تاند「دوشنبه د غبرګولي ـ جوزا ۱۹مه」د امریکا په لاس انجلس کې د لاریونونو دوام، دا لاریونونه له تېرو درې ورځو راهیسې د ولسمشر ټرمپ د کډوالو تګلارو پر ضد پیل شوي دي.
ډونالډ ټرمپ د کالیفورنیا لاس انجلس کې د کډوالو ضد اقداماتو پر وړاندې د لاریونوالو غلي کولو لپاره ملي ګارډ ځای پر ځای کړی دی.
د ولسمشر دا ګام د کالیفورنیا د ډیموکراټ والي، سربېره یو شمېر ایالتي چارواکو ناقانونه بللی او هغ یې تورن کړی، چې هغه د ولسمشر نه، بلکې دیکتاتور چلند کوي.
د کالیفورنیا والي ګاوین نیوسم له ټرمپ غوښتي، چې ژر تر ژره له لاس انجلس ملي ګارډ وباسي.
د لاس انجلی ښاروالې، د ټرمپ اداره پړه وبلله چې د ملي ګارډ په استولو یې حالات ترینګلي کړي، خو له لاریونوال یې هم غوښتي چې تشدد ونه کړي.
تر دې دمه لسګونه لاریونوال نیول شوي، عامه تاسیسات او موټر ویجاړ یا سوځول شوي دي.
دا لاریونونه داسې مهال دوام کوي، چې نن د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۱۲ هېوادونو د وګړو سفر بندیز فرمان عملي کېږي.
ټرمپ تر دې وړاندې ویلي و، چې د دغه اقدام موخه یې له بهرنیو ترهګرو د امریکا خوندي ساتل دي.
په دغه ۱۲ هېوادونو کې افغانستان، ایران، میانمار، چاد، کانګو، ګینه، اریتریا، هایټي، لیبا، سومالیا، سوډان او یمن شامل دي.