د اختر په ورځو کې د پارکونو خبره ښکته- پورته کېده. ریښتیا هم یوساعت تفریح کول، پارک لرل او پارک ته تلل معقوله غوښتنه ده.
عموماً پارک هغو ونو، چمنونو او ګلانو لرونکې شنې تفریحي ساحې ته وایو چې د تازه هوا او د قدم وهلو لپاره خلک ورځي. د سنجول شویو نقشو له مخې جوړ شوي ښارونه د هرو څو لوېښتو- پنځوسو کورنو ساحه کې اقلا د دوه هکتارو یا له هغه پراخ یو پارک چې دماشومانو د لوبو ځای، فرعی سړکونه، چمنونه او د ګلانو او زینتی بوټو لرونکي وي، لري. کابل کې پخوا زرنګار پارک، تیمورشاهی پارک، د پروان مینی دبهارستان پارک، دنوي ښارپارک، دخیرخانې پارک یې مثالونه وو. اما ملی پارک جلا مانا لري. داختر ورځو کې یو ورورفیسبوک کې د نورستان د ولایت او ښاروالی یو ټکټ خپور کړی و، شکایت یې کړی و چې بیه یی ورته ګرانه(۲۰۰ افغانۍ) ټاکلی ده. په تکټ دوه ځایه ملی پارک لیکلی و:
د نورستان ولایت ملی پارک!
د ملی پارک ټکټ( ) افغانۍ
که یواځې د پارک نوم وای پروا نه وه، اما پارکونه او پارک ته تګ وړیا وي. ژوبڼ ټولوهېوادو کې ټکټ لري، خو د علمی څیړونکو او ځینې وخت یواځې د وترنری ساینس د محصلانو لپاره وړیا یا تخفیف لري. تفریحی پارکونه هیڅ ځای تکټ نه لري. تر دې هم د اندېښنې خبره داده چې لا هم موږ ملی پارک نه پېژنو، تر دې هم بدتره د خپګان خپره داده چې (ملی پارک آن د یو ولایت مقامات نه پېژني!!
دغه راز د اختر په ورځو کې مو دپکتیا د ځاځی اریوب د ښکلی منظری عکسونه ولیدل چی ګڼ شمېر هیوادوال مو هلته ورځي او د پارک په نوم تفریح بکې کوي، خو دوی هوښیار خلک دي، دملی پارک نوم یې نه دی ورکړی، صرف (دځاځي اریوب پارک) یې بولي. دې کې ستونزه داده چې ورتلونکی به ټکټ کوی د هیڅ free riding امکان یې پکې نه دی پریښی. ریښتیا چې دوی کاروباری او بزنس کوونکی خلک دي!!
ملی پارک( National Park) هغه پراخه حفاظت شوې رسماً ښودل شوي ساحات دي چې د ځانګړی بایوم، کمیابه ورایټیو، ژویو- بوټو په لرلو سره ځانګړی طبیعی- بیولوژیکی ارزښت لري. ملی پارکونه چې ځانګړي بوټي، ونې او وحشي ژوي لري او د خاص طبیعي یا کلتوري ارزښت څخه برخمنې وي، د بیولوژیکی بانک په توګه هم ارزښت لري. ملی پارک کې ګرځېدل، اور لګول، لوګی کول، د ترانسپورتی وسایلو وروستل، ښکار، قدم وهل او نور داسې حرکات چې طبیعت کی د مداخلې په مانا وي قطعاً منع دي. موږ پنځه دا ډول محلات د ملی پارک په نوم لرل: آجر دره، دهغې د ځانګړی غژګاو له امله چې ۱۳۵۵ل. کال کی صرف ترڅلوئښتو پورې شمېرل شوي وو، د غزنی د ناور ډنډ د ځانګړو الوتونکو له امله، پامیر(خصوصاً د واورین پړانګ او مارکوپولو له امله)، دنورستان ځنګلونه د وحشی چرګانو او بیزوګانو له امله. په پام کی وه چې قول حشمت خان او یو څو نورې سیمې هم په دې لست کې شاملې شي، خو د قول حشمت خان نیزار او اوبه کمې او ورورو یې ساحه تنګه شوه، نور ساحات د حالاتو د خرابېدو له امله پوره مطالعه نشول او موضوع پاتې او هېره شوه.
په دې توګه د نورستان مقامات دې ځیر شي دغه کوم ځای چې خلک تفریح ته ورځي پارک دی، خو ملی پارک نه دی. ملی پارک وپېژنئ او ویې ساتئ. افغانستان کې یوویشتیمه پېړۍ کې دا حال دی. چې نه وایم له غمه یې وایم.
دا په ایران کې د یوه ملی پارک یوه څنډه ده چې د هغی د محفوظ ساتنې، په هغه کې د مارانو، ژویو او ناڅاپي يېښو سره د نه مخامخ کېدو او د طبعی حالت د ساتنی په خاطر ورتګ، ښکار، ګرځېدل او تخنیکی فعالیتونه منع دی. هر هېواد پېژندل شوی او تعریف شوی پارکونه لري.