر ته یې عبدل ویل ؟ همدغه بې مغزو سوډر ترمپ. څوک وه سي په افغانستان کې یې د بمونو مو وغورزول ؟ دا ددغې سترې خاورې برکت ده سي هر زورور پکې ماته خوړلې.وروسته د افغانستان له ازادي سي فرنګیان ستر افغان ولس د ستر ځوان غازي مجاهد اتل امان الله خان په سر قومنداني فرنګیان وشړل او افغانستا یې ازاد کړ. خو فرنګي خنزیر خپل رانه هغه وخت واخیستل د ملا په جامه کې یې فرنګیان او داخلي فرنګي ملایان او سوډر بغدادي پیران یې د امان الله خان په ضد راپورته کړل. بس فرنګي بیا د همدغو جاهلانو مجاهیلینو داړې جوړې کړې. مجاهلینو افغانستان ازاد نه بلکي کڼډواله او دبدبختي کندې ته واچول.طالب هم افغانستان ازاد نه بلکي د تور فرنګي پنجاب په خوله کې ورکړ. له ستر غازي امان الله خانه وروسته بیا جګړې د افغانستان د وراني او د یوه او بل په لاس مستعمره کړ.