تاند (دوشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۸ مه) د بلوچستان د کوټې ښار په سنډیمن ملکي (سول) روغتون کې پر ښځینه ډاکټرې ماه نور ناصر د تېزابو له برید وروسته، د ځوانو ډاکټرانو ټولنې (ینګ ډاکټرز ایسوسی اېشن) په ټول ایالت کې د دولتي روغتونونو د او پي ډي او وارډونو د بایکاټ او اعتصاب اعلان کړی دی.
د ځوانو ډاکټرانو ټولنې په یوه بېړنۍ خبري غونډه کې دغه پېښه د روغتونونو د امنیتي تدابیرو ستره ناکامي وبلله او ویې ویل چې په دولتي روغتونونو کې په ځانګړي ډول ښځینه ډاکټرانې له جدي امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي.
دوی غوښتنه کړې چې د پېښې په اړه دې بې پرې او په لوړه کچه څېړنه وشي او د روغتونونو امنیت دې پیاوړی کړل شي. د ټولنې په وینا، له بېړنیو خدماتو پرته به نورې ټولې طبي چارې تر بلې خبرتیا پورې بندې وي.
بل لور ته، پولیسو ادعا کړې چې د دې برید اصلي شکمن کس په یوه نښته کې وژل شوی دی. خو ډاکټرانو ټینګار کړی چې یوازې د شکمن کس وژل کېدل بسنه نه کوي او د پېښې ټول اړخونه باید وڅېړل شي.
څوک سې په اسلام عقیده لرې هغه داسي ظلم نه کوي موږ داده وینو دا ډاکتره د انسانانو ژوند ژغورې او دا بي انساني او الهې کرامته په داسي میرمني د تيزابو ګزار کوي دد ماغزه. ميځلو شاته يواستخباراتي سیستم شته چې داسي کارونونوته خلق روزي او په پښتنو میشتو ځایو کې خپل شومي اعمال کاروي. افغا نې زورواکي داسي بد کار نه یواځي چي وغندي حتا یادونه یی هم نکوي ځکه چي د تالب له امرونو سره ښاره په ټکر کي راځی. نو ويلای شو چي دا ګوزار ښځو ته ښکاره اختار ده چي له کار او تعلیم نه لاس واخلې.