Homeخبرونهد افغانستان پر ۳ ولایتونو د پاکستان په بمباریو کې لږترلږه ۱۳...

د افغانستان پر ۳ ولایتونو د پاکستان په بمباریو کې لږترلږه ۱۳ تنه وژل شوي

تاند (چهارشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۰ مه) د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، د پاکستان پوځ د افغانستان په درېیو ولایتونو کې هوايي بریدونه کړي چې له امله یې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي دي.

مجاهد د چهارشنبې په ورځ وویل چې په وژل شویو کې ۱۱ ماشومان هم شامل دي. د هغه په وینا، دغه بریدونه په کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو کې شوي دي.

هغه زیاته کړه چې په بریدونو کې ۱۴ نور کسان هم ټپیان شوي، چې ټول یې ښځې او ماشومان دي.

تر اوسه د پاکستان پوځ او حکومت په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې، خو د پاکستان امنیتي چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې هوايي بریدونه یې د هغو ځایونو پر ضد کړي چې د دوی په وینا، «پاکستاني وسله‌والې ډلې» ترې د پاکستان پر ضد فعالیتونه کوي.

خو داسي ښکاري چې پاکستان دا بریدونه د دې لپاره کړي وي چې په کشمیر کې له پراخو اعتراضونو او د سلګونو کسانو له مرګ ژوبلو پام په بله واړوي.

د فرانسې خبري اژانس (AFP) د راپور له مخې، د خوست ولایت یوه چارواکي ویلي چې د سپېرې ولسوالۍ پر یوه کور هوايي برید شوی، چې له امله یې ۹ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

همداراز، په ګاونډي پکتیکا ولایت کې دوو اوسېدونکو فرانس پریس ته ویلي چې پر برمل ولسوالۍ په یوه برید کې ۳ ملکي کسان وژل شوي دي.

د سیمې د یوه اوسېدونکي په وینا، هوايي برید پر یوه کور شوی او په وژل شویو کې ماشومان هم شامل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د احمدظاهر د سندرو بهرني کمپوزونه؛ شل هندي او لس غربي

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن وېل کېـږي چې د نړۍ د موسیقۍ دوه لوی مرکزونه په ختیځ کې هندوستان او په لویدیځ کې ایتالیا دي. موسیقي چې...