کله چې د نړۍ پرمختللو هېوادونو ته ګورو، د هغوی منظم ښارونه، پیاوړی اقتصاد، پرمختللې ټکنالوژي، باکیفیته تعلیمي نظام او هوسا ژوند مو پام ځانته رااړوي. په همدې وخت کې زموږ په ذهن کې دا پوښتنه راولاړېږي چې ولې موږ تر اوسه هغه ځای ته نه یو رسېدلي چې نور ملتونه رسېدلي دي؟ دا پوښتنه یوازې د یوه فرد پوښتنه نه ده، بلکې د هر هغه انسان پوښتنه ده چې د خپل هېواد او ټولنې د راتلونکي په اړه فکر کوي.
د ملتونو پرمختګ او وروسته پاتې کېدل ناڅاپي نه وي. د هر پرمختګ تر شا ځانګړي عوامل او هره ناکامي ځانګړي لاملونه لري. که موږ په رښتیا وغواړو چې د خپلو ستونزو اصلي علتونه وپېژنو، نو باید له احساساتو څخه پورته شو او واقعیتونو ته وګورو.
تر ټولو لومړی عامل زده کړې او پوهه ده. هغه ملتونه چې نن د نړۍ مشري کوي، کلونه او لسیزې یې په تعلیم، څېړنو او علمي پرمختګ پانګونه کړې ده. هغوی پوهېدل چې طبیعي زیرمې او شتمنۍ محدودې دي، خو علم او پوهه نه ختمېدونکې پانګه ده. په پرمختللو هېوادونو کې ماشومان له کوچنیوالي د فکر کولو، څېړنې او نوښت روحیه زده کوي. پوهنتونونه یې یوازې د سندونو د وېش مرکزونه نه دي، بلکې د علم د تولید او نوښت مرکزونه دي. له بده مرغه، زموږ په ټولنه کې لا هم ډېر خلک تعلیم یوازې د دندې ترلاسه کولو وسیله ګڼي، نه د ټولنیز بدلون او پرمختګ سرچینه.
دویم مهم عامل د وخت ارزښت دی. په پرمختللو ټولنو کې وخت د سرو زرو په څېر ارزښت لري. خلک خپل کارونه په ټاکلي وخت ترسره کوي او د هرې دقیقې حساب ساتي. خو په ډېرو وروسته پاتې ټولنو کې وخت ته هغه ارزښت نه ورکول کېږي چې باید ورکړل شي. د وخت ضایع کول، ځنډ او بې پروایي د پرمختګ پر وړاندې لوی خنډونه دي.
درېیم عامل د قانون حاکمیت دی. په هغو هېوادونو کې چې قانون پر ټولو یو شان تطبیقېږي، خلک ځانونه خوندي احساسوي او د پانګونې، کار او نوښت لپاره هڅول کېږي. هلته د یوه عادي وګړي او لوړپوړي چارواکي ترمنځ د قانون له نظره توپیر نه وي. برعکس، په هغو ټولنو کې چې قانون کمزوری وي او شخصي اړیکې او نفوذ پر اصولو غالب وي، د پرمختګ فرصتونه محدودېږي او بې عدالتي پراخېږي.
بل مهم عامل یووالی او ملي فکر دی. پرمختللي ملتونه د خپلو ګډو موخو لپاره کار کوي. هغوی پوهېږي چې د هېواد ګټې د فردي او ډله ییزو ګټو څخه لوړې دي. کله چې یو ملت د ژبې، سیمې، قوم او نورو توپیرونو پر ځای ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي، نو د پرمختګ لاره ورته اسانه کېږي. خو کله چې اختلافات، تعصب او بې اتفاقي زیاته شي، د ټولنې انرژي د پرمختګ پر ځای په داخلي شخړو مصرفېږي.
اقتصادي نظم او د کار کلتور هم د پرمختګ له مهمو بنسټونو څخه دي. په پرمختللو هېوادونو کې خلک د کار عزت کوي. هلته هر مسلک او هر مشروع کار درناوی لري. خلک د تولید، نوښت او ارزښت رامنځته کولو لپاره هڅه کوي. خو په وروسته پاتې ټولنو کې کله ناکله د کار پر ځای د لنډو لارو، امتیازاتو او اسانه عاید لټه ډېره وي، چې دا کار د اقتصاد د کمزورۍ سبب ګرځي.
همدارنګه، د رهبرۍ کیفیت هم د ملتونو په برخلیک کې مهم رول لري. ښه مشران د خلکو لپاره لیدلوری، پلان او فرصتونه برابروي. هغوی د خلکو ترمنځ د باور فضا رامنځته کوي او د راتلونکي لپاره روښانه تګلاره وړاندې کوي. خو کمزورې رهبرۍ، ناسمو پرېکړو او فساد ډېر ملتونه له پرمختګ څخه شاته ساتلي دي.
موږ باید دا حقیقت هم ومنو چې جګړو او ناامنۍ زموږ پر ټولنه ژورې اغېزې کړې دي. جګړو نه یوازې انساني زیانونه رامنځته کړي، بلکې تعلیمي، اقتصادي او ټولنیز بنسټونه یې هم کمزوري کړي دي. هغه هېوادونه چې په سوله کې ژوند کوي، خپلې سرچینې د ښوونځیو، روغتونونو، سړکونو او صنعتونو پر جوړولو لګوي، خو جګړه ځپلي هېوادونه د خپلو ستونزو په حل کې کلونه او لسیزې مصرفوي.
سره له دې ټولو ستونزو، راتلونکی ناامیده نه دی. هر ملت کولی شي د بدلون لاره خپله کړي. د بدلون پیل له فرد څخه کېږي. که هر څوک خپل مسؤلیت په صداقت ترسره کړي، تعلیم ته ارزښت ورکړي، د قانون درناوی وکړي، وخت ته اهمیت ورکړي او د هېواد د پرمختګ لپاره هڅه وکړي، نو ټولنه به ورو ورو د پرمختګ پر لور حرکت وکړي.
هو! موږ ځکه هلته نه یوو چې نور دي، ځکه چې لا هم د پرمختګ ځینې اساسي شرطونه په بشپړه توګه نه دي برابر شوي. خو دا حالت دایمي نه دی. که موږ له خپلو تېرو تجربو زده کړه وکړو، په علم، یووالي، کار او مسؤلیت باور ولرو، نو راتلونکی نسل به وکولای شي هغه ځای ته ورسېږي چې نن نور ملتونه رسېدلي دي. د پرمختګ دروازې د هر ملت پر مخ پرانیستې دي، خو د دغو دروازو د پرانیستلو کونجي پوهه، هڅه او ګډ عزم دی.