تاند (سې شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۹ مه) د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا مرستیال استازي جفري بارتوس د افغانستان په اړه غونډه کې طالبان تورن کړل چې د ترهګرۍ ضد ژمنو ته نه دي پابند او لا هم ترهګرو ډلو ته خوندي پناه ځایونه برابروي.
بارتوس دوشنبه( د جون ۸ مه) د امنیت شورا غونډې ته وویل چې په افغانستان کې د امریکا اساسي لومړیتوب د امریکايي وګړو ساتنه او د امریکا د ملي امنیت تأمین دی.
هغه زیاته کړه چې د طالبانو له لوري د امریکايي اتباعو «دیپلوماتیک یرغمل نیول» لا هم دوام لري او له امنیت شورا یې وغوښتل چې د امریکايي وګړو «ناعادلانه نیول» وغندي.
د امریکا استازي همداراز وویل چې د شورا غړي باید په ګډه د طالبانو له خوا ترهګرو ډلو ته د پناه ورکولو او د ترهګرۍ ضد ژمنو نه عملي کولو غندنه وکړي.
بارتوس ټینګار وکړ چې طالبانو نه یوازې خپلې امنیتي ژمنې نه دي پوره کړې، بلکې د خپلو کورنیو سیاستونو له امله یې د افغانستان د خلکو ژوند لا هم ستونزمن کړی دی.
د هغه په وینا، د طالبانو سختو تګلارو بشري او اقتصادي بحرانونه لا ژور کړي دي. هغه د اساسي خدماتو محدودول، نړیوالو مرستندویه بنسټونو فعالیتونو ته خنډونه جوړول او پر ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه د خلکو د حقونو او هوساینې پر وړاندې د بېپامۍ څرګندې نښې وبللې.
بارتوس وویل چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو پراخ او سیستماتیک محدودیتونه لا هم دوام لري او دا د بشري حقونو له جدي سرغړونو څخه شمېرل کېږي.
هغه د یوناما د سیاسي مرستیالې جورجت ګنون د راپورونو په حواله وویل چې طالبان لا هم د ښځو او نجونو پر وړاندې خپلې سختدریځې پالیسۍ روانې ساتي.
د امریکا استازي په پای کې وویل چې د طالبانو دغه اقدامات د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) پر فعالیتونو هم منفي اغېز کړی دی.