Homeخبرونهد طالبانو د عامې روغتیا وزیر ایران ته لاړ

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر ایران ته لاړ

تاند (دوشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۹ مه) د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزیر، نور جلال جلالي، د روغتیا او درملنې په برخه کې پر همکارۍ د خبرو لپاره نن سهار (دوشنبې) ایران ته ورسېد.

په کابل کې د ایران سفارت په ایکسپاڼه کې تایید کړې چې دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي تعاملاتو او همکاریو د پراختیا په هدف شوی دی. سره له دې، د دې سفر د پروګرامونو یا رسمي لیدنو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

د راپورونو له مخې، د افغانستان د روغتیا وزیر به د سفر په ترڅ کې په تهران کې د ایران په نړیوالې روغتیايي نندارتون «ایران هیلت» کې هم ګډون وکړي.

په ایران هیلت نندارتون کې د افغانستان د دولتي برخې او خصوصي شرکتونو استازي، په ځانګړي ډول د روغتونونو او د درملو تولیدوونکو او واردوونکو شرکتونو استازي د ۱۲۰ بهرنیو پلاوو په ډله کې برخه اخلي. ټاکل شوې چې دوی له ایراني شرکتونو سره چې طبي وسایل، درمل او د لابراتوار وسایل تولیدوي، او همداراز له مسوولانو سره دوه اړخیزې ناستې ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...