تاند「دوشنبه د غبرګولي ـ جوزا ۱۹مه」د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو ایف پي وایي، په افغانستان کې ۹.۵ ملیونه افغانان د خوړو له کمښت سره مخ دي.
دغه پروګرام زیاتوي، چې په یاد شمېر کې ۱.۶ ملیونه خلک په بیړني ډول مرستو ترلاسه کولو ته اړتیا لري.
په عامو او اړمنو افغانانو کې هم د دې مرستو کمښت حس شوی.
یو شمېر یې وایي، چې د یادو مرستو د کمښت له امله په زیات شمېر کورنۍ د خوراکي توکو موندلو ته حیران او کورنۍ یې په لوږه شپې سبا کوي.
د دې ترڅنګ ګارډین ورځپاڼې د “میرسي کورپس” موسسې د راپور په حواله لیکلي، کابل کې د چټکې ښاري پراختیا او اقلیمي بدلون له امله تر ځمکې لاندې د اوبو سطحه په تېرو لسو کلونو کې ۳۰ متره ښکته شوې ده.
راپور زیاتوي چې د کابل له نیمو زیاتو څاګانو اوبه وچې شوې او د ښار تر ځمکې لاندې شاوخوا ۸۰ سلنه اوبه د استفادې وړ نه دي.
که امراء ریښتونی او په الهی دین خبر وی او د افغان ملت ریښتونی خادمان ځان ګڼی نو دا عملی اثبات او ملی اطمینان ته ضرورت لری چي هم تر یوه حده مسؤلیت اداء کیږی او له بلی خوا ښه تربیتی اثر لری ، څه معنی؟
اوس که امراء با عمله علما وی باید له ځانه قربانی او جهاد پیل کړی داسی نه چي: أتأمرون الناس بالبر و تنسون انفسکم.
لدی نه چي اوس ملت له لوږې سره مخ او مهاجرین هم راستنوو ؛ زموږ امراء امیر ،وزرا او والیان باید خپل معاش د محرومو وطنوالو سره کم از کم ، نیم کړی ، او هغه چي معاش دوهمه او دریمه کټګوری کی راځی بالترتیب معقوله فیصدی ورته وټاکل شی .ځکه اوس طالب ۹۰سلنه کرسۍ او ښه معاشات ځانته مختص کړی او باید د اسلامی حاکم چلند او مکارم اخلاق زده کړی ؛کوم چي مدینه کی رسول الله صلی الله علیه و سلم خپلو اصحابو ته ور ښودلی او عملی کړل کوم چي د قرانکریم په ژبه ویل شوی : و یطعمون الطعام علی حبه مسکینا و یتیما و اسیرا.
او نور مکارم اخلاق کوم چي سیرة النبی ص ورباندی ډک او مزین دی
دوهم د زکات او عشر راټولول او په ځای مصرفول او نور متعدد موارد کوم چي له عملی امتحان سره تړاو لری .
دا یواځی اسلامی نظام چیغی وهل ،انحصار ،جاهلی تعصبات او نوری ګډې وډې نه اسلامیت ثابتوی او نه سالم انسانیت .
اوس موږ جهاد ضد فقر ته ضرورت لرو ،لباس ،حجاب نوعیت او د سلمانی کارونه خلک خپله ښه تنظیمولی شی ،صرف د اشارې خبره ده .امیر او امرا لومړیتوبونه باید وپیژنی ؛او ښه به دا وی چي د مشهور او معتبرو علماوو یوه قوی شوری ،طالبان تر خپل څنګ ولری چي موقف یی قوی شی ،لمړیتوبونه او نور د اسلامی نظام معاصر لوازم تعریف او تشریح کړی او دا به په فسئلوا اهل الذکر ان کنتم لا تعلمون – باندی عمل وی ؛ځکه څلور تیرو کالو وښودل چي طالبان په علمی او عملی میدان کی مبتدی طالبان العلمان دی او مجرب او متخصص خلکو سخت کمی دی ؛تر اوسه د جمهوریت په بقایاوو چلیږی خو وروسته ورځ تر بلې مشکلات مضاعف کیږی او ناکامی حتمی کیږی وما علینا الا البلاغ