Homeخبرونهپه راولپنډۍ کې یوې ښځې پر خپل مېړه تېزاب شیندلي

په راولپنډۍ کې یوې ښځې پر خپل مېړه تېزاب شیندلي

تاند (چهارشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۰ مه) په پاکستان کې د تېزابو د جنګ په دوام کې دا ځل یوې ښځې پر یوه نارینه، چې خپل مېړه یې دی، تېزاب شیندلي دي.

پاکستاني رسنیو پرون (سې شنبې) راپور ورکړ چې د راولپنډۍ ښار د ګوجرخان سیمې په یوه پېښه کې یوې ښځې پر خپل مېړه تېزاب شیندلي، چې له امله یې هغه سخت ټپي شوی دی.

د پولیسو په وینا، یاد کس د طلاق د قضیې په تړاو د اتحادیې شورا (یونین کونسل) دفتر ته ورغلی و. کله چې هغه له دفتره راووت، ښځې پرې تېزاب وشیندل.

ټپي شوی کس سمدستي د تحصیل مرکزي روغتون ته لېږدول شوی او اوس یې درملنه روانه ده.

پولیسو ویلي چې ښځه یې د پېښې په ځای کې نیولې او د ټپي شوي کس د شکایت پر بنسټ یې قضیه ثبت کړې ده.

چارواکي وایي، د پېښې د لاملونو او شاوخوا شرایطو په اړه پلټنې روانې دي، او د ټپي شوي کس د روغتیايي وضعیت په اړه له روغتون سره په اړیکه کې دي.

تر دې وړاندې په پاکستان، په تېره بیا جنوبي پنجاب کې پر ښځو د تېزاب شیندولو ګڼې پېښې راپور شوي دي.

ځلک وايي، دا پېښې د مذهب په نوم د هغه تفکر د ترویج نتیجه ده چې د پاکستان پوځ او استخباراتو په افغانستان او هند کې له هغه څخه ګټه اخیسته.

د دې ډول پېښو تر ټولو وروستۍ او ښايي دردوونکې پېښه د بلوچستان د کوټې ښار په سنډیمن ملکي (سول) روغتون کې پر ښځینه ډاکټرې ماه نور ناصر د تېزابو حمله وه.

په کوټه کې پر یوې ښځینه ډاکټرې د تېزابو د شیندلو په اعتراض کې د ډاکټرانو او روغتونونو اعتصاب کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب