تاند (دوشنبه د غبرګولي/ جوزا ۱۸مه) د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې د لاریون کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښتو کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او له ۷۰ څخه زیات نور ټپیان شوي دي.
رویټرز خبري اژانس نن په یوه راپور کې زیاته کړې چې، دغه نښتې د هغې عمومي اعتصاب له اعلان څخه مخکې رامنځته شوې دي چې ټاکل شوې د سې شنبې په ورځ ترسره شي.
په راپور کې ځايي چارواکو ویلي چې د دغو تاوتریخوالو پر مهال ۴ پولیس افسران، یو لاروی او شپږ لاریون کوونکي وژل شوي دي.
د پولیسو په وینا، ۲۳ امنیتي سرتېري او ۵۰ لاریون کوونکي هم ټپیان شوي او ۳۰ کسان نیول شوي دي.
نښتې هغه مهال پیل شوې چې د عوامي ګډ اقدام کمېټې (JAAC) غړي د راولاکوټ سیمې په یوه روغتون کې د مړو ساتلو خونې (سردخانې) مخې ته راټول شول.
له بلې خوا، ځايي چارواکو د لاریون کوونکو ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې امنیتي ځواکونو د نظم او قانون د ټینګښت لپاره مداخله کړې ده.
د دوی په وینا، ځینو لاریون کوونکو د امنیتي ځواکونو پر ضد اتومات وسلې او اور اچوونکي بمونه کارولي دي.
یادې کمېټې دغه عمومي اعتصاب د دې پرېکړې پر ضد اعلان کړی چې په راتلونکو ټاکنو کې د سیمهییز پارلمان له ۴۵ څوکیو څخه ۱۲ څوکۍ کډوالو ته ځانګړې شوې دي.