نیکه ویله کور د افغان دی
ناموس ایمان دی سر تر قربان دی
غیرت پردی سو د افغانانو
چي پر ناموس یې تېری روان دی
د ټولني داسي برخه پاته نه سوه چي په هغې کي د طالبانو وحشت څرګند سوی نه وي. کله چي یې د نجونو د ښونځیو پر بندولو باندي د افغانستان نارینه قشر عکس العمل ښکاره نه کړ نو کرار کرار یې د خپلو مخالفینو په بندي کولو او وژلو پیل وکړ. تر اوسه پوري یې څه باندي پنځه سوه تنه بېل بېل قتل کړي او هر ځل یې قتلونه پر ناپېژاندو وسله والو تاوان کړي دي. او له تقریباً یوې میاشتي راهیسي یې د هغو ښځو په نیولو او بندیانولو پیل کړی دی چي د شریعت د احکامو سره سم یې مخونه او حتی ټول وجود پټ کړی وو.
دوو دریو تنو ږیرورو، د اسلامیت، افغانیت او ناموس د ټولو اصولو په خلاف، د کابل په عام بازار کي پر یوې پتمني افغاني باندي حمله وکړه. هغه یې پوري وهله او کله چي یې یوه زلمي د ژغورني لپاره ور و دانګل نو د طالبانو د امر بالمعروف یوې ښځینه غړي حمله وباندي وکړه. دا ويډیو ښايی ټولو افغانانو په فېسبوک کي کتلې وي. د طالبانو د بې ناموسۍ د دې پیښي په مقابل کي هم چا چنداني عکس العمل ښکاره نه کړ. د عکس العمل نه ښودلو هغوی نور هم زړه ورکړل او په کندهار کي یې د بشپړ حجاب درلودونکي څو ښځي، پرته له هیڅ دلیله، په عام بازار کي ونیولې او توقیف ته یې انتقال کړې. البته د کندهار خلکو تقریباً هیڅ عکس العمل ونه ښود او دې کار طالبان نور هم زړه ورکړل او په هرات کي یې پر ښځو باندي حمله وکړه. د هرات عام وګړي د خپل ناموس څخه د دفاع لپاره بازارونو ته را ووتل او طالبانو پر هغوی باندي ګولۍ وچلولې. یو لس کلن هلک او یوه ښځه یې شهیده کړه او د زخمیانو درک ځکه معلوم نه دی چي اکثر زخمیان د بندي کېدلو له ویري خپلو کورونو ته تللي دي.
طالب واکمنان دا ټولي خبري دروغ بولي او طرفداران او تنخوا خواره یې تبلیغ کوي چي دا ټولي ویډیوګاني او تصویرونه د اې آی کار دی او هیڅ واقعیت نه لري. خو خبره اوس د ملګرو ملتونو ادارو ته رسېدلې ده او د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو موسسې خو ویلي دي چي طالبان پر نیول سویو ښځو باندي جنسي تېري کوي او حتی پی مخي هلکان هم له دې تېري څخه په امان کي نه دي.
طالبانو ته پر معصومو افغانانو باندي د جنسي تېري کولو شرعي پلمه د هغوی مشر ملا هبت الله برابره کړې ده. هغه څو ورځي مخکي اعلان وکړ چي د ټولو هغو کسانو مرګ د اسلام څخه مخکي د جاهلیت د زمانې د کفارو په څېر دی چي ده ته یې بیعت نه وي کړی. طالبان په دې پوهیږي چي د افغانستان تام اکثریت اوسېدونکي د هغوی له حاکمیت سره مخالف دي او ملا هبت الله ته یې بیعت نه دی کړی. په دې حساب نو، د طالبانو په نزد، هغوی ټول کفار دي او د کفارو پر ښځو او نرو باندي هر ډول تېری کول روا کار دی.
دوې ورځي کیږي چي طالبانو، د هبت الله له هدایت سره سم، خپلو ټولو ملکي او نظامي مامورینو، د پوهنتونونو استادانو او معلمینو ته امر کړی دی چي خپل موبایلونه، یا مات او یا روغ، اړونده ادارو ته تسلیم کړي. ملاهبت الله امر کړی دی چي که څوک خپل موبایلونه تسلیم نه کړي نو له وظیفو څخه به یې منفک کړي. دا مو باید په یاد وي چي دا حکم یوازي په حکومتي ادارو پوري محصور نه پاتیږي او ډېر ژر به ټولو افغانانو ته د موبایلونو د ماتولو او تسلیمولو حکم صادر سي.
ځیني کسان د طالبانو دا وروستی حکم د هغوی د جهالت نخښه بولي او وايی چي نړۍ کوم ځای ته ورسېدله او طالبان په څه لګیا دي. خو خبره دومره ساده نه ده. طالبان ډېر هوښیار دي. هغوی ښايی په هیواد کي نور زیات جنایات په نظر کي ولري ځکه نو تر هرڅه مخکي غواړي چي د موبایلونو او رسنیو د بندولو په وسیله له نوري نړۍ سره د افغانستان ارتباط وشلوي او په اصطلاح بلایک اوټ جوړ کړي. د طالبانو وحشت انتها نه لري. قدرت ته د رسېدلو له ورځي څخه یې تر نن پوري هره ورځ د وحشت پر لور یو نوی ګام اوچت کړی دی اودا ګامونه به تر هغه وخته پوري دوام ولري چي تر څو یې د ټول هیواد څخه د ځان مرګو کارخانه جوړه کړې نه وي.
زه د طالبانو د وحشي اداری د قهري سقوط طرفدار نه یم. قهري سقوط ډېر زیات ملکي تلفات او تباهی راولي. له هغوی سره باید د هرات د خلکو په څېر اولسي مقاومت وسي. کله چي اولس ورته را پورته سي نو د اولس سره د مقاومت توان طالبان څه چي د هغوی باداران او کرنیلان هم نه لري. د هرات زړه ور او پر ناموس باندي مین خلک باید د ټول هیواد سرمشق سي. یوازي د هرات د زړه ورو خلکو د مقاومت په ستایلو خبره پای ته نه رسیږي. افغانان باید د هرات باناموسه اولسونه یوازي پرې نه ږدي. کنه نو هغه حالت چي نن پر هرات دی سبا هر ولایت او ټول افغانستان ته ګوري. هرات په افغانستان کي لومړنی ولایت وو چي زړه ورو بچیانو یې د حفیظ الله امین د استبداد په مقابل کي د حوت د څلېرویشتمي پاڅون وکړ او دا دی یو ځل بیا یې د افغانستان په تاریخ کي خپل نوم په زرینو کرښو ثبت کړ او په دې وسیله یې د افغانستان ټول اولسونه پوروړي کړل. که د طالبانو په مقابل کي هیڅ ډول اولسي عکس العمل ښکاره نه سي نو هغوی به ډېر ژر له افغانستان څخه باغ وحش جوړ کړي. یوازي د شعرونو اومضامینو په لیکلو نه کیږي. که غواړی خپل هیواد له دایمي بدبختۍ او بدمرغۍ څخه وژغوری نو د خپلو هراتي وروڼو او خویندو لاره تعقیب کړی.
دروند جهاني ساب سلامونه
دتاسو د يادوني په هکله رښتيا هم د هرات غيرتناکه اولس خپله میړانه بر سیره پد مړني له ختره سره سره د هرات کوڅو ته را ووتل او د خپل حق د غوښتلو ناري يی په لوړ اواز جګي کړي خو په دا خل د افغانستان افغانان خو څه کوي چي غلي ناست دي خو سوال دلته ده چي ولي په امريکا اروپا او نورو ملکونو اوسیدونکي افغانان هم د هراتیانو شانته لایرو نونه را. ن وتل او خپل ملاتړ یی له هراتیانو سره ښکا ه نه کړ . تاسو خو اريانا آنلاين لولي بعضو افغانانو د تالبانو له ظلم او وحشت نه سترګي پټي کړي ښکاره د تالبانو دفاع کوي او نیوکي کوونکو ته لارښونه ګوي چي سیاست د بیزو کار نه ده بلخوصوص هغه څوک چي لکه هوچیمین، ایات لله خمنینی په فرانسه اوسيدلي او له همدي نه حپله غږ دظلم پر ضد اوچت کړی دی هلته هم له فراسويانو سره په د سویه ګړیږي. له موضوع نه ووتم خو اړینه وینم چي دا يادونه وکړم سي دد خلګو خبري غټ تاثير لري.
جهانی ساب روغ او رمټ ا وسې
مهربانی وکړه اول په خپله د امریکا نه خپل گرم بستر پریژده او دهراتی ورونو څنګ کښی ودریژه هسی نور عمر دې خوړلی ده ستا خپله خبره په شعر و اوازخوانی څه نه جوړیږی کله چې شل کاله په قدرت کښې وې او خپله هم ددولت وزیر وې څه مو وکړل چی اوس دې غریب او بیچاره خلکو اولادونه د ګولیو خوراک کوې که تاسو نشې راتلی خپل زوې لمسې ورور را ولیږه چی مبارزه وکړې دې پردیو اولادونو په وینه تجارت مکوې او وزارت او ریاست ته ځان مرسړې. ستاسو لیکنی او شعرونه مو ډیر خوش وه کله چی ستاسو یوه لیکنه می ولوسته چې دې ظاهر قدیر په باره کښی مو لیکلی وه کله چی په کایل کښې وېې خوله مو چپه نیولی وه او امریکا ته چی ولاړې قلمو راواخیست او دغله ظاهر قدیر په باره کښې دې داستان ولیکه او اوس دا دویمه لیکنه ده .
که خپله له مرګ نه ډاریژی نو مهربانی وکړی دې غریب اولاد مرګ ته مه ټیل وهې
محترم جهانی خوشې کړه د امریکا ګرمه بستره او راشه چی دواړه اجوړه پاسون وکړو او که هدف دې بیا دې مظلوم او غریب اولاد وژل ویې او ځان قدرت ته رسول نو دا نصیحتونه بس کړه شل کاله د فرعون له زور سره په قدرت کښی او یو وزیر ستاسو وې څه دې وکړل بدون له چور غارت اختطاف او دخلکو د ناموس بی عزتی نور د افغانستان ملت خپل ماشومان د فرعونیانو دې قدرت لپاره نه مړه کوې او ستاسو هم دې د مظلوم ملت له اخلاص څخه استفاده مه کوې راشه او لاریون وکړه مونږ به دې تر شاه ولاړ شو د امریکا له بسترې څه نه جوړیږې