د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د هند دایمي استازي پاروتانیني هریش ویلي دي چې د افغانستان سیاسي وضعیت په تېرو پنځو کلونو کې بدل شوی او ملګري ملتونه باید دغه واقعیت ته پام وکړي.
هغه د امنیت شورا غونډې ته دوشنبې( د جون ۸ مه)وویل چې ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه باید داسې تګلارې او لارې چارې وکاروي چې د افغانانو په ګټه وي او د پالیسۍ لوری سم کړي، نه دا چې یوازې پر سزا ورکوونکو اقداماتو تکیه وکړي؛ ځکه د ده په وینا دغه اقدامات ورو ورو خپل اغېز له لاسه ورکوي.
هریش همداراز پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه وغندل او د یوناما د راپور په استناد یې وویل چې دغو بریدونو د ملکي وګړو د پام وړ مرګژوبله اړولې ده.
هغه زیاته کړه، د خپلو ناکامیو پړه پر ګاونډیانو اچول د پاکستان پخوانی عادت دی.
د هند استازي پاکستان تورن کړ چې پر افغانستان یې سوداګریز او ترانزیټي محدودیتونه لګولي دي. د هغه په وینا، په وچې پورې پر تړلي هېواد د سوداګرۍ لارو تړل د ملګرو ملتونو له اصولو او د مخ پر ودې هېوادونو اړوند نړیوالو اعلامیو سره په ټکر کې دی.
هریش بیا وویل چې دا چاره د افغانستان له سوداګرۍ او ترانزیټي اړتیاوو سره د سیاسي اهدافو پر بنسټ کیږي.
په همدې غونډه کې د یوناما د سیاسي چارو مرستیالې مشرې، جوجیت ګنون وویل چې افغانستان دا مهال د اوسنیو واکمنو تر ادارې لاندې باثباته دی او د هغوی د واکمنۍ پر وړاندې کومه مهمه وسلهواله یا سیاسي ننګونه نه لیدل کېږي.
هغې زیاته کړه چې اسلامي امارت دغه وضعیت د خپلو مهمو لاسته راوړنو له ډلې ګڼي.
ګنون خبرداری ورکړ چې د افغانستان اوږدمهاله راتلونکې تر ډېره د واکمنو ادارو د داخلي جوړښت او پرېکړو له څرنګوالي سره تړاو لري. د هغې په وینا، اوس مهال د واکمنو ادارو کنټرول ورځ تر بلې پراخېږي، خو لا هم د راتلونکي روښانه انځور نه لیدل کېږي.
د چین دایمي استازي، فون کانګ هم وویل چې د افغانستان وضعیت اوس مهال باثباته دی، خو د بشري مرستو او د ترهګرۍ ضد مبارزې اړوند ستونزې لا هم جدي او پېچلې دي.
هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان اوسني واکمن او نړیواله ټولنه باید د متقابل باور پر بنسټ ګډه لاره خپله کړي، څو د افغانانو د هوساینې او په هېواد کې د تلپاتې ثبات لپاره اغېزمن ګامونه پورته شي.
د افغانستان په اړه د امنیت شورا دا غونډه له هغو دوو غونډو څخه یوه وه چې یوناما یې مخکې یادونه کړې وه. ټاکل شوې د جون په ۱۶مه دویمه غونډه ترسره شي چې پکې به دافغانستان لپاره د ملګرو ملتو د مرستندویه ماموریت( یوناما) د تمدید پر مساله بحث وشي.