تاند (دوشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۹ مه) د قزاقستان ولسمشر «قاسم جومارت توقایف» په یوه یادښت کې چې «هیل» خپرونې ته یې لیکلی، له طالبانو سره د واقعبینانه تعامل پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان انزوا د منځنۍ آسیا د پرمختګ او ودې مخه نیسي.
هغه لیکلي: «تر څو چې زموږ یو ګاونډی هېواد په انزوا کې پاتې وي، سیمه به له خپل بشپړ ظرفیت څخه استفاده ونه کړي.»
توقایف زیاته کړې چې له افغانستان سره رغنده تعامل باید د هغو هېوادونو له خوا ترسره شي چې د سیمې شرایط او پېچلتیاوې درک کوي او د ملګرو ملتونو په همغږۍ کې فعالیت کوي.
د قزاقستان ولسمشر د خپل هېواد هڅو ته په اشارې چې غواړي افغانستان د سیمې د سوداګرۍ او انرژۍ په شبکو کې مدغم کړي، څرګنده کړې: «موږ بشري مرستې وړاندې کړې او د افغان ځوانانو د ښوونې او روزنې له پروګرامونو ملاتړ کړی دی.»
قزاقستان له هغو ګوته په شمېر هېوادونو څخه دی چې د طالبانو له واک ته ستنېدو وروسته یې له دوی سره خپلې دیپلوماتیکې او سوداګریزې اړیکې پراخې کړې دي. دغه هېواد د تېر کال په غبرګولي کې طالبان د خپل هیواد د ترهګريزو ډلو له لیست څخه وایستل.
توقایف په خپله مقاله کې دا هم ویلي چې له طالبانو سره تعامل یوازې د موجودو واقعیتونو په درک او په میداني حضور کې شونی دی، نه نړیوالو بنسټونو په لېری ناستو کې د مېزونو شاته.
له طالبانو سره په سوداګرۍ، ښوونه او روزنه او بشري مرستو کې د قزاقستان همکاري د آستانې د نوې بهرنۍ پالیسۍ یوه برخه ګڼل کېږي. رسمي شمیرې ښيي چې په تېرو درو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم ۳۲ سلنه زیات شوی دی.