Homeخبرونهد ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د یو بل پر ضد...

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د یو بل پر ضد د افغانستان او پاکستان د استازو څرګندونې

تاند (د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان استازي نصیر فایق د پاکستان له لوري پر افغان خاوره د بریدونو د غندنې غوښتنه وکړه، چې د پاکستان د استازي له توند غبرګون سره مخامخ شوه.

فایق وویل، د پاکستان او طالبانو ترمنځ د کړکېچ زیاتېدو د افغانستان بحران ته یو نوی او خطرناک اړخ ورکړی او د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې سبب شوی دی.

هغه په کابل کې پر یوه ملکي روغتیايي مرکز د برید یادونه وکړه او د یوناما د راپور له مخې یې وویل چې دغه برید لسګونه کسان مړه او ټپیان کړي دي. نوموړي له امنیت شورا وغوښتل چې پر افغانستان د پاکستان بریدونه وغندي او د بیا تکرار مخه یې ونیسي.

په کابلل کې د معتادانو پر روغتون د پاکستان په برید کې تر ۴۰۰ ډېر کسان ووژل شول.

فایق ټینګار وکړ چې هېڅ امنیتي دلیل، که هر څومره مشروع هم وي، د هغو اقداماتو توجیه کېدای نه شي چې د ملکي وګړو ژوند له خطر سره مخامخ کوي او د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو بشري حقونو اصول تر پښو لاندې کوي.

په ځواب کې د پاکستان استازي وویل چې د دوی عملیات یوازې د هغو ترهګرو ډلو پر پوځي او حمایوي مرکزونو ترسره شوي چې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي، او د افغانستان عام خلک یې نه دي په نخښه کړي.

هغه همداراز په کابل کې د معتادانو د درملنې پر مرکز د بمبارۍ ادعا رد کړه او ویې ویل چې دغه زیان د برید د ثانوي اغېزو او په مرکز کې د وسلو د موجودیت له امله رامنځته شوی، نه د مستقیم هدف له کبله.

د پاکستان استازي هند هم تورن کړ چې په افغانستان کې د بشري او پراختیایي مرستو په پلمه د پاکستان د بې‌ثباته کولو هڅې کوي او د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه چې په وروستیو کې د طالبانو په اړه د هند زیاتېدونکې لېوالتیا د پام وړ ده او دا بدلون د پاکستان د ترهګرۍ ضد عملیاتو له بریاوو وروسته رامنځته شوی دی.

د پاکستان استازي نصیر فایق هم تورن کړ چې په ملګرو ملتونو کې یې د افغانستان څوکۍ «اشغال» کړې او د افغانستان د خلکو استازیتوب نه کوي.

فایق په ځواب کې وویل چې دی د افغانستان د «منتخب او دیموکراتیک حکومت» استازی دی؛ هغه حکومت چې د ده په وینا نژدې پنځه کاله وړاندې د طالبانو له خوا، چې د پاکستان ملاتړ یې درلود، نسکور شو.

هغه زیاته کړه چې پخوانیو افغان حکومتونو پاکستان ته څو ځله د طالبانو او نورو نیابتي ډلو د ملاتړ د پایلو په اړه خبرداری ورکړی و، خو دغو خبرداریو ته پام ونه شو.

فایق وویل: «نن پاکستان له هغو ډېرو ستونزو سره مخ دی چې افغانستان یې کلونه وړاندې په اړه خبرداری ورکړی و.»

هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک باید د پاکستان د ناکامو سیاستونو او د طالبانو د کړنو بیه ورنه کړي او د پاکستان او هند د سیمه‌ییزو سیالیو قرباني نه شي.

د افغانستان استازي په پای کې له پاکستان وغوښتل چې د یوه ګاونډي هېواد او د امنیت شورا د غړي په توګه د افغانستان لپاره د یوه ټول‌شموله او دوامدار سیاسي بهیر ملاتړ وکړي، څو افغانان وکولای شي د خپل هېواد د راتلونکي په اړه خپله پرېکړه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب