شنبه, جولای 12, 2025
Homeخبرونهپه افغانستان کې لا هم ۲۸۰ نړیوالې موسسې فعاله دي

په افغانستان کې لا هم ۲۸۰ نړیوالې موسسې فعاله دي

تاند (دوشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۹ مه) د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت ویاند «عبدالرحمان حبیب» ویلي چې په اوس وخت کې ۲۸۰ نړیوال بنسټونه د سلګونو کورنیو بنسټونو ترڅنګ په افغانستان کې فعالیت کوي.

هغه زیاته کړه چې تر اوسه پورې له ۲۶۰۰ ډېر ملي او نړیوال بنسټونه په دې وزارت کې ثبت شوي دي چې له دې جملې څخه ۸۲۰ یې په ۳۴ ولایتونو کې فعال دي.

د طالبانو ویاند ټینګار وکړ چې دا بنسټونه په روغتیا، ښوونه او روزنه، ټولنیزو خدمتونو او د اقتصاد په بېلابېلو برخو کې خلکو ته خدمات وړاندې کوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوې دي چې د تیرې سلواغې میاشتې په ترڅ کې د اقتصاد وزارت اعلان کړی و چې د بهرنیو مرستو په تېره بیا د امریکا د مرستو د بندېدو په نتیجه کې د ۲۸ ولایتونو په کچه د ۵۰ نړیوالو مرستندویو بنسټونو فعالیتونه بند شوي دي.

عبدالرحمان حبیب تر دې مخکې هم د ځینو رسنیو راپورونو ته په اشارې د طالبانو د حکومت له خوا د بشري مرستو په وېش کې د مداخلې خبره رد کړې وه.

هغه ویلي و چې طالبان هڅه کوي د مرستندویو ادارو لپاره لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي. هغه په ډاګه کړې وه: د نړیوالو مرستندویو بنسټونو مرستې له پیله تر اوسه پورې د ملګرو ملتونو اړوند دفترونو له لارې او د داخلي او خارجي غیرحکومتي بنسټونو له لوري د حکومت له لاسوهنې پرته ترسره شوې دي.

د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت ویاند همداراز ویلي و: «موږ د اقتصادي پرمختګ او د بې‌وزلۍ د کمولو لپاره هڅه کوو څو د دغو بنسټونو لپاره نورې اسانتیاوې برابرې کړو.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

فکر دې ورغوه کتاب چاپ شو؛| حضرت عثمان نوري

زموږ ذهنونه کله کله ستړي، کله نا کله ګډوډ او ډېری بدمرغه وخت خو لا ناسمې لارې هم وي؛ په دې کې بیا ډېر...