جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپه مشهد کې د افغان جنرال کونسل له مړینې وروسته نوی جنرال...

په مشهد کې د افغان جنرال کونسل له مړینې وروسته نوی جنرال کونسل معرفي شو

تاند (دوشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۹مه) په مشهد کې د افغانستان د جنرال کونسل فیضان‌الله ناصري تر مړینې وروسته «نورمحمد متوکل» د دې دیپلوماتیکې استازولۍ د نوي جنرال قونسل په توګه ټاکل شوی دی.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، ایران ته د ښاغلي متوکل د تګ او په مشهد کې د جنرال کونسلګرۍ د چارو د پیل لپاره قانوني او دیپلوماتیکې چارې روانې دي.

ویل کېږي چې تر هغه مهاله چې نوی جنرال کونسل په مشهد کې خپل ځای نیسي، انوراحمد نبیل به د سرپرست په توګه د کونسلګرۍ چارې پر مخ وړي.

نبیل له دې مخکې په مشهد کې د افغانستان د استازولۍ د قونسلۍ څانګې مسوول و.

ویل کېږي چې نورمحمد متوکل د دې دندې له ټاکنې وړاندې، د طالبانو د حکومت په دفاع وزارت کې د عقیدتي او فرهنګي چارو د ریاست مسوول و.

فیضان‌الله ناصري، چې مخکینی جنرال کونسل و، د روان کال د ثور په ۲۸مه، د یکشنبې په ورځ د زړه د حملې له امله ومړ.

په مشهد کې د افغانستان جنرال کنسولګري د دې هېواد له مهمو بهرنیو نمایندګیو څخه شمېرل کېږي. دا کونسلګري د رضوي خراسان په ځانګړي ډول په مشهد کې د افغان مهاجرو د شمېر ډېروالي ته په پام په کونسلي چارو، د تذکرو او پاسپورټونو د ورکولو او کلتوري اړیکو کې مهم رول لوبوي.

د دې ادارې په مدیریت کې بدلون، په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې کډوال له ګڼو اقامتي او معیشتي ستونزو سره مخامخ دي، او ایران هره ورځ زرګونه کورنۍ افغانستان ته په زوره لېږي، کولای شي د خدماتو په چټکتیا او کیفیت اغېز ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...