پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهقانع: د کابل د پرون ورځې له اوره ۱۳۹ هټۍ ژغورل شوي

قانع: د کابل د پرون ورځې له اوره ۱۳۹ هټۍ ژغورل شوي

تاند「دوشنبه د غبرګولي ـ جوزا ۱۹مه」د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند ‏عبدالمتین قانع وایي، د اور وژنې ټیمونه توانېدلي، چې د کابل ښار په ۵مه ناحیه کې د تېرې ورځې لګېدلی اور مهار او ۱۳۹ هټۍ له سوزېدو وژغوري.

د قانع په وینا د معلوماتو له مخې د اور د لګېدو لامل د برقي سیستم ستونزه وه.

دغه اور پرون ورځ یکشنبه د غبرګولي ۱۸مه د کابل ښار، پنځمې ناحیې ، کمپنۍ ساحه کې په یوه مارکیټ کې رامنځه شو.

د اور له امله د اوښتي زیان کره شمېره لا معلومه شوې نه ده.

خو عیني شاهدان بیا وایي، او زیاته ساحه سوزولي او خلکو ته یې په زیاته اندازه مالي زیانونه اړولي دي.

د نظر خاوندان بیا د اور د پر وخت نه مهار لامل د منظم ښاري سیستم نه موجودیت بولي، چې د دوی په وینا سوداګرو مارکیټونه د اصولو له مخې جوړ کړي نه دي چې د بېړنیو پېښو پرمهال په لومړیو کې د پېښو د مخنیوي توانایي ولري، بل لورته بیا ښاري بې نظمي دومره ډېره ده چې له مخې یې د اور وژنې ټیمونه نشي کولی پر وخت ساحې ته ځانونه ورسوي.

1 COMMENT

  1. 139 هټۍ نه، بلکې ټوله کمپنۍ وژغورل شوه صرف هغه سوخیدلی سرایونه او هټۍ چی یوه ورځ او شپه اور ورباندی بل و وسوځېدل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...