Homeخبرونهټرمپ له ایران او اسرائیلو غوښتي چې سمدستي بریدونه ودروي

ټرمپ له ایران او اسرائیلو غوښتي چې سمدستي بریدونه ودروي

تاند ( دوشنبه د غبرګولي ـ جوزا ۱۸مه) د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ پر خپلې خواله رسنۍ «ټروت سوشیل» له ایران او اسراییلو غوښتي چې «سمدستي پر یو بل بریدونه ودروي».

دا غوښتنه داسې مهال شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د توغندیزو او هوايي بریدونو نوی پړاو پیل شوی دی.

دې بریدونو د سیمې د لا پراخې ناامنۍ اندېښنې زیاتې کړې دي.

تر دې وړاندې هم ‏د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي وو چې، د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره به خبرې وکړي او له هغه به وغواړي چې د ایران د بریدونو په غبرګون کې اقدام ونه کړي.

ټرمپ له فاکس نیوز سره په خبرو کې زیاته کړې وه چې، د ایران دغه بریدونه پر مذاکراتو منفي اغېز کوي او له تهران یې غوښتي چې بېرته د خبرو مېز ته را وګرځي.

ایران تازه پر بېروت د اوربند سربېره د اسراییل د بریدونو په غبرګون کې د اسراییل پر لور توغندي توغولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پټي خزانې د مؤلف “محمدهوتک” مقبره د استاد محمدمعصوم هوتک په هڅو ورغول سوه

خبریال: غني حسن د پټي خزانې، د خلاصة‌الفصاحت او خلاصة‌الطب د مؤلف محمد هوتک مقبره، چي د زابل ولايت په سيوري ولسوالۍ کي واقع ده،...