Homeخبرونهد ټېسټ لوبې ۳مه ورځ؛ افغانستان د هند ۵۶۴ منډو پر وړاندې...

د ټېسټ لوبې ۳مه ورځ؛ افغانستان د هند ۵۶۴ منډو پر وړاندې ۱۵۲ وکړې، بیاتوپوهنه کوي

تاند (دوشنبه د غبرګولي/ جوزا ۱۸مه) د افغانستان او هندوستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د روانې ټېسټ لوبې نن درېیمه ورځ ده.

هند د دې لوبې پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه.

د هند لومړي وار توپوهنه:

هند ۵۶۴ منډې وکړې او ۸ لوبغاړي یې له لاسه ورکړل. هند لپاره په توپوهنه کې راهول ۱۰۰ منډې، شبمن ګیل ۱۲۶ منډې، ریشب پنټ ۸۱ او سدرشن هم ۸۱ منډې وکړې.

توپ اچونه کې بیا د افغان لوبډلې لپاره چټک توپ اچوونکي سلیم ساپي خورا په زړه پورې توپ اچونه وکړه او د هندۍ لوبډلې پياوړې ۶ لوبغاړي یې اوټ کړل.

حشمت شهیدي ۱ او شریفي هم ۱ هندی لوبغاړی اوټ کړل.

د افغانستان لومړي وار توپوهنه:

افغان لوبډلې په خورا کمزوري حالت کې توپوهنه پيل کړه او د هند د ډېرو منډو پر وړاندې یې ژر ژر لوبغاړي اوټ شول.

افغانستان د لوبې په درېیمه ورځ خپل ټول لوبغاړي په ۱۵۲ منډو له لاسه ورکړل.

په لومړي وار توپوهنه کې افغانستان لپاره یوازې رحمت شاه وکولی شول د هند پر وړاندې ۶۰ لوړې منډې وکړي او نور ټول لوبغاړي په کمو منډو اوټ شول.

هند لپاره ستار ۶ او کرشنا ۳ افغان لوبغاړي اوټ کړل.

افغانستان له لومړي وار توپوهنې د هند ۴۱۲ منډې باقي شوه.

هند بیا ځل افغان لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه او اوسمهال افغان لوبډله توپوهنه کوي. صدیق الله اتل او عبدالمالک د پيل توپوهنې ته راوتلي او د افغانستان په وخت د ورځې ۱۱ بجې او ۱۵ دقیقې دي کوم لوبغاړی نه دی اوټ شوی او ۱۹ منډې دي.

دا لوبه پنځه ورځنۍ ده چې، نن یې درېیمه ورځ ده چې دوام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب