Homeخبرونهترکي پولیسو ۱۸ ناقانونه افغان کډوال نیولي

ترکي پولیسو ۱۸ ناقانونه افغان کډوال نیولي

تاند「دوشنبه د غبرګولي ـ جوزا ۱۹مه」امریکايي رسنیو خبر ورکړی چې ترکي پولیسو د «چاناک‌قلعه» ښار سواحلو ته نږدې ۱۸ ‎افغان کډوال نیولي دي.

د سي‌اېن‌اېن د راپور له مخې، د ترکي پولیسو له لوري په دغو نیول‌ شویو «غیرقانوني» افغان کډوالو کې شپږ ماشومان هم شامل دي.

له پاکستان او ایران وروسته ترکیه یو له هغو هېوادونو دی چې په وروستیو کې یې د افغان کډوالو نیول او بېرته رالېږل زیات کړي دي.

د معلوماتو له مخې اوس هم زرګونه افغان کډوال د ترکیې په زندانونو کې شپې ورځې سبا کوي.

د ترکیې له لوري افغانستان ته ره رالېږل شویو زندانیانو یوه یې تاند ته وویل، چې په زندان کې د پولیسو له لوري افغان کډوال سخت ځورول کېږې او شکنجه کېږي.

دی وایي، ډېری کډوال افغانستان څخه د ناچارۍ له امله په قاچاقي لارو تګ ته زړه ښه کوي.

وایي، که په داخل د افغانستان کې کاري فرصتونه زیات او ځوانانو ته په احترام وکتل شي، هېڅ ځوان به د قاچاقي لارو سختې ونه مني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...