Homeخبرونهم.م. : په ۴ میاشتو کې له پاکستانه څه باندې ۴۰۰ زره...

م.م. : په ۴ میاشتو کې له پاکستانه څه باندې ۴۰۰ زره افغانان ستانه شوي

تاند (چهارشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۰ مه) له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ لا هم په شدت او سرعت دوام لري.

په همدې منځ کې یو شمېر افغان کډوالو په پاکستان کې د افغانانو د نیولو او ایستلو د بهیر پر دوام نیوکه کړې او ویلي یې دي چې حتی د قانوني اسنادو لرونکي افغانان هم ځورول کېږي.

په پاکستان کې پاتې افغان کډوال وايي، پولیس په هر صورت دوی ځوروي، پیسې ورڅخه اخلي او کنې تاڼو ته یې بیايي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ (UNHCR) ویاند قیصر اپرېدي ویلي چې په تېرو څلورو میاشتو کې تر ۴۰۰ زره ډېر افغان کډوال افغانستان ته بېرته ستانه شوي دي.

د هغه په وینا، دا مهال په پاکستان کې شاوخوا ۸۰۰ زره پاتې افغانان د ثبت (PoR) کارتونه او ۶۰۰ زره نور د افغان تابعیت (ACC) کارتونه لري. همداراز له ۲۰۲۱ کال وروسته ورغلي څه باندې ۱۰۰ زره افغانان، چې د پناه غوښتنې دوسیې لري، لا هم په پاکستان کې اوسي.

خو هغوی وايي چې په ځلونو یې د پاتې کېدو لپاره پولیسو ته پیسې ورکړي دي.

اپرېدي زیاته کړه چې هره ورځ کابو ۵ زره افغان کډوال افغانستان ته ستنېږي او له پاکستاني حکومت یې وغوښتل چې افغانان له ترهګرۍ سره ونه تړي او د تېرو څلوېښتو کلونو په څېر خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

له بلې خوا په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی ماموریت، یوناما اټکل کړی چې د روان کال تر پایه ښايي له پاکستان او ایران څخه ۲.۸ میلیونه نور افغان کډوال هم افغانستان ته بېرته راستانه شي.

دا په داسي حال کې ده چې له ۲۰۲۳ څخه ۵ میلیونه او ۹۰۰ زره افغان کډوال افغانستان ته په زوره یا په خپله خوښه ستانه شوي چې له کبله یې د افغانستان تر فشار لاندې اقتصاد نور هم تر فشار لاندې راغلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب