تاند (چهارشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۰ مه) د ترکمنستان د تېلو دولتي شرکت ترکمن نفت (ترکمننېبت) ویلي چې د ټاپي (TAPI) ګاز نللیکې د افغانستان په برخه کې د سیرهتآباد – هرات ترمنځ تر ۱۰۷ کیلومتره ډېر څارنیز سړکونه جوړ شوي دي.
د یاد شرکت په وینا، د افغانستان د برخې د نللیکې د ۱۵۳ کیلومتره د جوړولو چارې روانې دي او د پروژې ټولې جیوډیټیکي سروېګانې بشپړې شوې دي. دغه مسیر قراردادیانو ته هم سپارل شوی دی.
ترکمننېبت زیاته کړې چې د مسیر پاکول، هوارول، د پایپونو ویلډنګ، د خندقونو کیندل او د نلونو لګولو لومړني کارونه اوس مهال دوام لري.
ټاپي پروژه شاوخوا ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او هدف یې دا دی چې هر کال تر ۳۳ میلیارد مکعب مترو پورې طبیعي ګاز د ترکمنستان د «ګلکینیش» د ګازو له سترې زېرمې څخه افغانستان، پاکستان او هند ته ولېږدوي.
ترکمنستان دا پروژه د خپلو ګازو د صادراتو د تنوع او د سیمهییزې اقتصادي همغږۍ د پیاوړتیا لپاره له مهمو ستراتیژیکو پروژو څخه ګڼي.