شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبلنډه کیسهبې ساه وجود (لنډه کیسه) زلمی حلیمي

بې ساه وجود (لنډه کیسه) زلمی حلیمي

زه یې په وچ کلک بدن پسي ټنګ نیولي وم څو پلا یې خپلو تورو ډنګرو لاسونو ته زور ورکړ په سینه پوري به یې کلک کړم ښه شېبه یې په غېږ کي نیولی وم په ونه تر ما دوې کوتي ټیټ وو دزنې سر یې زما تر راستې وږې را رسیدی یودم یې زور کړل سر یې زما په اوږه پوري ټینګ نیولی وو. ما مي دراستې اوږې پر ورستۍ برخه دسړتیا احساس وکړ دهغه اوښکي مي دسپینو کالو تر ټوکر لاندي پوست ته راورسیدې زه ورته حیران وم دهغه پر خوارو اوږو مي غوښن ورغوي هوار پراته ول ډنګري اوږې یې داسي ریږدیدې لکه دمني باد، چي دوني ژړي پاني رخصوي. ورو ورو یې دومره ژړا ډېریده چي نور یې ما په غېږ کي دنیولو توان نه درلود زما یې هم زړه رانرم کړ سترګي مي له اوښکو ډکي سوې ښه شېبه دواړه غلی وو شا وخوا پر راټولو څو کسو موږ ته حیران کتل بوډا داوښکو ډکي سترګي راته نیولې وې شېبه وروسته موټروان ږغ وکړ

ـ هلي موټر ته وخیږئ حرکت کوو.

زه پر ملا مات سوم دخیرنو کالو ډک بیک مي را واخیست دسراچې دشا په سیټ کي دهنداري خواته کښېنستم موټروان بوډا او دوه نور سپاریان دسراچې ډیکۍ ته پورته کړل موږ لا له هډې حرکت نه و کړی، چي څنګ ته ناست سپاري رانه دوخت پوښتنه وکړه دموبایل ساعت ته مي وکتل بجې دماپښین له دریو تیري وې

***

زه له پوهنتونه ددرې میاشتنۍ رخصتۍ له پاره کورته تلم پر لاره مي په ذهن کي څو پوښتنو نا ارام کړی وم هېڅ نه پوهیدم چي دا بوډا څوک دئ؟ زه یې ولي په ِغیږ کي ونیوم او پرڅه یې ژړل؟

زموږ تر ولسوالۍ اوږده لاره پاته وه کله کله، چي به مي شاته وکتل بوډا به هماغسي لکه دموټرانو په هډه کي چي وو، سترګي وچي راته نیولې وې. اخیر مي زړه نا زړه مخ ورواړوی ورو مي ورته وویل:

ـ کاکا شاته خو به زما دخیرنو کالو او کتابونو تور بیک نه یې په زحمت کړی؟

دبوډا پر سپیرو شوڼدو مسکا وزیږیده په ټیټ ږغ یې راته وویل:

ـ نه جار دي سم.

بیا مي ورنه وپوښتل:

ـ اجازه ده، چي یوه پوښتنه درڅخه وکړم؟

هغه هماغسي رډ راته کتل شېبه وروسته یې په زهیر ږغ وویل:

ـ هو بچیه.

ژر مي ورته وویل:

ـ راباندي غلط سوی خو نه یې؟

دبوډا سترګي له اوښکو ډکي سوې زه مي پر خپله پوښتنه پښېمانه سوم هغه ښه شېبه غلی وو بیا یې په ژړغوني ږغ راته وویل:

ـ نه یم غلط سوی هغه ستا غوندي وو کټ مټ لکه ته داسي. داغسي تور کوت کوت ویښتان یې لرل، ستا غوندي شنې سترګي او زهېره څېره یې وه، ستا په رکم کت او کامت یې لاره، ماچي ویل هغه یې پلارنۍ میني دومره زور راباندي وکړ چي بې اختیاره مي په غیږکي ونیوې هغه ستا په څېر وو کټ مټ لکه ته داسي، درس یې وایه او دپوهنتون داخیري کال محصل وو. دوې میاشتي مخکي په رخصتي کورته راتلي خو رانه غلی! یوازی دهغه له وینو ډک قلم او سپین خو په سرو وینو لړلی کمیس یې دبې ساه وجود سره کلیوالو له نامعلومه ځایه راوړل څو ظالمانو یې وجود په برچو وهلی وو بیا څو ورځي وروسته معلومه سوه چي غلو دڅلور میاشتنۍ بدلي عاشې پر پیسو وژلی.

دبوډا سپینه ږیره په اوښکو لنده خیشته وه په موټرکي ناستو ټولو پټي خولې نیولې وې دهر یوه له سترګو اوښکي راتلې.

څو ګامه مخته له خامه سړکه نرۍ لار بېله سوې وه موټر یودم ودریدی بوډا زه پر مخ مچ کړم له سړکه پر بېله نرۍ لار یې کړندي ګامونه واخیستل.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب