Homeخبرونهخالده پوپل د ټایم مجلې د ۲۰۲۶ کال د ۱۰۰ اغېزناکو ورزشي...

خالده پوپل د ټایم مجلې د ۲۰۲۶ کال د ۱۰۰ اغېزناکو ورزشي څېرو په نوملړ کې شامله شوه

تاند (چهارشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۰ مه) د افغانستان د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې پخوانۍ لوبډلمشره خالده پوپل د ټایم مجلې له‌خوا د ۲۰۲۶ کال د نړۍ د ۱۰۰ اغېزناکو ورزشي شخصیتونو په نوملړ کې شامله شوې ده.

د ټایم مجلې پر اساس، خالده پوپل د ښځو د ورزش د ودې او د افغان ښځینه ورزشکارانو د حقونو د ملاتړ له امله په دې نوملړ کې شامله کړل شوې ده.

پوپل په ۲۰۰۷ کال کې د افغانستان د ښځینه فوټبال د لومړۍ ملي لوبډلې له بنسټګرو څخه وه او د لوبغاړې په توګه یې د فعالیت ترڅنګ د نجونو د سپورټ او فوټبال د پراختیا لپاره هم هڅې کړې دي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د ښځو ورزش په عملي ډول ودرېد او د ښځینه فوټبال ملي لوبډله هم منحل شوه. له همدې امله خالده پوپل او ګڼې نورې ښځینه فوټبالرانې له هېواده ووتلې.

نوموړې له ډنمارک څخه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ او د افغان وومن یونایټډ په نوم د افغان ښځینه فوټبالرانو د یوې لوبډلې په جوړولو او تنظیم کې یې مهم رول ولوباوه. دا لوبډله له هغو افغان لوبغاړو څخه جوړه شوې چې په بېلابېلو هېوادونو کې ژوند کوي.

د راپور له مخې، پوپل د دې لوبډلې د رسمیت پېژندنې لپاره د نړیوال فوټبال فدراسیون (FIFA) پر وړاندې کمپاین هم رهبري کړ، چې په پایله کې فیفا د روان کال په اپرېل کې دغه لوبډله په رسمیت وپېژندله.

له دې پرېکړې وروسته د افغان وومن یونایټډ لوبغاړې کولی شي د ۲۰۲۸ کال د اوړي المپیک د غوراوي سیالیو په ګډون په نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي.

2 COMMENTS

  1. لمر، دوستانو سلام! ولا پر ما یې هم اغېز وکړ، اوس نه پوهېږم چې څه وکړم! عجیل دنیاست این دینیا!! وسلام

  2. سلام اعلیکم!
    زما تبصره کنډوه شوه! په غربي نړۍ کې کونه له پرتوګ سره جنګوي، لکه روسیه یې چې له اوکراین سره ونښلوله. د ابزاري سیاسي لوبې لیا له ډېر وخته روانې دي، مګر د دوی لخوا ټاکلشویو خلکو ولاه که تېږه پر تيږه اېښودلې وي. په هالند یا نیدرلند کې یوه سومالیایۍ د هرشي علي په نامه لومړی سوسیالیسته وه او بیا تر سپین پوستو هالنديانو لیا ډېره نشنلیسته شوه. دوو احزابو لوبې پرې کولې او غربیانو ورته د سلو اغېزناکو ښځو لقب ورکړ، هره ورځ یې په رسنیو کې نېغه نېغه کوله! خو چې له رسنیزو او ټولنیزو کشوفش او استفادې ولوېده، نو امریکا ته ولاړه، چې تر ننه یې نوم او نښان ورک شول، خو د سیاسي لوبو لپاره حتی پر خپل پلار هم بنده نه وه. دغه افغاني خالده پوپله هم د کرام الدین کرام شاګردي کړې ده، چې پر خپلو فتبالي خورلنډو یې د تجاوزونو سیل بیني کوله او د سیاسي ګټو لپاره یې د هغوی د دردونو او رنځونو سپینتاوي کوله، بس عاقبت به څه شي وخت به یې وښیي! وسلام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ژوند کیسه مې لا نه ده تمامه…| سردارولي الکوزی

دوهم فصل: د جګړې په لمبو کې زېږېدلی ماشوم   د انسان ژوند که هر څومره لنډ ښکاري، خو له دومره خاطرو او پېښو ډک وي...