Homeخبرونهټېسټلوبه: افغانستان له هنده د یوې پاڼۍ او ۳۰۰ منډو په توپير...

ټېسټلوبه: افغانستان له هنده د یوې پاڼۍ او ۳۰۰ منډو په توپير ماتې وخوړه

تاند (دوشنبه د غبرګولي/ جوزا ۱۸مه) د افغانستان او هندوستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د روانې ټېسټ لوبې نن درېیمه وه خو لوبه د هند په بریا پای ته ورسېده.

دغه لوبه په یوه اننګز او ۳۰۰ منډو هند وګټله.

د هند لومړي وار توپوهنه:

هند د دې لوبې پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه.

هند ۵۶۴ منډې وکړې او ۸ لوبغاړي یې له لاسه ورکړل. هند لپاره په توپوهنه کې راهول ۱۰۰ منډې، شبمن ګیل ۱۲۶ منډې، ریشب پنټ ۸۱ او سدرشن هم ۸۱ منډې وکړې.

توپ اچونه کې بیا د افغان لوبډلې لپاره چټک توپ اچوونکي سلیم ساپي خورا په زړه پورې توپ اچونه وکړه او د هندۍ لوبډلې پياوړې ۶ لوبغاړي یې اوټ کړل.

حشمت شهیدي ۱ او شریفي هم ۱ هندی لوبغاړی اوټ کړل.

د افغانستان لومړي وار توپوهنه:

افغان لوبډلې په خورا کمزوري حالت کې توپوهنه پيل کړه او د هند د ډېرو منډو پر وړاندې یې ژر ژر لوبغاړي اوټ شول.

افغانستان د لوبې په درېیمه ورځ خپل ټول لوبغاړي په ۱۵۲ منډو له لاسه ورکړل.

په لومړي وار توپوهنه کې افغانستان لپاره یوازې رحمت شاه وکولی شول د هند پر وړاندې ۶۰ لوړې منډې وکړي او نور ټول لوبغاړي په کمو منډو اوټ شول.

هند لپاره ستار ۶ او کرشنا ۳ افغان لوبغاړي اوټ کړل.

افغانستان له لومړي وار توپوهنې د هند ۴۱۲ منډې باقي شوه.

هند بیا ځل افغان لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه، خو افغان لوبډلې بیا هم ښه توپوهنه ونشوه کړای او لوبډله یې په ۱۱۲ منډو ټوله اوټ شوه.

په دوهم ځل توپ وهنه کې تر ټولو ډېرې منډې صدیق اتل ۴۲ وکړې. توپ اچوونه کې بیا هند لپاره واشنګټن سندر ۴ او کولدیپ یادوف ۳ افغان لوبغاړي اوټ کړل.

دا لوبه پنځه ورځنۍ وه، خو په نن دریمه ورځ د هندۍ لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.

دې لوبې د افغان کرکټ پوهانو هم سخت غبرګونونه راپارولي، ځينې په لوبډلمشرۍ نیوکه کوي، او ځینې بیا په ناسمه توپوهنه.

ستاسې په نظر د دې لوبې د دومره سترې ماتې لامل څه وو؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب