Homeخبرونهایران: د ښځو خلاف د طالبانو بندیزونه د اسلام له اصلي او...

ایران: د ښځو خلاف د طالبانو بندیزونه د اسلام له اصلي او حقیقي لارښوونو سره سمون نه لري

تاند (سې شنبه، د غبرګولي/ ۱۹ مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د ایران استازي وویل د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ پر دوام اندېښنه وښوده.

د ایران استازي د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو د اسانتیا لپاره د سیمه‌ییزو هڅو هرکلی وکړ او ویې ویل چې د دواړو لورو اختلافات باید د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.

هغه همداراز وویل چې له خپلو بنسټیزو حقونو څخه د افغان ښځو او نجونو دوامداره محرومیت لا هم د اندېښنې وړ موضوع ده. د هغه په وینا، د زده‌کړو، کار، د تګ راتګ ازادي او په ټولنیز ژوند کې د ښځو د ګډون په برخه کې د طالبانو محدودیتونه «د اسلام له اصلي او حقیقي لارښوونو سره سمون نه لري.»

د ایران استازي ټینګار وکړ چې پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه نه یوازې د هغوی انساني کرامت زیانمنوي، بلکې د افغانستان اوږدمهاله پرمختګ او اقتصادي ودې ته هم زیان رسوي.

هغه له طالبانو وغوښتل چې دغه محدودیتونه لرې کړي او ښځو او نجونو ته د خپلو اساسي حقونو د ترلاسه کولو زمینه برابره کړي.

په امنیت شورا کې د ایران استازي د افغانستان په اړه په غونډه کې وویل، افغانستان باید د ترهګرۍ په خوندي پناهځای بدل نه شي او د دې هېواد خاوره باید د سیمې د هېوادونو، په ځانګړي ډول د ګاونډیو هېوادونو، د امنیت د ګواښلو او کمزوري کولو لپاره ونه کارول شي.

د ایران دیپلومات وویل چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو، په ځانګړې توګه د داعش خراسان څانګې، فعالیتونه لا هم د افغانستان، سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ پېښوي. هغه همداراز د طالبانو او پاکستان ترمنځ د زیاتېدونکو کړکېچونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

1 COMMENT

  1. د ایران له دې مغرضانه موقف سره ښه به دا وي ، چې یو څو ښه او کاري توغندی د امریکا او اسرائیلو له خوا په داسې متزلزله آخوندانو وویشتل شي ، تر څو لږ د افغانانو له درده خبر او ماغزه یې آرام شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پر “غازي سردار” د صفیې حلیم زیار | غني حسن

لنډه یادونه: (څه وخت مخکي کندهار کي د ( استعمار پر وړاندي د میرویس نیکه د مبارزې او پاڅون ۳۲۰مي کالیزې اړوند علمي او څېړنیز...