تاند (چهارشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۰ مه) د ناسا او نړیوالو ستورپوهانو یوې ډلې د شیدو لارې (میلکي وې) کهکشان په مرکز کې د سترې تورې کندې (بلک هول) په اړه د تېرو پنځوسو کلونو یو مهم راز حل کړی دی.
د نړۍ ډېری لویې کندې د خپلو شاوخوا موادو د جذب پر مهال فضا ته د ذرو ځواکمن بادونه او یا جټونه غورځوي، خو ساینسپوهان تر اوسه نه وو توانېدلي چې د شیدو لارې د مرکزي تورې کندې په شاوخوا کې ورته بهیر ومومي. دا توره کنده چې «ساګیتاریوس اې ستوری» (Sagittarius A*) نومېږي، زموږ د کهکشان پر جوړښت او تکامل ژور اغېز لري.
اوس تازه څېړنو، د دې سیمې د تاریخ تر د ټولو ژور او دقیق تصویر په ثبتولو سره، د شاوخوا ۲۰ زره کلونو پخواني باد نښې موندلې دي.
د تورې کندې پخوانی باد وموندل شو
د امریکا د نارتوېسټرن پوهنتون ستورفزیکپوه او د دې څېړنې یو مشر، مارک ګورسکي، وایي: «تر هغه چې یوه توره کنده په بشپړ تش ځای کې نه وي، باید یو ډول باد تولید کړي، او موږ پوهېږو چې په کایناتو کې بشپړ تش ځای نه شته.»
هغه زیاته کړه: «دا لومړی ځل دی چې موږ دومره روښانه تصویر ترلاسه کړی چې د دې باد نښې په کې په څرګند ډول لیدل کېږي. کله چې مو معلومات وکتل، پوه شوو چې همدا هغه څه دي چې ساینسپوهان یې له پنځوسو کلونو راهیسې په لټه کې وو.»
د «آلما» تلسکوپونو ستره بریا
څېړونکو په چیلي (هېواد) کې د «آلما» (ALMA) راډیويي تلسکوپونو د پنځو کلونو پرلهپسې څارنو معلومات تحلیل کړل.
د دغو پرمختللو تلسکوپونو په مرسته ساینسپوهان وتوانېدل چې د ګازو او دوړو له هغو غټو ورېځو تېر شي چې تر دې مخکې یې د کهکشان د مرکز لید محدود کړی و.

وروسته څېړونکو د تورې کندې د چاپېریال راډیويي سیګنالونه په ډیجیټلي ډول فلټر کړل او داسې تصویر یې جوړ کړ چې د پخوانیو نقشو پرتله ۱۰۰ ځله ژور او ۸۰ ځله روښانه و.
ستره مخروطي تشه
نوې څېړنه د تورې کندې (تور سوري) په شاوخوا کې د یوه ستر مخروط وزمه تش جوړښت د شتون څرګندونه کوي چې له سړو ګازونو خالي دی.
ساینسپوهان باور لري چې دا تشه یوازې د تورې کندې له تودو بادونو څخه رامنځته کېدای شي، ځکه د شاوخوا ستورو بادونه دومره ځواک نه لري چې دومره لویه سیمه پاکه کړي.
مارک ګورسکي وایي:«کله چې د تورې کندې توده ماده بهر راوځي، له سړو موادو سره یو ځای پاتې کېدای نه شي. یا یې شړي او یا یې دومره تودوي چې نور د سړو ګازونو په راډیويي څپو کې نه ښکاري.»
توره کنده اوس په ارام پړاو کې ده
د څېړنې بلې مشرې، الینا مورچیکووا، وویل چې دا باد ډېر ځواکمن نه دی او ښایي د وخت په تېرېدو یې لوری هم بدل شوی وي.
هغې زیاته کړه:«دا موندنه ښيي چې زموږ مرکزي توره کنده کومه ځانګړې استثنا نه ده او زموږ ځای هم په کایناتو کې غیرعادي نه دی.»
د مشاهداتو له مخې « ساګیتاریوس اې ستوری» اوس د خپل ژوند یو تر ټولو ارام پړاو تېروي، خو شواهد ښيي چې پخوا یې ډېر فعال او طوفاني پړاوونه لرلي دي.
د ناسا پخوانیو معلوماتو هم تایید کړه
تر دې وړاندې د ناسا د «چاندرا» ایکسرې ترویتون (رصدخانه) هم په همدې سیمه کې ورته وړانګې ثبت کړې وې، او نوې موندنې له هغو معلوماتو سره په بشپړ ډول سمون لري.
« ساګیتاریوس اې ستوری» لومړی ځل په ۱۹۷۴ کال کې کشف شو او له هماغه وخته د ستورپوهانو د پام وړ موضوع پاتې شوې ده.
ګورسکي د نامتو ستورپوه کارل سېګن په وینا وویل: «غیرمعمولي ادعاوې غیرمعمولي شواهد غواړي. موږ غوښتل بشپړ ډاډ ترلاسه کړو چې دا یوازې د معلوماتو د پروسس یوه تېروتنه نه ده. کله چې مو د چاندرا ایکسرې تصویرونه ورسره پرتله کړل، هر څه په بشپړه توګه سره برابر شول.»
مورچیکووا هم د دې ستر کشف په اړه وویل: «کله چې تاسو داسې څه ومومئ چې تر تاسو مخکې هیچا نه وي لیدلي، لومړۍ پوښتنه دا نه وي چې موږ لوی کشف وکړ؛ بلکې دا وي چې ښايي زما په تحلیل کې کومه تېروتنه شوې وي. خو کله چې مو خپلې پایلې د چاندرا له معلوماتو سره پرتله کړې، هر څه روښانه او منطقي شول.»