Homeخبرونهسور صلیب: د پاکستان له لوري د نورستان د څو ولسوالیو د...

سور صلیب: د پاکستان له لوري د نورستان د څو ولسوالیو د لارو د بندېدو له کبله ۱۳۶ زره افغانان اغېزمن شول

تاند (جمعه، د غويي/ ثور ۱۱ مه) د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي چې د افغانستان په ختیځ کې شاوخوا ۱۳۶ زره کسان وروسته له هغې چې له پاکستان سره تاوتریخوالي یوه مهمه لاره بنده کړه، د څو اوونیو په مخه له خوړو، روغتیايي خدمتونو او نورو اساسي اسانتیاوو بې‌برخې شوي وو.

دا وضعیت د فبرورۍ په نیمایي کې د نښتو له زیاتېدو وروسته رامنځته شو، چې د نورستان ولایت د کامدېش او برګ‌مټال ولسوالیو ترمنځ اصلي لاره یې نژدې دوې میاشتې بنده کړه او د لېرې غرنیو سیمو خلک یې منزوي کړل.

د یادې کمېټې په وینا، د سیمه‌ییزو چارواکو او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۱۷ زره کورنۍ اغېزمنې شوې، چې له امله یې خلک بازارونو، درملنې او اړینو توکو ته لاسرسی نه درلود.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې، وروسته له هغو اوږدو خبرو چې د جګړې له ښکېلو اړخونو سره د لارې د خلاصون په اړه وشوې، د افغانستان سرې میاشتې ټولنې او د خوړو نړیوال پروګرام په مشرۍ ګډ بشري غبرګون د اپرېل په ۲۱مه پیل شو.

دې ادارې ویلي چې د لارې د بندېدو په ترڅ کې په دغو ولسوالیو کې بشري وضعیت ډېر خراب شوی و، خلک د خوړو، سونګ، درملو او بنسټیزو خدمتونو له کمښت سره مخامخ وو، او د تګ راتګ محدودیتونو د لویو روغتونونو ته د ناروغانو د رسېدو مخه نیولې وه.

روغتیايي مرکزونه هم تر سخت فشار لاندې وو، ځکه اړین درمل او وسایل کم وو او د جګړې له امله ټپیان او بې‌ځایه شوي کسان زیات شوي وو.

د مرستو رسولو بهیر د سیمه‌ییزو رضاکارانو او ټولنیزو شبکو په همغږۍ ترسره شو، څو هغو لرې پرتو سیمو ته ورسېږي چې لاسرسی ورته ستونزمن دی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ هغه نښتې چې د فبرورۍ له وروستیو پیل شوې، د مسافرو او سوداګرۍ پر وړاندې ټولې سرحدي لارې تړلې دي او په ختیځو ولایتونو کې یې لسګونه ملکي وګړي هم وژلي دي.

1 COMMENT

  1. ښه شو چې د سره صلیب نړیوالي ادارې دا خبره په ډاګه کړه، اوسنیو چارواکو خو په دې خبره خوله پټه کړي وه او ویل به یې دا خبرې درواغ دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په کابل کې د ٬٬ کیسو خبرې،، کتاب چاپ شو

د مازدیګر کتاب خپرندویه ټولنه وایي د ایمل پسرلي کتاب د کیسو خبرې یې چاپ کړی دی. دا کتاب چې په ۲۰۸ مخونو کې...