شنبه, جولای 12, 2025
Homeخبرونهمجاهد: د سیاسي ملاحظو له کبله حکومت لا هم سرپرست دی

مجاهد: د سیاسي ملاحظو له کبله حکومت لا هم سرپرست دی

تاند (سې شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۰ مه) سره له دې چې د طالبانو د واک ته رسېدو څه کم څلور کاله وځي خو د دوی حکومت لا هم سرپرست دی. په دې اړه د ډېرو افغانانو ذهن ته پوښتنې راګرځي خو طالب چارواکي بې زغرد ځواب نه وايي.

د طالبانو ویاند د دوشنبې په ورځ اریانا تلویزیون د وزیرانو ته په دې اړه څه نا څه توضیحات ورکړل.

ده د کابینې د سرپرست پاتې کېدو په اړه وویل چې د ځینو سیاسي ملاحظاتو له امله، د دوی حکومت د سرپرستانو له خوا اداره کېږي. هغه د کابینې د لنډمهالۍ په اړه نور جزئیات ورنه کړل. مجاهد څرګنده کړه چې د طالبانو وزیران سره له دې چې سرپرستان دي، له ټولو صلاحیتونو برخمن دي.

د طالبانو د حکومت ویندوی آریانا نیوز ته همداراز وویل چې سرپرستي د افغانستان او د نظام په ګټه ده.

مجاهد زیاته کړه چې د دوی وزیران له بشپړو واکونو برخمن دي او سرپرستي د دوی د واکونو د اخیستلو په معنا نه ده.

هغه ټینګار وکړ: «د اسلامي امارت مشرتابه وزیرانو او د ادارو مسوولانو ته بشپړ واکونه او صلاحیتونه ورکړي چې په ادارو کې د قانون په چوکاټ کې تطبیقېږي.»

طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، خپله اداره او کابینه د سرپرست په توګه اعلان کړه او ویې ویل چې له بیا ارزونې وروسته به دايمي حکومت جوړ کړي. خو له څلورو کلونو وروسته، حکومت لا هم د سرپرستانو په وسیله اداره کېږي.

1 COMMENT

  1. دا دومره لفاظی او میان تهی ځوابونه ثابتوی چي په الهی حساب و کتاب باور نلری او ـ والآخرت خیر و ابقی ـ ته څه نه پریږدی ؛ سیاسی ملاحظی مهمی دی که شرعی ملاحظی ؟
    اوس خبره د خوراک ، انحصار ، جیب او خیټه ډکول دی لکه پیشو اوس غوشې پیدا کړی ، خوله یی ورباندی خښه کړی ،په آسانۍ یی نه پریږدی تر څو له ستونی و نه نیول شی
    خلاصه دا د نعمتونو د شُکر ،عاقلانه او انسانی طریقه نده،ملی خدمات ،ظرفیت ، تخصص او ملی حمایت غواړی د ۴۰ میلیونو لپاره ،تقریبا ۱فیصد مبتدی طالبان هیڅ هم نشی کولی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

فکر دې ورغوه کتاب چاپ شو؛| حضرت عثمان نوري

زموږ ذهنونه کله کله ستړي، کله نا کله ګډوډ او ډېری بدمرغه وخت خو لا ناسمې لارې هم وي؛ په دې کې بیا ډېر...