پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهایران په ۸ میاشتو کې یو ملیون ناقانونه افغان کډوال ایستلي

ایران په ۸ میاشتو کې یو ملیون ناقانونه افغان کډوال ایستلي

تاند「دوشنبه د غبرګولي ـ جوزا ۱۹مه」‏د ایران په ولسي جرګه کې د کورنیو چارو کمېسیون غړی علي اصغر نخايي راد وایي، چې په تېرو ۸ میاشتو کې کابو یو ملیون بې اسناده افغان کډوال له ایرانه ایستل شوي دي.

د دیدبان په نامه یوې ایرانۍ وېب پاڼې د نوموړي له قوله لیکلي، چې له دغه هېواده د یو ملیون افغان کډوالو ایستل به په ټولیزه توګه احساس نه شي.

د سرچینې په خبره هغه مهال چې دغه کډوال پر قانوني پاسپورټونو یا هم په ناقانونه لارو بېرته ایران ته ورشي.

دا شمېره کډوال داسې مهال له ایرانه ایستل کېږي، چې بل لورته د ۲۰۲۳ کال له اکټوبره د ۲۰۲۵ کال د مۍ تر پایه، له پاکستانه څه باندې یوملیون او ۵۵ زره افغانان هېواد ته راستانه کړای شوي دي.

دا شمېر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ لخوا تایید شوی، چې په وروستیو کلونو کې د دغه بهیر د بې مخینې زیاتوالي ښودنه کوي.

د معلوماتو له مخې یوازې سږ کال، د اپریل له لومړۍ نېټې راهیسې، په منځني ډول هره ورځ له پاکستانه شاوخوا ۳۵۰۰ افغانان ایستل شوي دي.

ځينې راستنې شوې کورنۍ د پاکستان د پولیسو له ناعادلانه چلنده شکایت لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...