تاند (دوشنبه، د غبرګولي ۱۸مه) د روسیې د دایمي استازې مرستیالې، انا اوستیګنیوا، نن (دوشنبه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې ځینې لوېدیځ هېوادونه لا هم د افغانستان په اړه له خپلو تېرو تېروتنو درس نه اخلي او د هغوی سیاسي تګلارې د افغانستان پر وضعیت منفي اغېز لري.
هغې خبرداری ورکړ چې که د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوی (یوناما) د لوېدیځو هېوادونو د ګټو پر بنسټ عمل وکړي، ښايي طالبان د دې ماموریت د دوام ملاتړ ونه کړي.
اوستیګنیوا ټینګار وکړ چې روسیه د یوناما د فعالیتونو ملاتړ کوي او باور لري چې دغه ماموریت باید د سیاسي حللارې د اسانتیا او د افغانستان د ټولنیز او اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره خپلې دندې په بشپړ ډول ترسره کړي.
د روسیې استازې وویل چې د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د باور جوړول او عملي تعامل پراخول لا هم یوه اساسي اړتیا ده او دا بهیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د حضور د دوام لپاره مهم بلل کېږي.
هغې د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور ته په اشارې وویل چې افغانستان د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په تېرو پنځو کلونو کې له ستونزمن پړاو څخه تېر شوی او لا هم د هماغې دورې له اغېزو سره مخامخ دی.
د هغې په وینا، د طالبانو له خوا د سیمهییزو همکاریو پراختیا او د یوه خپلواک او پر ځان بسیا نظام د جوړولو هڅې په اوسنیو شرایطو کې موجه ښکاري، او د بندیزونو له دوام سره سره د شته ستونزو د حل هڅې روانې دي.
اوستیګنیوا زیاته کړه، افغانستان، چې پخوا پر نړیوالو مرستو متکي و، اوس د نړیوالې ټولنې ګډې او غیرسیاسي مرستې ته اړتیا لري، او روسیه د افغانستان په اړه د یوه واقعبینانه او هراړخیز دریځ ملاتړ کوي.
هغې همداراز وویل چې د نړیوالې ټولنې او طالبانو ترمنځ د هر ډول خبرو اترو بری د دواړو لورو له متقابل تعامل، سیاسي ارادې او د فشارونو او ضربالاجلونو له نه کارولو سره تړلی دی.
د روسیې استازې د مسکو فارمټ او د شانګهای همکاریو سازمان اړوند سیمهییزو چوکاټونو یادونه وکړه او ویې ویل چې دغه میکانیزمونه د افغانستان په اړه د عملي او واقعبینانه تګلارې ملاتړ کوي.
هغې په پای کې خبرداری ورکړ چې که یوازې د لوېدیځو هېوادونو د خوښې موضوعاتو ته لومړیتوب ورکړل شي، د افغانستان د ستونزو د حل بهیر به وځنډېږي او مطلوبې پایلې به ترلاسه نه شي.