دنمارک
د هرات د وروستیو پېښو او ناارامیو په اړه بېلابېل تحلیلونه او نظرونه وړاندې کېږي. زه نه غواړم په دې بحث کې ښکېل شم چې د دغو تحرکاتو تر شا د چا، کومو کړیو او یا کومو هېوادونو لاس دی. همدارنګه، په دې اړه هم تفصیلي تبصره نه کوم چې ولې زموږ ځینې هزاره وروڼه یو ځل بیا د داسې حرکتونو برخه ګرځېدلې ده، هغه حرکتونه چې د «روښانۍ غورځنګ» د خونړیو تجربو یاد تازه کوي، کومچې بهزاد یې تر شا ولاړ و، خپله وتښتید او نور یې قربانۍ ته برابر کړ.
خو دومره ویلای شم چې د دغو پېښو تر شا د افغانستان د سولې، ثبات او ملي یووالي ضد کړۍ فعالې ښکاري.
دا ډول تحرکات په داسې وخت کې راڅرګندېږي چې سیمه، په ځانګړي ډول ایران او پاکستان، له جدي کورنیو ستونزو او بحرانونو سره مخ دي او د پاکستان د هوایې بریدونو سره همزمان تر سره کیږي او داسې ښکاري چې د پاکستان د مداخلاتو د پلان یوه برخه وي.
له همدې امله، دا احتمال له پامه نه شي غورځول کېدای چې ځینې لوري د نړیوالو پام د خپلو کورنیو ستونزو څخه د اړولو لپاره په افغانستان کې د بېثباتۍ فضا پیاوړې کول غواړي.
په ورته وخت کې، یو شمېر کورنۍ سیاسي او فکري کړۍ، که هغه د چپ اړخ وي او که د ښي اړخ، د هرات د امنیت غوښتنو تر شعارونو لاندې داسې دریځونه خپلوي چې په پایله کې د ملي یووالي او ټولنیز ثبات پر ځای د اختلافاتو او کړکېچونو د ژورېدو لامل ګرځي.
افغانستان نن تر هر وخت زیات ملي تفاهم، سیاسي هوښیارتیا او ټولنیز یووالي ته اړتیا لري. هر هغه حرکت چې د قومي، مذهبي او یا سیاسي اختلافاتو د پارولو سبب کېږي، باید په دقت وارزول شي، ځکه د دغسې لوبو اصلي قربانیان تل د افغانستان عام وګړي وي.